د دماغي ارګانونو نړيواله سرمشريزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-21 16:37:35

د دماغي ارګانونو نړيواله غونډه چې اصلی موضوع يې له انسانی عقلونو او پوهنو څخه ګټه اخيسته او د نړيوالو د ګډ پرمختګ لټونه ده، په څو ورځې دمخه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د نړۍ د دېرشو دماغي ارګانونو استازيو، د بېلا بېلو هېوادونو سل تنو پخوانيو مشرانو، د نوبل جايزې ګټوونکيو او د نړۍ د پنځه سوو پياوړو شرکتونو مشرانو په دغه غونډه کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ په اړه بحث وکړ. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې غونډې د پام وړ مسئلو په اړه معلومات وړانډې کړو.

دماغي ارګانونه له کارپوهانو او د بېلا بېلو هېوادونو له پخوانيو مشرانو او سياستوالو څخه جوړېږي. اوس مهال د نړۍ بېلا بېل هېوادونه له نړيوال پولي بحران سره مخامخ دي. نو د دغه بحران د ژر تر ژره له منځه وړل او د اقتصاد بيا راژوندي کول د بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې يوه ازموينه ده. په دغه غونډه کې برخوالو دغو مسئلو ته ډېر ې پاملرنې کړې چې نړيوال پولي بحران به کله پای ته ورسېږي؟ او نړيوال اقتصاد به څه وخت بيا راژوندی شي؟

د بېلا بېلو هېوادونو استازيو د دغو مسئلو په اړه د نظريو توپيرونه لري. ځيني کسان په دې نظر دي چې له يو کال څخه تر دريو کلونو پورې، خو ځينو نورو وړاندوينه وکړه چې درې يا څلور کلونو ته اړتيا لري. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د مشر مرستيال ښاغلي جانګ شياو چيانګ وويل د دغه بحران له منځه وړل او د نړيوال اقتصاد بيا راژوندي کول لږ تر لږه يو کال ته اړتيا لري. ده وويل

د امريکا په ګډون په يو شمېر پرمختلليو هېوادونو کې د پولي چارو پټ خطرونه نه دي له منځه يووړل شوي. د پيسو نړيوال صندوق د وړاندوينې له مخې، د نړيوالو پولي ارګانونو د اړوندو پورونو او پانګونو زيانونه به ٤١٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. د يادو شويو پولي ارګانونو لپاره د دغو زيانونو کمول لا هم يو وخت ته اړتيا لري.

که څه هم د دغه بحران د پای ته رسېدو وخت په اړه برخوال د نظريو يووالي ته نه دی رسېدلی، خو د اکثرو برخوالو په اند اسيايي هېوادونه به لومړی د دغه بحران له بدو اغېزو څخه خلاص شي او امريکا به زيات وخت ته اړتيا ولري او ښايي چې د اروپايي ټولنې د احيا سرعت د امريکا په پرتله ډېر ورو شي.

که چين او کوريا جمهوريت د بېلګې په توګه رانقل کړو، ويل کېږي. که څه هم د چپن په اقتصاد کې ډېرې مسئلې لا هم شته، خو په ځينو برخو کې يې ښې نښې څرګندې شوې دي. د کوريا جمهوريت اقتصاد د تېر کال له دوهمې نيمايي راهيسې په بد حال کې دی، خو د دغه هېواد د پولي چارو د څېړنيز اکاډيمۍ مشر ښاغلي کيم تاي جون وړاندوينه وکړه چې د دغه هېواد اقتصاد به د روان کال له وروستيو دريو مياشتو څخه ښه شي.

زما په اند کوريا جمهوريت اقتصاد د نړيوال پولي بحران له بدو اغېزو څخه ځان ژغورلای شي. د نورو پرمختلليو هېوادونو په پرتله به زمونږ د اقتصاد د اعاده کېدو

سرعت چټک شي. خو د کوريا جمهوريت اقتصاد تر زياتې اندازې پورې پر صادراتو اتکا کوي او د صادراتو زياته کچه د نړيوالو عمده اقتصادي هېوادونو له اړتياوو سره تړاو لري. نو زموږ د اټکل له مخې، د روان کال له وروستنيو دريو مياشتو څخه به د دغه هېواد اقتصاد ښه شي.

د اروپايي ټولنې د کمېټې پخواني مشر رومانو پرودي وويل دغه سرمشريزه غونډه به له نړيوال پولي بحران سره د نړيوالې مقابلې لپاره ګټور وي.

د دماغي ارګانونو د سرمشريزې غونډې تر سره کول هغه فعاله نښه ده چې نړيوالې ټولنې ته د چين د حکومت له خوا لېږل شوې ده او ورڅخه څرګندېږي چې چين هيله لري په نړيواله ټولنه کې تر زياتې کچې خپل مرکزي رول ولوبوي او مهمې دندې پر غاړه واخلي. دغه غونډه نړۍ ته د چين له خوا برابر شوی يو فرصت هم دی چې له نړيوال پولي بحران سره د نړيوالې مقابلې لپاره ګټور دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040