د شينجيانګ د داشي سيمې کليوال شتمن شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2009-07-16 16:13:15

د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه د انګورو ،ناکو او پنبې د توليد له امله ډېره مشهوره ده. څرنګه چې د شينجيانګ ځمکه ډېره حاصلخيزه ، د لمر تر وړانګو لاندې وخت يې ډېر اوږد اوښه دی او د سهار او شپې ترمنځ د هوا د تودوخې درجې يې ډېر توپير لري، نو دغه سيمه د کرنې په برخه کې ځانګړتياوې لري په تېره بيا د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې په پای کې د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې په رڼا کې يې شينجيانګ د بډايو سرچينو د لرلو، د غوره سرچينو د بدلولو، د عصري کرنې او اړوندو صنايعو د پرمختګ له لارې اقتصاد ته پرمختګ ور کړی چې له امله يې سيمه ييز وګړي شتمن شوي دي.

د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د وپنور ولسوالۍ په شينګ پينګ علاقه دارۍ کې د داشي نومی يو مشهور کلی شته چې په اويغوري ژبه مالګينې او شاړې ځمکې مانا لري ، دېرش کاله دمخه دغه کلی ډېر خوار او بی وزلی و او کليوالو د مرستندويه پيسو او پورونو د تر لاسه کولو په اتکا خپل ژوند تېراوه، خو اوس مهال کله چې خبريال دغه کلي ته ورځي، پاک کورونه او د سيمټي لارې او ښکلی منظرې ليدل کيږي.

کلوال محمد سور د پخواني ژوند د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز.....) پخوا موږ ډېر بی وزلی و. د هر بزګر عايدات يوازې دوه سوه يوانه وه، کليوالو په خرابو خاورينو کورونو کې ژوند کاوه.

خبريال د مېمېتي سور له کور څخه د ليدنې کتنې بلنه ومنله او کور يې دوه پوړيز دی ، نوی موټر ، د نل اوبه ، طبيعي ګاز ، تلويزيون او کمپيوټر ليدل کيږي ، د دې ترڅنګ د ده په دغه انګړ کې ډول ډول ښکلی ګلونه غوړېدلي او د ناک ونې ايښودل شوي دي.

ښاغلي محمد خبريال ته وويل چې پخوا په هره هېکتاره ځمکه کې يوازې زر کيلو ګرامه پنبې توليديده، خو له روزنې وروسته د پنبې د غوره تخمونو د غوره کولو او عصري تخنيکونو د کارولو له لارې په هره هېکتاره ځمکه کې شپږ کيلو ګرامه پنبې حاصل تر لاسه کيږي.سربېره پردې اوس مهال نوموړی څه باندې دېرش هېکتاره ځمکه ، سل غوايان او شپږ سوه پسونه لري چې د هر تن کلنی عايدات له لس زره يوانو څخه شپېته زره يوانو ته لوړ شوی دی.

د دغه کلي چارواکي سوري ملک وويل چې د کليوالو شتمنېدو لامل د ساينس او تکنالوژۍ له کارولو سره تړاو لري. د شلمې پېړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې کليوالو د پلټنې له مخې هغه حالتونه وليدل چې د دوي د ولسوالۍ په مرکز کې د برابر شويو سبو اندازه کمه وه، نو د کلي مسئول سمدلاسه په پلاستيکي څپرو کې د سبو د کرلو په موخه د تخنيکونو د زده کړې کورسونه ترتيب کړل او په لس هېکتارو ځمکو کې يې د دغو څپرو د جوړولو لپاره دری لکه يوانه لګولی او د کرايې په توګه يې کليوالو ته ور کړې چې په همدی کال کې زر ټنه سابه توليد شول چې ارزښت يې دوه مليونه يوانه و. اوس مهال د دوي د ولسوالۍ اويا سلنه سابه د دغه کلي له خوا برابريږي چې د سبو د توليد په برخه کې يې يوه مهمه اډه ګرځېدلې ده.

ښاغلي سوري ملک وويل زموږ په کلي کې د علمي تخنيکونو په کارولو سره په کلي کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. پخوا د بزګرانو مياشتنی عايدات له دوه سوو يوانو څخه کم و خو اوس دغه شمېر لس زرو يوانو ته رسېدلی دی.٢٣ کورنۍ په دوه پوړيز کورونو کې اوسيږي او يو سل شپږ دېرش موټرونه لري.

د داشي کلی يوازې د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د شتمنېدو په لورې يوه نمونه ده.د دغې سيمې د ګوندي کميټې منشي وانګ له چوان وويل چې له وروستيو کلونو راهيسې د عصري کرنې په اتکا سره په پر له پسې څو کلونو کې هر کال د هر تن په سر عايدات له څلور سوو يوانو څخه پنځه سوو يوانو ته لوړ شوی دی. هغه وويل د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په پيل کې د شينجيانګ عمومي نفوس يوازې څلور مليونه و او زياتره يې ډېر بی وزلی وګړي وو، خو اوس مهال يې نفوس ٢١ مليونه دي او حکومت د وګړيو بېلا بېلې اړتياوې پوره کړي دي.

اوسنی شينجيانګ د عصري کرنې د پرمختګ په لور روان دی او خلک د نيکمرغۍ او ارامۍ څخه په ډکه فضا کې ژوند کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040