له زلزلې ځپلو سيمو سره يوه مرستندويه کورنی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-29 13:50:10

پوره يو کال کېږي چې د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله پېښه شوه. نه يوازی سه چوان، بلکې د دغه ولايت د ګاونډيو ګان سوو او شان شي ولايتونو يو شمېر سيمو ته هم د دغې زلزلې له امله سخت زيانونه رسيدلي دي. په تېر يو کال کې د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه ګڼ شمېر وګړي د زلزلې ځپلو سيمو له بيارغونې سره د مرستې لپاره دغو سيمو ته ورغلي دي. د ګان سوو ولايت د ګان نان په زلزلې ځپلې سيمې کې يوه کورنی شته چې درې غړي يې ټول د زلزلې په رغاونې بوخت دي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې کورنۍ په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

د دغې سختې زلزلې له پېښېدو مخکې چيو ننګ يو د چين په شن جن ښار کې يو ښوونکی و. د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته يې د مرستندويه کارکوونکي په توګه د ګان سو ولايت د لونګ نان سيمې ته وروليږل شو او د ٢٠٠٨ کال له اکتوبر راهيسي د زلزلې ځپلو سيمو د بيارغاونې د چارو د همغږۍ په کارونو بوخت دی. ده وويل 

زلزلې ځپلې سيمې ته د رسېدو په لومړيو وختونو کې مې فکر کاوه چې بايد د زلزلې ډير سخت زيانمن ځای ته لاړ شم، که نه ، نو په خپل ژوند کې به د تاسف ځای پاتی شی .

چيو ننګ يو د رغاونې په مرکز کې د ورځنيو سندونو او راپورونو د ليږد راليږد او د غونډې د ترتيبولو په کارونو بوخت دی. د دې ترڅنګ په ګان سو ولايت کې د شن جنګ ښار د ښوونې ادارې د استازي په توګه يې د زلزلې ځپلو سيمو د ښوونيزو چارو د بيا رغونې کارونو د همغږۍ دنده پرغاړه هم لری. نو هغه ډېر بوخت دی او حتی وخت نه لری چې په لېري ځای کې خپلې مېرمن او ماشوم ته تيلفون وکړي .

خو څو مياشتې وروسته دده مېرمن شيونګ بي جين چې د شن جن ښار د يو لومړی ښوونځی يوه ښوونکې وه، هم له زلزلې ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره ګان سو ولايت ته وليږل شوه. ښاغلي چيو ننګ يو وويل 

ميرمن مې ما ته ويلي وو چې فکر يی وکړ چې د يوې ښوونکي په توګه په زلزلې ځپلو سيمو کې له ښوونيزو چارو سره مرسته وکړي. ګمان مې کاوه چې دا ددې يو تصور وي . خو کله چې د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ په لسمه نېټه بېرته شن جن ته راستون شوم ، ميرمن مې زلزلې ځپلو سيمو ته د تللو تشريفات ترسره کړيدي .

د روان کال په فبرورۍ کې شيونګ بي جين د خپلې لور په وړلو سره ګان سو ولايت ته ورسېده او د لونګ نان ولسوالۍ د په لومړي ازمويښتي ښوونځي کې د انګليسي ژبې د يوې ښوونکې په توګه کار پيل وکړ. مېرمن شيونګ وويل 

زما اوسني کارونه په دوو برخو ويشل کېږي چې لومړی د دريو ټولګيو شاګردانو ته د انګلسي ژبې درسونو ورکول او دوهم په فارغ وخت کې له غرنيو بې وزليو ښوونځيو څخه ليدنه کول دي چې د زده کوونکو د زده کړې حالت معلوم شی.

چيو ننګ يو او دده ميرمن نه يوازی په پوره قوت له زلزلې ځپلو سيمو سره په مرستې بوخت دي، بلکې دوو غريبو زده کوونکو ته بسپنې ورکوي څو چې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي.

د چيو ننګ يو لور چې لي شا نومېږي او عمر يې اته کاله دي ،د دوهم ټولګي زده کوونکې ده . هغه له خپل پلار او مور سره يو ځای زلزلې ځپلو سيمو ته رسېدلې او له زلزلې ځپلو ماشومانو سره ښې اړيکې لری او له هغوی سره يو ځاي لوبې کوي او په روحياتي برخه کې د يوې کوچنۍ داوطلبې په توګه له زلزلې ځپلو ماشومانو سره مرسته هم کوي . که څه هم په زلزلې ځپلو سيمو کې د چيو ننګ يو کورنۍ ژوند ډير سخت له زياتو ستونزو سره مخامخ دی، خو دوي درېواړو په خپلو کارونو کې د بېلا بېلو ستونزو په ليری کولو سره برياليتوبونه تر لاسه کړی دی.

مېرمن شيونګ بي جين د خپلو کوښښونو له لارې د لونګ نان ولسوالۍ د لومړي ازمويښتي ښوونځي لپاره پنځه زره کتابونه راغونډ کړيدي . اوس په هره ټولګي کې د کتابونو يوه الماري شته او د زده کوونکو د زده کړې او مطالعې لپاره ښه زمينه برابره شوېده. دغه راز چيو ننګ يو هم د ښو کارونو له امله د شن جن ښار لخوا د کار په ميډال ووياړل شو. په عين وخت کې ددوي لور لي شان د زده کړې ښې پايلې هم تر لاسه کړيدي .

اوس په لونګ نان ولسوالۍ کې د شن جن ښار لخوا درويشت مستقيمې مرستندويه پروژې د می په پيل کې په پوره توګه پيل شوې او د چيو ننګ يو کورنی هم په خپلو کارونو بوخته ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040