بيجينګ د زياتو وګړيو په درلودلو سره سره خپل بڼه ښکلې ساتلې ده .

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:02:45

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو ښې چارې ، هيله ده چې د مني په دې شپو ورځو کې له مينې څخه ډک او تود ژوند ولرئ ، په همدې تمه راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته خدای وکړي چې راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ وګرځي . درنو دوستانو په دې اونۍ کې به تاسو ته د چين په هکله د يو شمېر هغو افغانانو خبرې اترې وړاندې کړو چې د المپيک لوبو په موده کې دلته بيجينګ ته راغلي و .

لومړی کس د افغانستان د المپيک د ملي کميټې مرستيال او د المپيک په نهه ويشتمې دورې لوبو کې د افغان پلاوي مشر ښاغلی سيد محمود ضيأ دشتي دی ، ښاغلی دشتي وايي چينايانو د المپيک لوبو په موده کې ډېرې ښې تياريانې نيولې وې ، او په خپل تاوده هرکلي سره يې د نړۍ د زياتره خلکو زړونه راخپل کړي دي ، دی وايي :

چين زيات نوښتونه رامنځ ته کړي دي ، او تر خپله وسه پدې توانيدلي چې د المپيک لوبو بڼه ښه لوري ته بدله کړي ، ټول راغلي ځوانان او خلک ورڅخه خوښ دي ، چين پدې توانيدلی چې له راغليو ميلمنو څخه په ښه توګه تود هرکلی وکړي ، او د المپيک لوبو د پام وړ کوربه توب يې وکړ .

د نورو برخو تر څنګ د چين ځانګړې ساختماني بڼې هم د نړيوالو پام وراړوي ، که څه هم اوس مهال په چين کې د بېلابېلو هېوادونو په بڼو ودانۍ جوړې شوې دي ، خو په ساختماني برخو کې تر ډېره حده خپله چيني دود هم له پامه نه غورځول کيږي ، او پوره پام ورته کيږي ، ښاغلی دشتي وايي چين په تېره بيا بيجينګ ښار ډېرې ښکلې او زړه وړونکې ساختماني بڼې لري :

دا چين ته زما دوهم سفر دی ، په رښتيا سره چې د چين متواضع او له درناوي څخه ډک ولس د مينې وړ دی ، ددوی د ښار او ودانيو جوړولو هنر ډېر د قدر وړ دی ، د بيجينګ ښار د دې دومره زياتو وګړيو په درلودولو سره بيا هم ډېر ښکلی دی ، موږ دلته د ډېرې خوښۍ احساس کوو.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټيم روزنکي محمد بشير تره کی بيا د المپيک لوبو په موده کې د چينايانو لخوا لوبغاړيو ته د ښو أسانتياو څخه يادونه کوي او وايي چې ټولو لوبغاړيو ته د هغوی له خوښی سره سم برابر شوي و ، دی زياتوي :

هيڅ داسې شی نشته چې موږ نيوکه پرې وکړو ، هر څه د نړيوال ستندرد او معيار سره سم جوړ شوي دي ، که هغه د لوبغاړيو د تمرين ځای ، روزونکيو ته د ښوونې ځای ، د خوراک او اوسېدو ځايونه او يا هم نور ټول هغه ځايونه چې په په ورزش کوونکيو پورې اړه لري په ښه توګه ورته تيار او أماده دي .

ښاغلی بشير تره کی زياتوي چې افغانستان او چين ډېر ښه ګاونډي هېوادونه دي ، په تېره بيا چې پدې دورې المپيک لوبو کې افغانانو يو نړيوال وياړ په چين کې وګاټه نو ددوی مينه له چين سره نوره هم زياته شوې ده :

زموږ ډېره د وياړ او نړيواله لاس ته راوړنه همدلته په چين کې وه ، دا موږ ته ډېره لويه خوښي وه چې دا وياړ د چين په پلازمينه کې زموږ په برخه او نصيب شو، موږ ډېر پرې خوښ يو .

درنو اورېدونکيو تاسو به هم خبر ياست چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه په چين کې يواځنۍ پښتو خپرونه ده چې ټولو افغانانو په تېره بيا پښتنو ته په پښتو ژبه خپرونې کوي ، ښاغلی بشير تره کی پر دې ډېره خوښي څرګندوي او دا د ستاينې وړ يو کار بولي :

له تاسو څخه ډېره ډېره مننه کوم چې د افغانانو لپاره دغه پښتو خپرونه لرئ ، او تل د افغانستان په دننه او له افغانستان څخه بهر له لوبغاړيو سره همکاري کوئ ، او د چين له دولت څخه هم مننه کوم چې د افغانستان په ملي ژبه يعنې پښتوژبه خپرونې لري ،

درنو او محترمو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ،که زموږ د خپرونو په هکله سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې لرئ نو د خپلو ليکونو او بريښنا ليکونو له لارې يې موږ ته راوليږئ ، موږ تل ستاسو د سالمو نظرونو او وړانديزونو لار څارو . نو پدې سره خپل کوربه ما خوشحال تايب ته اجازه راکړئ ، تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم . خوښ او سوکاله ژوند مو په برخه .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040