په چين کې د ښاغلی دوست له خوشحاليو څخه ډک ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:06:54

ډيرې بهرنيان په بېچينګ کې د سان لي تون په سيمه پيژني چې دغه سيمه د بېچينګ د سوداګريزۍ په مرکزی سيمه کې پرته او د بېلا بېلو هيوادونو د سفارتونو سيمې ته نژدې ده.نو دغې سيمې ډير بهرنيان ځان ته ور جلب کړي دي،چې يو هم پکې افغان سوداګر دوست محمد دی.له ده څخه مو پوښتنه وکړه چې په چين کې د ژوند په اړه کومه په زړه پورې کيسه لري ؟

هغه وويل:خو زه د چينی وادونو په دود او دستور نه پوهيږم .

اته کاله کيږي چې ښاغلي دوست په بېجينګ کې اوسيږي چې چينی دوستان يې هغه د خپل ډير ښه دوست په توګه بولي.يوه ورځ هغه ته يو چينی ملګری د ټيلفون له لارې په واده کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

هغه وويل:زما يو دوست ما ته تليفون وکړ او ويلي يې د ده زوی واده دی او غواړي چې زه د هغه د زوی د واده په مراسمو کې ګډون وکړم.په افغانستان کې خو وادونه عمومأ د شپې له مخې وي خو د دغه واده د سهار په لس نيمه بجو و.له ټيلفون وروسته په فکر کې وم،چې د چيني وادونو په دود او دستور نه پوهيږم او زه هلته به څه وکړم.نو په همدې وخت کې مې له يو بل چيني دوست څخه د چيني وادونو د دود په اړه پوښتنه وکړه . هغه ما ته وويل چې په واده کې بايد يو سور پاکت چې پکې پيسې وي،د نکاح په وخت ناوې او زوم ته ورکول کيږي

، نو ما هم يو داسې پاکت چمتو کړ او په دغه واده کې ناوې ته ورکړ.په هغه ورځ د واده کوربه او ټول مېلمانه خوشحال وو.

ځيرک دوست د چينی دود له مخې زوم او او ناوې ته مبارکۍ څرګندې کړې.په ژوند کې هغه هم يو ډير ښه خاوند دی.له هغه څخه مو وپوښتل چې څنګه خپلې ګرانې ميرمنې ته مينه څرګندوي.؟ مهربانۍ وکړئ د مينانو په جشن کې د ځان په هکله راته ووايې. هغه وويل دده ميرمن په اوونۍ کې دوه يا درې ځله د سودا اخيستلو (shopping)لپاره دکانونو ته ځي.نو د مينانو په جشن کې يې هغې ته يو کريديتي کارډ ورکړ چې پخپله خوښه د ځان لپاره ډول ډول شيان واخلي.

خبريالې ترينه پوښتنه وکړه چې ستاسو ميرمن ډيره بختوره ده.أيا هغه حيرانه وه که نه؟

هغه وويل:نه هغه ډيره حيرانه نه وه ځکه چې له دغه جشن څو اوونۍ مخکې زه له هغې سره يو ځای بانک ته ولاړم او کريديتي کارډ مو واخيست .هغې پخپله په دغه کريديتي کارډ امضا وکړه .

نو دوست يو ډير ريښتنی خاوند دی. هغه په چين کې له زياتو کلونو راهيسې اوسيږي،چينی خوراک د دوست ډير خوښ دي.

هغه وويل:په چين کې ډول ډول خوندور خوراکونه شته . زما په اند،که زه هره ورځ يو

ډول خواړه وخورم ،لس کاله وروسته به زه نور هم ډول ډول نوي خوراکونه وګورم.

خو هغه وويل هغه او د ده ميرمن چينی خواړه نه شي پخلولای .ځکه چې د دغو خوراکونو پخول ډيرې لارې چارې لري .خبريال له دوست څخه وغوستل چې د ځينو چينی خوراکونو نومونه واخلي.هغه د يو شمير اسانه خوراکونو نومونه واخيستل او وويل :

هغه وويل:د چين د هوټلونو د خوراکو په لستونو کې ډول ډول عکسونه شته، چې دا

يو ښه کار دی .که اوس د خوراکونو لست له ما سره وې،نو زيات نومونه به درته واخلم .

د مرکې په ترڅ کې دوست ته د تيلفون زنګ راغی چې هغه ور سره په روانه چيني ژبه خبرې کولې.او لنډ مهال وروسته يې په درې ژبه په خبرو پيل وکړ . .له ټيلفونی خبرو وروسته دوست خبريال ته وويل چې د ده د کور کولپ خراب شوی دی.ميرمن يې چينی ژبه نشي ويلی ،نو هغه د ټيلفون له لارې چينی کارګرانو ته د کولپ د ترميم په اړه خبرې وکړې.

د خبريال په اند،ښاغلي دوست د چين د دود او دستور په هکله زيات معلومات لري.

ګرانو اورېدونکو،د ښاغلي دوست محمد په اړه معلومات مو واوريدل ، پدې هيله چې ستاسو د پام وړ ګرځيدلي وي . نو تاسې کولی شې چې دده په اړه

معلومات د هرې دوشنبې په شپه په اوه نيمو بجو د چين د نړيوالې راډيو د بهرنيان په چين کې د پروګرام له لارې واورئ . اوکه چيرې د خپرونو په اړه

سالمي نيوکې او وړانديزونه ولري،کولی شئ چې د بريښنا پدې پته له مونږ سره اړيکي ونيسئ. pushtu.cri.cn ، نو تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارو . هر چيری چې وي،روغ،جوړ او خوشحال اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040