اغلې مېرمن رحيمه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-08 10:57:15

اغلې مېرمن رحيمه اورياخيل په افغانستان کې په کابل کې د دري ژبې يوه ښوونکې ده او مېړه يې په ايران او هند کې دندې تر سره کړې دي، نو په دغو دواړو هېوادونو کې هم اوسيدلې ده، اوس له خپل خاوند سره چين ته راغلې ده. زموږ د خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې اغلې رحيمې وويل: چې په چين کې زموږ ژوند ډېر ارام او خوشحاله دی لکه په خپل وطن کې. چينايان ميلمه پال، مينه ناک او مهربانه خلک دي، نو ځکه په چين کې مې د ژوند په هکله هېڅ ستونزه نشته .

څنګه چې مېرمن رحيمه په نورو هېوادونو کې هم اوسېدلې او په معاصره ټولنه کې يې د مېرمنو رول پېژندلی دی. يوه چينايي اصطلاح ده چې وايي ښځه د اسمان نيمه برخه نيسی، نو مېرمن رحيمې د افغان ښځو د راتلونکې د يادونې په هکله هيله څرګنده کړه چې افغاني مېرمنې په ټولنه کې لا لويې دندې ترسره کړي او د خپل وطن لپاره زيات خدمتونه وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040