د چين په لويديزو سيمو کې د ځوانو داوطلبانو ژوند.

cri     (GMT+08:00) 2009-06-22 19:07:50

 داوطلب د خلکو په نظره يو ډول مقدس او يا هم عام نوم دی. څنګه چې داوطلبان عامه وګړي دي، خو دوی په خپلو عملياتو ټولنې ته بې غرض خدمت کوي . نن ورځ په چين کې يو شمېر ځوانان لېدل کېږي چې په سمسورو او أبادو لويو ښارونو کې خپل کار پرېږدي او د خپلې ځوانۍ پسرلی د چين د لويديزې برخې د ابادۍ لپاره وقف کوي . د دوی شعار دا دي چې لويديزو سيمو ته ځي، د هېواد اړتيالرونکو سيمو ته ځي ! نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو داوطلبانو په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

نهه ويشت کلن ځوان لي وي چې د لويزيزو سيمو د سمسورتيا پلان د ترسره کولو لپاره يو داوطلب دی. شپږ کاله مخکې د چين د شيو جو ښار د ښوونکو روزنې له پوهنتون څخه فارغ شو او په ښار کې يې خپل أرام ژوند او د ښوونکي دنده پرېښوده او پرېکړه يې وکړه چې د چين د شان شي ولايت د سان يوان په ولسوالی کې د انګلسي ژبې د يو ښوونکي په توګه کار وکړي. په هغه وخت کې پلار و مور او ملګرو يې د ده له پريکړې سره ټينګ مخالفت وکړ او پلار او مور يې په دې انديښنه کې ولويدل چې خپل زوي په کلي کې له سخت ژوند سره مناسب نه وي. خو لي وي پر خپلې پرېکړې ټينګار وکړ او هيله لري چې خپله ارزښتناکه ځوانی د هېواد په لويديزو سيمو کې وقف کړي. ده وويل 

زما په اند، په هغه وخت کې په ښار کې زما ژوند ډېر ارام و او هيڅ ستونزه او مشکل پکې نه پېدا کيده . دغه راز زه هيڅ لېري ځای ته نه وم تللی او احساس می وکړ چې خپل ژوند هيڅ خوند نه لری. په همدې وخت کې زموږ د پوهنتون د کمونيستی ځوانانو ټولنه په لويديزو سيمو کې د داوطلبانه خدمت پلان په تبليغ بوخته وه . نو فکر مې وکړ چې د خپل ژوند د بدلون فرصت رارسېدلی دی ، نو په نوموړي پلان کې د شاملېدو لپاره مې خپل نوم ثبت کړ چې د يو کال لپاره کومې لوېديزې سيمې ته تلی شم .

کله چې لي وي د هېواد لويديز شان شي ولايت ته ورسېد، هغه د سخت ژوند له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ و. ده په ښوونځي کې د لومړۍ ورځې د يادونې په ترڅ کې وويل 

زموږ ښوونځي د ولسوالۍ له مرکز څخه د شل کيلومترو واټن لري. کله چې ښوونځي ته ورسيدم او و مې غوښتل چې د ستړتيا د لېري کولو لپاره ښه خوب وکړم ، خو خوب مې نه دی راغلی ، ځکه چې د خوب په کوټه کې يو موږک و او دې خوا ها خوا ګرخېده او ډير ويرېدم هم .

په ښوونځي کې د خپل کار او ژوند په پيل کې د لي وي لومړی ستونزه دا وه چې له اوړو څخه جوړ شوي ځايي خواړه يې نه خوښول ځکه هغه وريجي خوښوي. خو د ژوند د ستونزې په وړاندی لي وي خپل ارمان پرې نه ښود. د پلان سره سم لي وي د دوو کلونو داوطلبانه خدمت ترسره کړ، پرته لدې نه لي وي د داوطلبانه خدمت نه وروسته لا هم په دې ښوونځي کې پاتی شو او د ښوونکي په توګه يې خپل کار ته دوام ورکړ او په رښتيا يې د خپل ژوند ارزښت او اهميت احساس کړ او د زده کوونکو مينه او احترام يې هم تر لاسه کړ. ده وويل 

ځکه چې په دغو دوو کلونو کې مې له ځايې وګړيو سره ښه ګذاره کړې. ډير خوشحاله يم چې له دوی سره يو ځاي ژوند تير کړم. دوی تل زما احترام کوي. په هغه وخت کې که زه بېرته خپل ټاټوبۍ ته راستون شم، زما پلار به په شيو جو ښار کې زما لپاره يو ښه کار پيدا کولای شي، خو زما په اند، زه په سان يوان ولسوالی کې لا زيات خدمتونه ترسره کولای شم.

اوس لي وي له يوې ځايي نجلۍ سره واده کړی او په ښه او نيکمرغه توګه ژوند کوي. لي وي وويل چې اوس هغه يو ريښتينی لويديز ښوونکی دي او د هېواد په لويديزه سيمه کې يې خپلې چارې او ارزښت پيدا کړی دی ده وويل 

د کار په پيل کې مې فکر نه کاوه چې په دی سيمه کې به څومره ستر کارونه وکړم، خو د چين د کمونيستي ځوانانو د ټولنې مرکزي کميټې ما ته د خپل توان او استعداد د کارولو لپاره يوه صحنه برابره کړې چې زما ارمان تر سره کړم.

د چين په لويديزو سيمو کې د فارغ التحصلينو خدمتي پلان د چين د کمونيستي ځوانانو د ټولنې لخوا جوړ شو. په ٢٠٠٣ کال کې د دغه پلان له پيل راهيسي، څه باندې يو لکه تنو فارغ شويو محصلينو د چين د منځنيو او لويديزو سيمو د شپږويشتو ولايتونو او ښارونو په پنځه سوه بيوزليو ولسواليو کې د ښوونيزې، طبي، کرنيزې او حقوقي مرستې په برخو کې داوطلبانه خدمتونه ترسره کړي دي.

د چين ځوان نسل د دغه پلان له لارې ټولنې ته د خدمت په هکله خپل مسئوليت پياوړی کړی او د خپل ځان او هېواد د پرمختګ په بهير کې خپله ځوانی وقف کوي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040