د چين ځوانان د چاپيريال ساتنې لپاره کوښښ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-07-03 20:22:25

 د جون پنځمه نېټه چې د چاپيريال له نړيوالې ورځې سره برابره وه. په چين کې د چاپيريال ساتنې په موخه د زرګونو ځوانو استازيو په نامه فعاليت پيل شو چې برخوال د ځمکنې کرې د ساتنې او د اقليمي چاپيريال د ښه والی لپاره کوښښ کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فعاليت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.

يانګ مياو چې د ماسترې علمي درجې د تر لاسه کولو لپاره د چين د جنوب لويديځ قومي پوهنتون کې په زده کړه بوخته ده ، په ياد شوي فعاليت کې ګډون کوي. د دې کور د سه چوان ولايت د بې چوان د چيانګ قوم په خپلواکی ولسوالۍ کې پروت دی چې تېر کال له سختې زلزلې سره مخامخ وه . د دغې ښختې زلزلې له امله ددې پلار او نور درې تنه خپلوان له دنيا څخه لاړل . نو بي وزلی کورنۍ يې له لا زياتو ستونزو سره مخامخ ده. خو يانګ مياو ژر له غم څخه وتلی او په ټينګ او کلک هوډ له مور سره خپل ژوند ته دوام ورکوي. د يانګ مياو په اند، له زلزلې وروسته هغه په دې ښه پوه شوه چې هر څوک بايد نورو کسانو او ټولنې ته لا زياتې پاملرنې وکړي. نو يانګ مياو د خپلې ټاټوبۍ د چاپيريال ساتنې ته زياته پاملرنه کوي. دې وويل 

له زلزلې وروسته زما په ټاټوبۍ کې يوه غمجنه پېښه وشوه چې هغه شل تنه وګړي چې د زلزلې له ناورين څخه ژوندي پاتی کېدل، خو له زلزلې وروسته يې د خاورو او ډبرو د ښوېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، لامل يې دا و چې د غره په لمن کې پټ شوي نباتات په ښه توګه نه دي ساتل شوي، نو د دې پېښې په نسبت ډيره انديښمنه يمه.

ورپسې يانګ مياو په پوهنتون کې د ياد شوي فعاليت په اړه مالومات تر لاسه کړل او سمدلاسه يې د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړ او د چاپيريال ساتنې په اړه يې د يوې ځوانې استازې په توګه روزنه ومنله.

د چاپيريال ساتنې په موخه نوموړی فعاليت د ټولګټو فعاليت دی چې د چين د چاپيريال ساتنې د وزارت لخوا پيل شو. د ټاکلي پلان سره سم له هرې اوسيدونکې سيمې څخه زر تنه ځوانان داوطلبان منل کېږي او د يو نيم ورځې له روزنې وروسته هر داوطلب په خپله اوسيدونکې سيمه کې لږ تر لږه زر تنه وګړي روزي چې په دې صورت کې د روان کال د اګېست تر پايه پورې په ټول هېواد کې له يو مليون څخه زياتو وګړيو ته د چاپيريال ساتنې په هکله لازمه روزنه ورکړی شی .

دغه راز يانګ مياو له همټولګيو څخه دا مالومات تر لاسه کړي چې دغه فعاليت به دوو کلونو ته دوام ورکړي. دې وويل

زه به په فعاله توګه د پوهنتون د داوطلبانې ډلې او د چاپيريال ساتنې له ټولنې سره يو ځای د نوموړي فعاليت د اهميت د تبليغ لپاره کوښښ وکړم چې د چاپيريال د ساتنې په اړه مالومات د هر تن په زړه کې پاتی شي.

ښاغلي جيا فنګ چې د چين د چاپيريال ساتنې وزارت د تبليغ او روزنې د څانګې مرستيال دی، د ياد شوي فعاليت له جوړونکو څخه يو دی. ده وويل 

هيله لرو چې د ځوانانو په ګډون لا زيات وګړي به د دغه فعاليت له لارې د چاپيريال ساتنې اهميت او ارزښت ښه وپيژني. دغه راز په ټول هېواد کې به د ايکولوژيکې چاپيريال د ساتلو لپاره غوره فضا رامنځته شی او د چاپيريال د خرابوالي او د سرچينو د کمښت ننګونه به لېری شی.

ښاغلي جيانګ فنګ وويل چې ځوانان په راتلونکي کې د هېواد لارښوونکي دي . د چاپيريال ساتنې په مقابل کې د ځوانانو لوړه ويښتيا ، د دغه موضوع له اهميت سره ددوی سمه پيژندنه او ددوي راتلونکي مشخص تدبيرونه به په راتلونکي وخت کې د دې موضوع د حل و فصل په هکله د هېواد او نړۍ لخوا د پلی کېدونکې تګلارې د ټاکلو سبب وګرځي . ښاغلي جيانګ فنګ هيله لری چې ددغه فعاليت د ترسره کولو له لارې تر يوې اندازې پورې د ځوانانو د لارښود توان او ددوي ډله ييزه روحيه لوړه شي. ده وويل

موږ هم هيله من يو چې دغه ځوان داوطلبان د اړوندې روزنې او ازموينو له لارې د لارښوونې په برخه کې خپل توان پياوړی کړي چې په راتلونکی کی به يې د لارښوونې د غښتلي توان لرونکو چارواکيو په توګه وګرځي .

د مالوماتو له مخې دغه فعاليت به تر ٢٠١١ کاله پورې دوام ولری. په هغه وخت کې به له ګډون کوونکو څخه د چاپيريال ساتنې په اړه غوره او نمونوي داوطلبان رامنځته شي او هغوي به د چاپيريال ساتنې په برخه کې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040