د چين کارتوني پروګرامونه په بهرنيو هېوادونو کې ډېر مينوال پيدا کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2009-07-08 17:50:47

ګرانو اورېدونکو،  د جولای له پنځمې نېټې څخه د امريکا د وياکوم د شرکت د نيکلوديون تلويزوني چينل په ځانګړې توګه د چين د کارتوني فلمونو په نامه يو پروګرام جوړ کړی وو. دا لومړی ځل دی چې يو نړيوال تلويزيون د چين د کارتوني فلمونو لپاره يو ځانګړی پروګرام جوړوي. د خوشالوونکی وزی او لوی شرمښ او د جادويی عجايبو ځمکو په نامه چيني کارتوني فلمونه د لومړنيو او وتليو ډلو کارتوني فلمونو په توګه ياد شوي پروګرام کې به نندارې ته وړاندې شي او هر ځلو لپاره به د پروګرام وخت يو ساعت ته زيات شي . نوموړي دوه کارتوني فلمونه په چين او ديارلسو اسيايي هېوادونو او سيمو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دې په اړه ځينې معلومات وړاندی کړو، هيله من يو چې د خوښۍ او پاملرنې وړ مو وګرځي.

( اواز١ )

د خوشالوونکې وزې او لوی شرمښ په نامه کارتوني فلم د ګوانګ دونګ د يوان چوانګ دونګ لی د کلتور او خپرولو د شرکت له خوا جوړ شوی چې د ٢٠٠٥ کال په جولای کې نندارې ته وړاندې شوی وو. د تېر کال تر دوهمې نيمايي پورې دغه فلم د چين د سترې برخې په څه د پاسه شپېتو تلويزيوني ستيشنونو کې ننداره شوی او د هانکانګ، تايوان او جنوب ختيځې اسيا په يو شمېر هېوادونو او سيمو کې يې هم د مينوالو لخوا تود هرکلی وړ ګرځېدلی دی. د خوشالوونکې وزې او لوی شرمښ په نامه فلم له ښودلو څخه تر لاسه شوي عايدات له څه د پاسه نوي مليونو يوانو څخه اوښتي دي چې د چين له خوا تر نورو جوړ شويو کارتوني فلمونو ډېر زيات ګڼل کېږي.

په وروستيو څو کلونو کې د چين په بېجينګ، تيان جين ، هانګ جو او شن جن ښارونو کې د کارتوني فلمونو توليدولو څو هنري مرکزونه رامنځته شوي دي . له شمېرنې سره سم له ١٩٩٣ کال څخه تر ٢٠٠٣ کال پورې د چين له خوا د ٤٦ زره دقيقو په اندازه کارتوني فلمونه جوړ شوي، خو يوازې په ٢٠٠٦ کال کې د چيني کارتوني فلمونو توليدي اندازه ٤٢ زره دقيقو ته رسېدلې ده. په ٢٠٠٧ کال کې دغه اندازه په سلو کې سل او په ٢٠٠٨ کال کې نوموړې اندازه دری چنده زياته شوې ده.

د خوشالوونکې وزې او لوی شرمښ په نامه د کارتون جوړونکي يعنې د ګوانګ دونګ د يوان چوانګ دونګ لی د کلتور او خپرولو د شرکت مرستيالې لی لی سه خبريالانو ته وويل د شرکت وروستۍ هيله دا ده چې دغه کارتوني فلم نړيوال بازار ته لار ومومي .

(اواز ٢ )

دا زموږ وروستۍ هيله ده، ځکه چې اوس خوشالوونکی وزی او لوی شرمښ نه يوازې يو کارتون، بلکی يو ډول کلتوري بڼه خپله کړې ده. د چين له خوا جوړ شوی کارتوني فلمونه نړيوالې سويې ته رسېدلی او نړيوال بازار ته د ننوتلو توان لري.

د جادويي عجايبو ځمکو په نامه يو بل کارتوني فلم د جه جيانګ ولايت د جونګ نان ډلې د کارتوني فلم د شرکت له خوا جوړ شوی چې د نيکلوديون تلويزوني چينل له خوا نندارې ته وړاندې شوی. دغه کارتون د ٢٠٠٨ کال په مارچ کې جوړ شوی وو.

د جونګ نان کارتوني ډلې مدير شن شون ژونګ وويل ( اواز ٣ )

نه يوازی ملي کارتوني فلمونه، د کارتونونو د جوړولو په بهير کې له ځانه يو ډول عجب ځواک شته، بلکې تر ډېره هڅه کوي چې د خپلو مينوالو تنده هم ماته کړي.

په ٢٠٠٦ کال کې د چين د کلتور وزارت په مشرۍ د لسو حکومتي سازمانونو له خوا يوه ګډه غونډه جوړه شوه چې د کارتوني فلمونو د پرمختګ ملاتړ يې کړی او د مرکزي حکومت د ماليې وزارت له خوا ورته پانګې هم ځانګړې شوې ده. د چين د کلتور وزارت د يوې کلنې څېړنې په ترڅ د ٢٠٠٨ کال په اګست کې يوه ملي تګلاره اعلان شوې چې د هېواد د کارتوني فلمونو د هڅولو پروژې پلې کړي او نړيوال بازار ته د چين د کارتوني تصديو د ننوتلو څخه ملاتړ وکړي.

د چين اړوند کار پوه لی يانګ په وروستيو ورځو کې وويل (اواز ٤ )

د کارتوني فلمونو عمده رول په اوږده موده کې د کارتوني چارو روزنه او تبليغات دی.

د روان کال په مارچ کې د چين د کلتور د وزارت په مشرۍ ٤٦ کارتوني تصديو د ٢٠٠٩ کال د جاپان د توکيو د کارتوني فلمونو په نړيوال نندارتون کې ګډون درلود. د چين د کلتور وزارت د کلتوري بازار د مديريت چارواکې مېرمن سونګ چي هوی وويل په دغه نندارتون کې د چين د نندارې ځای تر ټولو لوی او ډېر د پاملرنې وړ دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040