د هوانګ هونګ اينګ له خوا ويل شوی غرنی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-07-14 16:23:24

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مشهورې سندرغاړې هوانګ هونګ اينګ له خوا ويل شوی د که جيا يو شمېر په زړه پورې غرنی سندری وړاندی کړو.

هوانګ هونګ اينګ د چين د ګوانګ دونګ ولايت په هوی جو ښار کې زېږېدلی ده. اوس به موږ په ګډه ددې له خوا يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی هرکلی کول چې هوی جو ته ولاړ شي.

(سندره ١ )

په ١٩٧٦ کال کې ١٤ کلنې هوانګ هونګ اينګ د هوی يانګ د هنري ډلې يوه ځانګړی سندرغاړی وګرځېده او له څو کلونو وروسته يې د جوانګ جو د شينګ های د موسيقی په پوهنځی کې د سندرو ويل زده کړې وکړې. د هوانګ هونګ اينګ د ورځې په تېرېدو سره د سندرو ويلو په بهير کې خپل ځانګړی سبک رامنځته کړ او زيات شمېر اورېدونکي يې راجلب کړي دي .

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د هوانګ هونګ اينګ له خوا يوه ويل شوی غرنی سندره واورو چې نوم يې دی له غرنۍ سندرو سره مينه لري.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040