په چين کې نوی انرژۍ ډېر پرمختګ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-06 16:25:26

نن ورځ بېلا بېل هېوادونه د نوې انرژۍ پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. په تېره بيا د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې د نوې انرژۍ په اړه د چارو پرمختګ د اقتصاد د بيا سمسورتيا د يو مهم تدبير په توګه ګڼل کېږي. چين هم په دغو هېوادونو کې شاملېږي. اوس مهال په چين کې د نوې انرژۍ په اړه چارې چټک پرمختګ کوي.

لنډه موده دمخه د توکيو د معاملې په يو لوی نندارتون کې هغه نوی انرژۍ استعمالونکی بايسکل چې د چين د جيانګ سو ولايت د اتوف شرکت له خوا توليد شوی، ډ کورنيو او بهرنيو سوداګرو له خوا ډېر خوښ شوی دی. د اووه لسو هېوادونو سوداګرو سمدلاسه د شل زرو دغه شان بايسکلونو د اخيستلو په اړه تړونونه لاسليک کړل. د دغه شرکت مشر ښاغلي شن کای چېنګ وويل په دغه بريښنايي بايسکل کې د نړۍ تر ټولو نوی ډول بيترۍ استعمالېږي چې نه يوازی انرژۍ سپمولای شي بکلې د چاپيريال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.

ښاغلي شن کای چېنګ زياته کړه ځکه د دغه ډول بيترۍ بيه لوړه ده، نو مخکې کمو تصديو په خپلو بايسکلونو کې دغه بيترۍ وکاروله، خو له دې وروسته چې د چين حکومت له نوی انرژۍ څخه د ملاتړ په اړه تګلاره خپره کړه،دغه بيترۍ په بازارونو کې مروجه ده. دی وايي

په دغه نوی ډول بيترۍ کې مو نژدی شپېته مليون يوانه پانګه اچونې او پکې درېش مليون يوانه د حکومت مرسته ده.

په نړۍ کې د نفتو او سکارو په ګډون د دوديزې انرژۍ په کمېدو سره چين د نورو هېوادونو په شان له دوام استعمال کېدونکي او نوي انرژۍ څخه د ګټې اخيستنې بهير چټک کوي. چين دری کاله دمخه د دوام استعمال کېدونکی انرژۍ قانون خپور کړ چې د لمر او باد د انرژۍ په شمول د نوي انرژۍ پرمختګ ته يې لومړی اهميت ورکړ او اړوندې عملي څېړنې او د اړوندو چارو پرمختګ ته يې مرستندويه پيسې برابرې کړې دي. د دغو امتيازو تګلارو په رڼا کې د چين د نوی انرژۍ چارو په پرله پسې توګه برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

په وروستيو دوو کلونو کې د چين په ډېرو تصديو کې د جوړښت د تنظيمولو بهير د نړيوال پولي بحران له امله چټک شوی دی. د چين د انرژۍ د دولتي ادارې مرستيال ليو جي په دې وروستيو کې په يوه غونډه کې وويل د حکومت اړوند ارکانونه به د نوی انرژۍ چارو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

لومړی بايد د نوی انرژۍ پرمختګ ته ستراتيژيکی اهميت ورکړل شي. دوهم بايدد نوی انرژۍ په اړه د چارو د پرمختګ پلان په ښه ډول طرح شي. درېيم بايد د نوی انرژۍ د تخنيکونو څېړنې پياوړې شي. څلورم بايد په دغو چارو کې پانګونې بايد زياتې شي او پنځم بايد اړوند سيستم اصلاح شي.

د نوی انرژۍ په اړه د چارو د پرمختګ پلان د روان کال په اپريل کې پيل شو. د خبر

له مخې، په دغه پلان کې د پانګونې عمومی ارزښت له دری زره مليارډو يوانو څخه اوښتی دی. ښاغلي ليو جي په دې هکله وويل

زما په اند دغه پلان دری اهميتونه لري. لومړی دغه پلان له اوسني نړيوال پولي بحران سره د مقابلې، د کورنيو اړتياوو د پراختيا، د پانګونې د زياتوالي او وګړيو ته د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره ګټور دی. دوهم د دغه پلان له لارې به له اقليمي بدلون سره مقابله، د انرژۍ جوړښت تنظيم او د انرژۍ دواملرونکی پرمختګ ترسره شي. دريم دغه پلان د اقتصاد د راتلونکی پرمختګ او په نړيواله سيالي کې د چين د انرژۍ د سيالي توان د لوړتيا لپاره هم ګټور دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040