د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو په موخه د شه جيا جوانګ ښار کوښښونه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-20 11:11:59

 شه جيا جوانګ د چين په شمال کې د هه بې ولايت يو صنعتي ښار دی. په تېرو څو کلونو کې دغه ښار د پر له پسی پرمختګ د اصولو سره سم د ښاری کېدو او صنعتي کېدو په بهير کې د چاپيريال ساتلو ته په درنه سترګه ګوري. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو په موخه د شه جيا جوانګ د کوښښونو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

په تېرو څو کلونو کې شه جيا جوانګ په پر له پسی توګه د انرژۍ د سپمولو په چارو کې زياتې پانګې اچولې چې ښه پايله يې تر لاسه کړې ده. د شه جياجوانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې چارواکې لېو چينګ وويل 

تېر کال د شه جيا جوانګ ښار مالي څانګو د انرژۍ د سپمولو او د ککړو شويو شيانو د ايستلو د کمولو په پروژو کې لس مليونه يوانه پانګې لګولې دي چې د اړوندو چارو د پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی. دغه راز تېر کال موږ له نور ديارلسو اړوندو پروژو څخه هم ملاتړ کړی چې له امله يې تصديو يو سل او دېرش مليونه يوانه پانګې نوې کړي دي. زموږ د کوښښونو له لارې په تېر کال کې په شه جيا جوانګ ښار کې د اوه څلويښت زره او اوه سوه ټنو سکرو په اندازه انرژی سپما شوي ده.

اوس د شه جيا جوانګ زيات اوسيدونکي د رخصتيو په موده کې د خپلې کورنۍ له غړو سره دغه ښار ته نژدۍ د تای پينګ ههه سيند په ايکولوژيکې سيمې کې سيل کوي. په دغه سيمه کې چاپيريال ډير ښه دی چې اوبه يې پاکې دي او مرغان په خوشحالۍ سره په کې ژوند کوي. خو پخوا دغه ځای يو ډيران و او د سيند اوبه ډېرې ککړې شوی وې چې شاو خوا ځايی اوسيدونکو هم په بد چاپيريال کې شپی ورځې تېرولې. په ٢٠٠٢ کال کې د شه جيا جوانګ ښاروالی ددغې سيمې د چاپيريال د ښه والی لپاره يوه لويه پروژه پيل کړې چې په پايله کې د دغې سيمې چاپيريال په پوره توګه ښه شوی دی.

د يادې شوې پروژې په بهېر کې په دغه ښار کې د تصديو لخوا د ککړو شويو اوبو د ايستلو ناوړه پديده پای ته ورسېده. ځکه چې په تصديو کې د ککړو شويو اوبو د پاکولو په اړه تاسيسات بشپړ شوي. د دې ترڅنګ د خلکو د ژوند کيفيت او حالت هم ښه شوی دی.

دغه راز د شه جيا جوانګ د چاپيريال ساتنې څانګې په پر له پسی توګه د ککړو شويو شيانو د خپراوي د کمولو په برخه کې خپل تدبيرونه پياوړی کوي او د اړوندو پروژو سخته پلټنه کوي. په عين وخت کې ښاروالی دری پلانونه هم جوړي دي. د شه جيا جوانګ د چاپيريال ساتنې د ادارې مرستيال يو څون يې وويل 

موږ د ککړو شويو شيانو د خپراوي د کمولو په اړه دری پلانونه جوړ کړي دي. لومړی، دا چې د ککړتيا د بندولو لپاره يو شمېر پروژې جوړې شوي دي. دوهم، دا چې يو شمېروروسته پاتي تصدۍ تړل شوي دي. درېيم، د ککړ شويو توکيو د خپراوي جدي اداره او پلټنه تر سره شوې ده.

شه جيا جوانګ ښار د دغو پلانونو سره سم په جدی توګه د کيمياوی سرو، اوسپنی او فولادو، درملنې او بريښنا په ګډون د يو شمېر تصديو پلټنه کوي او يوه زياته اندازه هغې تصدۍ تړل شويدی چې چاپيريال ته يې زياته ککړتيا رسولې وه. نو په دغه ښار کې د هوا، اوبو او ايکولوژۍ چاپيريال ښه شوی دی.

د شه جيا جوانګ ښاروالی په ښاری سيمو کې د هوا او اوبو د پاکولو په ترڅ کې ګام په ګام په شاو خوا کليوالو سيمو کې د چاپيريال د ساتلو لپاره هم کوښښ کوي. ښاغلي يو څون يې وويل

د اوبو د پاکولو په برخه کې، په ښار کې مو د ککړو شويو اوبو د پاکولو په اړه دری فابريکې جوړې کړلې. نو په دې صورت کې د روان کال تر پايه پورې زموږ په ښار کې ټول ککړې شوي اوبه په پوره توګه تر ادارې او کنترول لاندې وي. دغه راز موږ هم د ښار په شاو خوا کليوالو سيمو کې د اوبو د پاکولو په کارونو بوخت يو. د شه جيا جوانګ ښار تر ادارې لاندې اتلس ولسوالۍ دي. اوس موږ له هرې ولسوالۍ څخه غوښتنه کوي چې د اوبو د پاکولو يوه فابريکه جوړه کړي. دغه موخه به هم د روان کال تر پايه پورې تر سره شي.

د مالوماتو له مخې د ٢٠٠٨ کال تر پايه پورې، په شه جيا جوانګ ښار کې د دوه اکسيايد ګوګړ د ايستلو اندازه د وړم کال په پرتله نوی سلنه ټيټه شوې چې دغه شمېر د هېواد اړوند معيار ته رسيدلی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040