په چين کې د اروپا کلاسيکې اوپيرا يو زيات شمېر نندارچيان ځانته راجلب کړي

cri     (GMT+08:00) 2009-07-04 16:57:57

(اوپيرا ١ )

ګرانو اورېدونکو، په ١٨٥١ کال کې د ايټاليا أهنګ جوړونکي ګيوسپ ويردی د ريګولتو په نامه يوه اوپيرا جوړه کړه او ستر برياليتوبونه يی تر لاسه کړل. تر هغه وروسته ګيوسپ ويردی په نړۍ کې د يو مشهور أهنګ جوړونکي په توګه پېژندل شوی دی . په وروستيو ورځو کې دغه اوپيرا په بېجينګ کې ٤ ځلې نندارچيانو ته وړاندی شوی او د تېر جون په ٢١ نېټه په بريالۍ توګه پای ته ورسېده.

د اوپيرا ريګولتو د ايټاليا د پارما رويال اوپيرا نندارې او د چين د ملي تياتر له خوا جوړ شوی چې د اوپيراګانو د نندارو په موده کې د چين په ملي تياتر کې تر ټولو يوه مشهوره اوپيرا ده. د روان کال له اپريل څخه تر جولاۍ پورې به د چين په ملي تياتر کې ١٣ چيني او بهرنی اوپيراګان نندارچيانو ته وړاندی شي.

(اوپيرا ٢ )

د ايټاليا د وينيس اوپيرا نندارځی دوه سوه کلن تاريخ لري. د تېر جون په پيل کې د مېرمن پتنګ په نامه پوسيني اوپيرا د چين په ملي تياتر کې وښودل شوه . له دی مخکې دغه اوپيرا څه د پاسه سل ځلې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې نندارچيانو ته وړاندې شوی ده.

په رښتنې توګه د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې په پای کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری له پلی کېدو راهيسې د لوېديځو هېوادونو او چين د اوپيراګانو د نندارو ترمنځ تبادلې ورځ په ورځ پياوړی شوی. دغه راز د چين په ملي تياتر کې د اوپيراګانو د نندارو لپاره څه د پاسه سل ورځو لپاره لومړنۍ موده رامنځته شوی ده.

د چين د يو مشهور سندرغاړی دای يو چيانګ د اوپيراګانو يادې شوی مودې د تبليغاتي سفير په نامه دی . هغه پخوا د سکرو د کان يو کارګر و او په کلي کې د زده کړې په وخت کې د راډيو له لاری د لوسيانو پاواروتی په زړه پورې غږ واورېد . په ١٩٨٦ کال کې لوسيانو پاواروتی د لومړی ځل په چين کې اوپيرا وړاندې کړې، خو دای يو چيانګ د ټکټ اخيستلو پيسی نه درلودې، نو هغه يوازې د نندارې د ځای له دروازې څخه دباندې د پاواروتي اوپيرا اورېدله. هغه مهال يې هيله درلوده چې دې هم يو سندرغاړی شي. د ډېر زيار او کوښښ له لاری يی خپله هيله پوره شوه چې اوس په اسيا کې د لوسيانو پاواروتی د زده کوونکی په توګه ګڼل کېږي. د چين د ملي تياتر د اوپيراګانو د نمايش مودې په پرانيستونکو مراسمو کې ښاغلي دای يو چيانګ د اوپيرا توسکا د عمده رول په توګه ټاکل شوی دی . دای يو چيانګ د خپلو زده کړو او د اوپيراګانو د نمايش د يادونې په وخت کې وويل (اواز ٣)

د ايټاليانو په پرتله د اوپيراګانو د غوره هنرمندانو په توګه چينايان بايد لس چنده نور کوښښ وکړي، ځکه چې په زيات شمېر اوپيراګانو کې د ايټاليی ژبه کارول کېږي .

د چين د ملي تياتر د اوپيراګانو د نندارې مودې په ترڅ کې په نندارو شويو ١٣ اوپيراګانو کې زيات شمېر اوپيراګانې د چيني سندرغاړيو له خوا تر سره شوی چې د تورندوت په نامه پوسينو اوپيرا او د کارمن په نامه د فرانسی بيزېت اوپيرا په کې شامل شوی دی.

اوس چينايان د اقتصاد ښه بنسټ لري او د لازياتو کلتوري فعاليتونو د لټولو لپاره هڅوي. ستر کلتوري بازار د بهرنيو هېوادونو زيات شمېر مشهورې هنري ډلې راجلب کړی دی. د اوپيراګانو د نندارې مودې په ترڅ کې به د نړۍ د اوپيراګانو د مشهورو نندارو د ځايونو غونډه به په بېجينګ کې تر سره شي چې د ٩ هېوادونو د ١١ نندارو کار پوهان به د

خپلمنځۍ همکاری او تبادلې د پياوړتيا په اړه بحث وکړي.

د ايټاليا د وينيس د اوپيرا نندارې يو ستر هنري چارواکی فورتوناتو وويل (اواز ٤ )

دا درېيم ځل دی چې موږ بېجينګ ته راځو، تېره ځله مو په ٢٠٠٦ کال کې په چين کې د لا تراوياتا اوپيرا نندارچيانو ته وړاندې کړې وه . دلته زيات شمېر نندارچيان زموږ د نندارو مينه وال دی او زموږ لپاره د عملياتو ښه سرچينه ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040