افغان سپورتي پلاوي د چين له نړيوالې راډيو څخه ليدنه وکړه :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 10:32:57

د بيجينګ المپيک په لوبو کې د نورو هېوادونو تر څنګ له افغانستان څخه هم ورزشي لوبډلې چين ته راغلې وې، او د اتلتيک او تکواندو په برخه کې يې کې سيالۍ وکړې، چې له هغې ډلې څخه تکواندو کوونکی روح الله نېکپای په دې وتوانېد چې د المپيک په لوبو کې د افغانستان له ګډون راهيسې لومړنی مډال وګټي ، او خپل هېواد ته وياړ ورپه برخه کړي ، د لوبو تر پای وروسته د پښتو څانګې افغان لوبغاړو ته بلنه ورکړه چې د چين له نړيوالې راډيو څخه ليدنه وکړي ، دغه ډله دوشنبې ورځې تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې راډيو ته راورسېده، او د پښتو څانګې په ګډون يې له ځينو برخو څخه ليدنه وکړه ، موږ هم ددغه پلاوي له څو تنو سره په لنډه توګه مرکې وکړې او په بېلابېلو برخو کې مو د هغوی نظرونه وپوښتل ، په لومړي سر کې مو د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې له روزونکي بشير تره کي څخه پوښتنه وکړه چې په بيجينګ کې يې تر ټول ښکلې خاطره څه وه په ځواب کې يې وايي: غږ

تر ټولو ښه خاطره مې دا ده ، دا دريم ځل دی چې موږ چين ته راځو ، او هر ځل مو خپل هېواد ته وياړونه ګټلي دي ، زموږ د تکواندو تنکی ځوان ښاغلي نثار احمد بهاوي تېر کال د تکواندو په نړيوالو سياليو کې دوهم مقام ترلاسه کړ ، وروسته تر هغه دلته أسيايي لوبې وې ، چې په هغو کې روح الله نيکپای وکولای شول د برونز مډال وګټي ، او بيا دا دی د المپيک سيالۍ وې چې پدې کې زموږ د هېواد اتل روح الله نيکپای پدې وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي .زه خپلې کورنۍ او هېوادوالو ته ددې مبارکي وايم ، ځکه هغوی پدې برخه کې زموږ څخه پوره ملاتړ کړی دی .

په چين کې د افغانستان د لوی سفارت لومړي مرستيال بابه خان اسلمي په چين کې له افغان سپورتي پلاوي سره په زياتره چارو کې مرسته کوله ، نوموړی وايي ، ډېر خوښ يم چې له افغان لوبډلو سره مې په بېلابېلو برخو کې تر خپلې وسې مرستې کړې دي ، او لوبغاړو هم ښه لاس ته راوړنه درلوده :

غږ

زموږ لوبغاړو وکولای شول چې د المپيک لومړنی مډال ترلاسه کړي ، دا موږ ته ډېر د وياړ ځای دی ، او هيله لرم چې زموږ بچيان هم دغه اتلولي د يوې ښې بېلګې په توګه وګڼي او هڅې وکړي چې خپلو خلکو او هېوادوالو ته وياړونه راوړي .چينايانو پدې موده کې له ټولو مېلمنو څخه ښه هرکلی وکړ ، او په ټوله موده کې کومه د پام وړ ستونزه رامنځ ته نشوه .

د تکواندو لوبډلې سره يو تن ډاکتر چې نجيب الله سکندر نوميږي هم راغلی و ، وايي د روح الله نيکپای له خوا برياليتوب ګټل خپلې کورنۍ او هېواد والو ته مبارک وايي ، هغه وايي په دې شاوخوا دوه اوونيو کې افغان لوبغاړو ته کومه ناروغي يا د پام وړ کومه بله پېښه نده رامنځ ته شوې ، او په بيجينګ کې يې ډېر ښه وخت تېر کړی :

غږ

زه د چين له خلکو څخه ډېره زياته مننه کوم چې ډېرښه او منظم پروګرامونه يې په پام کې نيولي و ، ډېره ښه تياري نېول شوې وه ، له بهرنيو ميلمنو څخه يې ښه مېلمه پالنه وکړه ، او هيله لرم چې د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ اړيکې لا زيات نږدې او صميمي شي .

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې مشر د پښتو څانګې ته يو سوغات هم ورکړ ، او ډېر خوښ برېښېده ، هغه وايي ، له ډېر اوږدې مودې راهيسې يې دا هيله وه چې يوه ورځ وکولای شي د افغانستان بیرغ د المپيک په لوبو کې ورپوي ، چې بالاخره دا هيله مو په بيجينګ کې پوره شوه ، ځکه پدې سياليو کې افغانستان د نړۍ د څه باندې دوه سوو هېوادونو په کتار څو اويايم مقام ګټلی دی ، دی له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه داسې مننه کوي :

غږ

زه له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه ډېره مننه کوم ، ځکه هغه ستونزې چې موږ پدې ټوله موده کې درلودې هغه يې راسره وزغملې ، او دغه وياړونه چې نن موږ ګټلي هغوی هم پکې راسره شريک دي ، او ورته وايو چې ډېر ژر به بېرته درستانه شو .

ښاغلی رباني وايي نور چا دا فکر نه کاوه چې دا شان برياليتوب به زموږ په برخه شي ، خو موږ له مخکې څخه دا هيله درلوده چې ښې پايلې به ولرو ، ځکه په تېرو شپږو اوو کلونو کې زموږ لوبغاړو د سيمې او په نړيواله کچه ښې لاس ته راوړنې درلودې .

سي أر ای ته په راغلي افغان ورزشي پلاوي کې افغان اتل روح الله نيکپای هم ګډون درلود ، هغه وويل :

غږ

زه ډېر خوښ يم چې دا مقام مې تر لاسه کړ ، زه د افغانستان له ټولو خلکو څخه ډېره زياته مننه کوم چې زه يې نه يم هېر کړی او دعا يې راته کړي چې برياليتوب مې په برخه شي ، زه له خپل روزونکي ، د لوبډلې له مشر ، د لوبډلې له ډاکتر او خپلو ټولو همکارانو څخه مننه کوم ، ما ددوی په مرسته وکولای شول چې ښه پايله ترلاسه کړم . بل دا چې چينايانو د المپيک لوبو ډېر ښه کوربه توب وکړ، له لوبغاړو سره د ټول چينايانو په تېره بيا داوطلبانو چلند ډېر د پام وړ و ، زه له بيجينګ څخه ډېرې ښکلې خاطرې لرم .

په افغانستان کې د خپلواک تلويزيون خبريال سيد علي کاظمي په دې هکله وايي:

غږ

په بيجينګ کې دا شاوخوا درې اونۍ ژوند ماته له خاطرو څخه ډک و ، بيجينګ ته راتګ ، د المپيک په نه ويشتمې دورې لوبو کې ګډون او تېره بيا د اګست شلمه نيټه چې زموږ د هېواد يو تن لوبغاړي وکولای شول د افغانستان په نوم مډال ترلاسه کړي .

د افغان سپورتي پلاوي يو تن غړی حشمت الله رسا وايي ، د بيجينګ په المپيک لوبو کې د افغان لوبغاړي له خوا د مډال په ګټلو سره د د ژوند ه ډېره پخوانۍ هيله پوره شوې ده .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040