د چين د دولت رئيس هو جين تاو پر دې ټينګار وکړ چې د شانګهای نړيوال نندارتون بايد د يادونې وړ يو بريالی نړيوال نندارتون وشي.

cri     (GMT+08:00) 2009-07-16 09:23:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جولای په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې د نړيوالو نندارتونونو په اړه له يو نندارځي څخه د ليدنې پر وخت پر دې ټينګار وکړ چې د شانګهای نړيوال نندارتون بايد د يادونې وړ يو بريالی او په زړه پورې نړيوال نندارتون وشي.

د شانګهای نړيوال نندارتون به د ٢٠١٠ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه پيل وشي چې تر اوسه پورې يو سلو دوه نويو هېوادونو يا سيمو او اته څلويښتو نړيوالو سازمانونو په کې د ګډون اعلان کړی دی.

رئيس هو جين تاو څرګنده کړه چې د شانګهای نړيوال نندارتون به د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته يو بله ستره نړيواله غونډه وی چې په چين کې به جوړ شي. د شانګهای د نړيوال نندارتون تر سره کېدل د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسې د چين د سترو برياليتوبونو او پرمختيايي بڼې د ښودلو او له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو سره د چين د همکارۍ او تګ راتګ لپاره ډېر اهميت لري او هم له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په ګټه دي.

په همدې ورځ د ښاغليو هر يو وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين ځينو مشرانو هم له ياد شوي نندارځي څخه ليدنه کړې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040