CEPA د هانکانګ اقتصادي پرمختګ چټکوي

cri     (GMT+08:00) 2009-07-13 09:28:34

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه بېرته د خپل وطن غيږۍ ته د هانکانګ د راستنېدو له دولسمې کليزې سره برابره وه. هانکانګ په دغو دوولسو کلونو په بهير کې څو ځلې له سختو ننګونو سره مخامخ شوی، خو د مرکزي حکومت او د هېواد د سترې برخې تر پياوړي ملاتړ لاندې يې نه يوازې خپلې ستونزې له منځه يووړلې، بلکې ورځ پر ورځ سمسور شوی هم دی. د هېواد د سترې برخې او هانکانګ خاصې ادارې سيمې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ټينګېدو په اړه تړون يعنی CEPA تړون د هانکانګ په اقتصادي پرمختګ کې خپل ستر رول لوبولی دی.

د چين مرکزي حکومت د دوه زره او درېيم کال په جون کې له هانکانګ سره دغه تړون لاسليک کړ او د دغه تړون له مخې به په هانکانګ کې د مالونو، خدمتونو او سوداګريزې پانګونې په دريو برخو کې امتيازي تګلارې پلې شي. دغه تړون د دوه زره او څلورم کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په رسمي توګه پلی شو. ورپسې دواړو خواوو د دغه تړون د بشپړتيا لپاره په پرله پسې توګه نور شپږ اضافی تړونونه هم لاسليک کړل.

د شمېرنې له مخې، د CEPA تړون د لاسليکېدو له شپږو کلونو راهيسې هر کال د هانکانګ GDP په سلو کې شپږ زيات شوی، د توکيو پلورلو عمومی ارزښت په سلو کې لس جګ شوی او د هېواد له سترې برخې سره د صادراتو او وارداتو عمومی ارزښت په سلو کې شل اوچت شوی دی. بر سېره پردې د هانکانګ تصديو د صفر ګمرکي ماليې د تګلاې له امله يو مليارډ او دری سوه مليونه يوانه سپما کړې ده.

د هانکانګ خاصي ادارې سيمې د حکومت د ارزونې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د CEPA تړون د پلي کېدو له امله د هانکانګ اوسېدونکو ته څلوېښت کاري دندې برابرې شوي دي. په تېره بيا هانکانګ ته د هېواد د سترې برخې اوسېدونکو د شخصي سفر له پرانيستلو راهيسې هانکانګ ته د شپېته مليارډ هانکانګي ډالره ګټې رسول شوې دي. بر سېره پردې د CEPA تړون پلي کول هم هانکانګ ته د ډېرو بهرنيو تصديو د جذبولو لپاره ګټور دی. په هغو دوه سوه او اوه پنځوسو بهرنيو شرکتونو کې چې تېر کال يې په هانکانګ کې پانګونې کړې، يو په څلورمې برخې څرګنده کړې چې CEPA تړون په دغه سيمه کې د دوی د پانګونې يو مهم لامل دی.

د هانکانګ د سياسي نظام او د هېواد د سترې برخې د چارو ادارې مشر لين ژوي لين وويل، د CEPA تړون له مخې به د هېواد سترې برخې ته د هانکانګ د خدمتي چارو په ننوتلو سره د هانکانګ اقتصادي پرمختګ يوې نوې کچې ته ورسېږي. ښاغلی لي ژوي لين وايي

موږ هيله لرو چې د هانکانګ خدمتي چارې نه يوازې د ځايي سيمې اووه مليونه تنو، بلکې د جو جيانګ سيند سيمې پنځوس مليونه تنو او د دغه سيند د دلتا سيمې څلور سوه مليونه تنو ته ګټې و رسوي. دا به د هېواد په ستره برخه کې زموږ د بازار د پراختيا او د هانکانګ د اقتصاد د پرمختګ لپاره ګټور وي.

د روان کال د مې په پيل کې د CEPA تړون د بشپړتيا لپاره شپږم تړون په هانکانګ کې لاسليک شوی چې د CEPA په چوکاټ کې د هېواد په ستره برخه کې د سيلانۍ،

بانکونواو ونډو په شمول دوه څلوېښت ساحې نورې د هانکانګ خدمتي چارو له پرانيستل شوې دي. د اوسني پولي بحران د خپرېدو په حال کې دغه عمل د هانکانګ د اقتصاد په پرمخبېولو کې خپل مهم رول لوبولی دی.

د نړيوالو تګلارو په اړه د امريکا د دماغي وړتيا ارګان د ارام سمندر سيمې ټولنې څېړونکي توم پلات تل د چين او اسيا تازه پرمختګ ته پام کوي. د ده په اند د هانکانګ د تګلارو پر تنظيمولو سر بېره د هانکانګ او د چين د سترې برخې ترمنځ نژدې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې هم له نړيوال پولي بحران سره د هانکانګ د مقابلې سره مرسته کوي. ده وويل

هانکانګ په نولس سوه او اته نويم کال کې د اسيا د نړيوال پولي بحران له خپرېدو وروسته يو شمېر خپلې تګلارې تنظيمې کړې، نو دغه سيمه به له اوسني پولي بحران سره د مقابلې په ترڅ کې دومره زياتې ستونزې ونه لري. بر سېره پردې د چين له سترې برخې سره د دغې سيمې اقتصادي او سوداګريز تماسونه هم له دغه پولي بحران سره د مقابلې لپاره ګټور دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040