د شينجيانګ په ښوونځيو کې په دوه ژبو زده کړې او ښوونه ور کول کېږي

cri     (GMT+08:00) 2009-06-23 20:38:08

 د چين د مسلمانانو پروګرام اوريدو ته مو هر کلی کوم، د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه يوه داسې سيمه چې پکې د اويغور، هان، قزاق او مغول په شمول څه باندې څلوېښت بېلا بېل قومونه ژوند کوي. په چين کې د لومړي لوی قوم هان قوم نفوس د عمومي نفوسو نوي سلنه برخه جوړوي او د چين د قومي سيمو په ښوونځيو کې ښوونکي عمومأ په قومي ژبو زده کوونکيو ته درس او ښوونه ورکوي .

د يادولو وړ ده چې ځايي حکومت په دې وروستيو څو کلونو کې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو ترمنځ د نظريو د تبادلې او د تجربو د شريکولو لپاره زده کوونکو ته د قومي او ملي ژبو درس ور کولو ته ډېر ارزښت ور کوی چې له امله يې پر نړۍ د قومي وګړيو پوهنه لوړه شوې ده.

د شينجيانګ د کاشغر په شاچ ولسوالۍ کې شپږ نوي سلنه وګړي اويغوريان دي چې زياتره يې د چين په ملي ژبه خبري نه شی کولی . خو د دغې ولسوالۍ د بوشکت په علاقه دارۍ کې په هغه لومړی ښوونځي کې چې په قومي او ملي ژبو درس په کې ور کول کيږي ، زده کوونکيو په معياري ملي ژبه له خبريالانو سره د نظريو تبادله وکړه. (اواز

٧ کلنه نارزی محمدي له همټولګيوالو سره د ملي ژبې په زده کړه بوخته ده . د دې په اند د ملي ژبې کارونه په ژوند کې د هان قوم له ملګرو سره د دوستۍ ټينګولو لپاره يوه ښه وسيله ده . هغه هيله لري چې په ملي ژبه د هان قوم کوچنو ملګرو ته ښکلی شينجيانګ ور وپېژني او د مرکو له لارې د هان قوم او د نورو قومونو د کوچنيانو د ژوند په باب معلومات تر لاسه کړي.هغې وويل د چين د ملي ژبې د زده کړې له لارې د هان قوم له ماشومانو سره د دوستۍ ټينګولو ډېره ښه لار ده.

د دغه ښوونځي مشر هوانګ مينګ زموږ خبريال ته وويل : دغه ښوونځی ١٢ کاله دمخه دده لخوا پرانستل شو او په هغه وخت کې ډېرو قومي وګړيو هيله درلوده چې د پرمختلليو کرهڼيزو زده کړو د تر لاسه کولو له لارې شتمن شي ، خو متاسفانه زيات شمېر علمي کتابونه د چين په ملي ژبه چاپ شوي وو. نو کليوالو هيله درلوده چې خپل ماشومان د ملي ژبې د زده کړې له لارې لازيات علمي او کلتوري معالومات تر لاسه کړي. د ١٢ کلن له پرمختګ وروسته دغه ښوونځي په شينجيانګ کې په دوو ژبو د ښوونيزې طريقې د مروجولو په برخه کې يوه نمونه ګرځېدلې ده.

له ٢٠٠٤ کال څخه د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې حکومت د دغې طريقې د مروجولو لپاره ډېره هڅه کړې او موخه يې دا ده چې هر ماشوم د منځنۍ زده کړې په موده کې ملي ژبه خپله کړي څو چې د لوړې ښوونې د بشپړولو لپاره ور ته ښه زمينه برابره شی. تر اوسه پورې په سلو کې دېرش قومي زده کوونکي په هغو ښوونځيو کې درس لولي چې په دوو ژبو پکې ښوونه او روزنه ترسره کېږي. د شينجيانګ د ښوونې څانګې د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠٠٥ کال کې سيمه ييز حکومت له لومړي ښوونځي څخه مخکې د ماشومانو د زده کړې لپاره دوه سوه شپږ مليونه يوانه لګولی چې دری لکه او دري دېرش زره تنه قومي ماشومانو ترې ګټه اخيستې ده.

اوسنۍ زمانه انټرنيټي زمانه ده . هغه قومي وګړي چې په ملی ژبه ښه پوهيږي ، په دغه ژبه په ويب پاڼو کې د نړۍ په باب لازيات معلومات تر لاسه کولای شي. د کاشغر د اي چنګ ولسوالۍ د ايتموکان منځني ښوونځي د دوهم ټولګي زده کوونکي د کمپيوټر درس وايي. ټول زده کوونکي يې اويغوريان دي.که څه هم دغه ښوونځی يو قومی ښوونځی دی، زده کوونکي يې هم په پر له پسې توګه د ملي ژبې په زده کړې لګيا دي ، د کمپيوټر له درس سره د دوی ډېره مينه لري .زده کوونکی عرليزګلان وويل  مونږ کولی شو چې په کمپيوتر کې په ملی ژبه لغتونه او مقالې وليکو او زيرمه کړو او د انټرنېټ له لارې لازياتې پوهنې او معالومات هم تر لاسه کولای شو.

د دغې پوهنيزې طريقې د مروجولو ترڅنګ شينجيانګ هم د قومي ژبو ساتنې او کارونې ته په درنه سترګه ګوري . په بېلا بېلو ښوونيزو چارو کې څو ډوله قومي ژبې کارول کيږي په تېره بيا په لومړنيو او منځنيو زده کړو په موده کې په جلا جلا توګه د اويغور او قزاق په شمول په اوو قومي ژبو زده کوونکو ته درس او ښوونه ور کول کيږي. په شينجيانګ کې د بېلا بېلو کچو حکومتي څانګې په جدي توګه اړونده تګلاره پلی کوي او د خپلواکې سيمې د حکومت او د بېلا بېلو څانګو لخوا صادر شوي سندونه ټولټال په اويغوري او ملی ژبې ليکل کېږي.سربېره پردې په شيجيانګ کې د قومي ژبو او ليکدودونو کميټه او اړوند سازمانونه هم جوړ شوې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040