په چين کې د ماشومانو د غوره هنري ډلې له خوا ويل شوي بهرنۍ سندرې

cri     (GMT+08:00) 2009-07-05 18:51:26

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د ماشومانو د يوې غوره هنري ډلې له خوا ويل شوي بهرنۍ سندرې وړاندې کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د ګوانګ جو د کوچنۍ مرغی په نامه د هنري ډلې له خوا يوه ويل شوی جاپاني سندره واورېده چې نوم يې و د هېواد پسرلی .

د ګوانګ جو د کوچنی مرغی هنري ډله په چين کې د ماشومانو يوه غوره هنري ډله ده چې څو ځله يې په بېلا بېلو سياليو کې جايزې تر لاسه کړی دی.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د دغې هري ډلې له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د واورو ګلان. دغه سندره د موسيقی اواز په نامه په يو امريکايي فلم کې د يوې سندرې نوم دی چې په کې د نېکمرغه ژوند د لټولو لپاره او له هېواد سره د وګړيو مينه څرګندېږي.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ګوانګ جو د کوچنۍ مرغی په نامه د هنري ډلې له خوا ويل شوی سندره واورېده، د چيني او بهرنۍ موسيقی د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040