د چين پلازمېنه بېجينګ

cri     (GMT+08:00) 2009-07-13 09:19:05

بېجينګ د چين د ولسی جمهوريت پلازمېنه ده او د چين سياسی او کلتوری مرکز هم ګڼل کيږی چې د نړۍ د مشهورو او لرغونيو ښارونو څخه يو دی. له اوه لکو کلونو مخکی د بېجينګ په جو کو ديان سيمه کې د بېجينګ په نامه د لومړنيو انسانانو ټولنه رامنځته شوې وه. په تاريخ کې بېجينګ ښار د جينګ په نامه ياد شوی و او له ميلاد مخکی په ١٠٤٥ کال کې د جينګ او يان کوچنی کوچنی ملکونو د پلازمېنې په توګه وټاکل شو. له ميلاد نه مخکی له ٢٢١ کال څخه تر ٩٣٧ کال پوری بېجينګ ښار تل د چين په شمال کې يو مهم ښار و. د چين په تاريخ کې بېجينګ ښار څو څو ځله د پلازمېنې په توګه ټاکل شوی دی. د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نېټه د چين ولسی جمهوريت جوړ شوی او بېجينګ د دغه هېواد پلازمېنه کرځېدلی ده.

د تازه شمېرنې له مخې، اوس په بېجينګ کې نژدی ديارلس مليونه اته سوه او شل زره تنه وګړی ژوند کوی. په دغه ښار کې د چين ټول شپږ پنځوس قومونه ليدل کيږی او زيات يی هان قوم دي او د لږ کيو شمېر د بېجينګ د نفوس په سلو کې دری اعشاريه پنځه برخه نيولی ده چې زياتره اوسېدونکي يی د مان او مغول په لږ کيو پوری تړاو لري. بېجينګ په ديارلس سيمو او پنځو ولسواليو ويشل کيږی، د بېلګې په توګه چونګ ون سيمه، شوان وو سيمه، چاو يانګ سيمه، های ديان سيمه، فنګ تای سيمه، شه جينګ شان سيمه.

د بېجينګ په ښار کې دوه ويشت لوی کلتوری مرکزونه، دری سوه او شل کوچنی کلتوری مرکزونه، درويشت عمومی کتابخانې، يو سل او يو موزيمونه، څلور اويا سينيماګانې او اته ديرش هنری ډلې شته. په دغه ښار کې رنګا رنګ کتاب پلونځي ليدل کيږی او د دغه ښار په سلو کې اته نوی اعشاريه پنځه ځايونه خپرونې اورېدلی شی.

بېجينګ ښار يو لرغونی ښار دی او پکې په نړۍ کې لومړنی امپراطوری ماڼۍ، د دوبي ماڼۍ او لوی ديوال په شمول زيات شمېر لرغونی او منظره لرونکي ځايونه هم ليدل کيږی. په ټول ښار کې اوه زره دری سوه او نهه تاريخی اثار شته.

بېجينګ ښار د نړۍ له مختلفو هېوادونو اوسيمو سره اقتصادی، سوداګريز، علمی، ښوونيزنې او کلتوری اړيکې ټينګې کړي او لا يی ټينګوی او له حکومتونو او ولسی ټولنو سره خپل منځی ژوره دوستی لری. دغه ښار د دوه اوياو هېواونو د يو سل او څليرويشتو پلازمېنو او لويو ښارونو سره دوستانه اړيکې ټينګې کړي دي. اوس د يو سل او اوه ديرشو هېوادونو سفارتونه په بېجينګ ښار کې شته، اوه لس نړيوال او سيمه ايز سازمانونو او يو سل او نوی بهرنيو مطبوعاتی ارګانونو خپل دفترونه دلته جوړ کړي دي. اوس څه دپاسه اوه لس زره تنه بهرني زده کوونکي اوس په بېجينګ کې زده کړه کوی.

د بېجينګ په ښار کې د اسيا د يوولسمې دورې سپورتی لوبې، د ښځو څلورمه نړيواله غونډه او د محصلينو د يوويشتمې دورې نړيوالې سپورتی لوبې تر سره شوي دي. د نړۍ يو سل او شپېته مشهور لوی شرکتونو په بېجينګ کې پانګونه کړی او کوی يی. بر سره پر دې، په ٢٠٠٨ کال کې  د اولمپيک سپورتی لوبې هم د بېجينګ په ښار کې تر سره شوې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040