د بېجينګ پينګ ګو سيمه ډېرې تصدۍ ورجلبوي

cri     (GMT+08:00) 2009-06-27 18:39:06

پينګ ګو سيمه د بېجينګ په شمال ختيځ کې پرته ده . لوېديځ يې د بېجينګ له عمده ښاري سيمې څخه اويا کيلومتره او ختيځ يې له تيان جين ښار څخه نوي کيلومتره واتن لري. اوس مهال پينګ ګوه سيمه د ډېرو تصديو د ورجلبولو لپاره د خپلو بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو بهير چټکوي. د نړۍ له لومړيو پنځو سوه تکړو تصديو څخه ډېرو تصديو په دغه سيمه کې خپل مقرونه جوړ کړي دي.

د بېجينګ د ټولنيز ساينس اکاډمۍ د اقتصادي څېړنې څانګې مشر جاو هونګ وويل د مرکزي ادارې اقتصاد دا معنی لري چې د يوې تصدۍ يا شرکت په يوه سيمه کې او توليدي اډه يا څانګه يې په بله سيمه کې جوړېږي او د دغې سيمې غوره سرچينه هم استعماليږېي چې دغه غوره والي د تصدۍ د پرمختيا لپاره خدمت وکړي، ډغه ډول اقتصاد د ښاري اقتصاد يوه بڼه ده چې د پراخيتيا، کنترول او اغيزې ځواکونه يې ډېر پياوړي دي.

اوس په چين کې د لويو ښارونو په مرکزي سيمو کې د کورنيو بيو د لوړتيا او د ترافيکي حالاتو د سختېدو په ګډون يو لړ مسئلې رامنځته شوې دي. د بېلا بېلو تصديو مقرونه د دغو مسئلو له امله د توليداتو جوړولو لګښتونو له زياتېدو سره مخامخ دي.

د کارپوهانو په أند په چين کې تر دېرشو کلونو پرمختګ وروسته توليدي چارې يوې لوړې کچې ته رسېدلې دي، خو د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د پرمختګ کچې برابرې نه دي. نو په لويو ښارونو کې د مرکزي ادارې د اقتصاد پرمختګ او په نورو هغو سيمو کې د توليدی اډو ځای پر ځای کول چې د ځمکې او انستانی ځواک بيه يې ډېره ټيټه ده نه يوازی د تصديو اغېزې لوړې کړي،

بلکې د منځنيو او کوچنيو ښارونو د پرمختګ لپاره هم ګټور دی. بر سېره پردی د دغه ډول اقتصاد له لارې ککړتيا نه رامنځته کېږي.

پينګ ګوه سيمه نه يوازی د بېجينګ په شمال ختيځ کې د طبيعي سپر په توګه رول لري ، بلکې د دولت په کچه د ايکلوژيکو سيمو يوه بېلګه ده. د دغې سيمې چاپيريال او اقليم ډېر ښه دی. د دغې سيمې په سلو کې دري شپېته برخه پر ځنګلونو پټه شوې چې دغه شمېر د بېجينګ ښار لومړی ځای نيسي. د پينګ ګو سيمې مشر ښاغلي چيو شيو پينګ وويل د پينګ ګو سيمې غرونه، اوبه او ايکلوژيکی چاپيريال ډېر ښه دی چې د بېلا بېلو تصديو لپاره د مقرونو جوړولو غوښتنې پوره کولای شي.

بر سېره پردی پينګ ګو د بېجينګ له مرکزي سيمې څخه يوازی پنځه دېرش دقيقې او د پلازمينې له هوايي ډګرڅخه شل دقيقې او له تيان جيان څخه هم يوازی يو ساعت ليرې پرته ده. په دغه سيمه کې ګمرکي ادارې ، د ماليې اخيستلو په هکله امتيازی سيمه او د اورګاډۍ سټيشن هم شته. پر همدې مهال په دغه سيمه کې معلومات د

انټرنېټ له لارې خپرېږي چې د معلوماتو د لېږد را لېږد په اړه د تصديو غوښتنې پوره کولای شي. د دغې سيمې مشر ښاغلي چيو شيو پينګ وويل د پينګ ګو سيمې د غرونو او سيندونو پر غاړه او په ځنګلونو کې د تصديو مقرونه جوړيدای شي. دی وايي پينګ ګوه سيمه نه يوازی د کارونو ښه تاسيسات ، بشري ځواک او د ترافيک

اسانتياوې ، بلکې ښکلي طبيعي منظرې او پاکه هوا هم لري..

پينګ ګو سيمه اوس کوشش کوي چې د پارک په شان چاپيريال برابر کړي. له دغې سيمې څخه د پلازمينې هوايي ډګر ته ميترو د جوړولو په حال کې ده او د عالي هوټلونو، د غونډو د نړيوال مرکز او د رخصتي کلي په ګډون يو لړ اړوند تاسيسات هم بشپړ شوي دي چې له امله به ئی د دغې سيمې ښه جغرافيائی او ايکلوژيکي شرايط ډېرې تصدۍ ورجلب کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040