د امريکا د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو څه د پاسه ٤٠٠ تنه مشرانو له چين څخه ليدنې کړی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-22 14:59:56

ګرانو اورېدونکو، په وروستيو ورځو کې د څه د پاسه ٤٣٠ تنو له خوا د امريکا د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو مشرانو او د ښوونيزو چارواکو پلاوی له چين څخه يوه ورځنۍ ليدنې وکړې . دوی د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه ليدنې کړې او له

سيمه ايزو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو سره د همکارۍ اړيکو ټينګولو هوډ يې څرګند کړ. د امريکا پلاوي له چين سره د ژبو او کلتور په برخو کې د همکارۍ په اړه هم ګډې نظريې تر لاسه کړی دی. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته له چين څخه د ياد شوي پلاوي د ليدنې په اړه معلومات وړاندی کړو.

دغه ليدنه د چيني ژبې پول د پروژې له لاری تر سره شوې دي. دغه پروژه په ٢٠٠٦ کال کې د چين د کنفسيوس د عمومي انسټيټوټ او د امريکا د پوهنتونونو شورا له خوا چې د دغه هېواد په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې ستره اغېزه لري، جوړه شوی چې تر اوسه پورې د ژبو او کلتور د همکارۍ په چوکاټ کې د چين او امريکا ترمنځ د ښوونيزې تبادلی يوه تر ټولو لويه پروژه ده. په ٤ کلونو کې د امريکا د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو دوه زره تنه مشرانو او ښوونيزو چارواکو په وار سره له چين څخه ليدنې کړې. دوی نه يوازې په خپلو سترګو د چين ستر بدلون ليدلی ، بلکې يې په پراخه توګه په چين کې د ښوونځيو ژوند احساس کړی چې د دواړو هېوادونو د يو زيات شمېر ښوونځيو ترمنځ دوستانه اړيکې ټينګې شوې دي.

د امريکا د پوهنتونونو د شورا مشر ګستون کپرتون چې څو ځله د پلاويو په مشرۍ له چين څخه ليدنې کړې، وويل (اواز ١ )

په امريکايي پلاويو کې زيات شمېر غړو له چين څخه ليدنې نه دي کړی، او يوازې د اړوندو کتابونو د کتلو له لاری د چين په اړه معلومات تر لاسه کوي. له چين څخه د ليدنې له لاری دوی يو داسی چين پېژنی چې له فکر سره يې توپير لري.

د امريکايي پلاوي د هرکلی په مراسمو کې د کنفسيوس د عمومي انسټيټوټ له خوا د امريکا مېلمنو ته د چيني ژبې د لوستلو په اړه کتابونه او اړوند کلتوري کتابونه ورکړل شول. د کنفسيوس د عمومي انسټيټوټ عمومي مديرې شيو لين د امريکا د پوهنتونونو شورا له مشر ګستون کپرتون سره د ٢٠٠٩ کال د چين او امريکا ترمنځ د همکاری موافقه ليک هم لاسليک کړی. (اواز ٢ )

سږنی موافقه ليک په تېرو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر بنسټ يوه نوی او ښه نتيجه ده. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې په راتلونکی کې به په پر له پسی توګه د امريکا په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د چيني ژبې د خپرېدو لپاره کوښښ وکړي.

د امريکا پلاوی په بېجينګ کې د چيني ژبې او د کلتور په اړه په غونډه کې ګډون درلود. تر هغه وروسته دغه پلاوی هم له هی لونګ جيانګ، هه بی او هوبی ولايتونو څخه ليدنې وکړې .

له ٢٠٠٦ کال څخه د امريکا په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د چيني ، عربي،روسيې ، هندي او فارسي ژبو په اړه مضامين پرانيستل شوی او تر اوسه پورې په امريکا کې څه د پاسه ١٤٠ زره تنه زده کوونکي په ٤ زره منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې چيني ژبه زده کړې کړې دي .

د روان کال په اپرېل کې د چين د دولتی شورا غړې ليو يان دونګ له امريکا څخه د خپلې ليدنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې په امريکا کې د چيني ژبې د لوستلو چارو د ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انسانی علم د تبادلې د پياوړتيا لپاره به په چين کې دری پروژۍ پيل شي، لومړی، هر کال د امريکا د کنفسيوس انسټيټوټ٨٠٠ تنه غوره زده کوونکو تعليمی فيلوشپونه برابر کړی. دوهم، د امريکا د پوهنتونونو ، پوهنځيو او منځنيو ښوونځيو ٨٠٠ تنه زده کوونکي به مېلمه وکړي چې د چين په دوبني کمپونو کې ګډون وکړي. درېيم ، د امريکا د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو ٨٠٠ تنه مشران او ښوونيز چارواکي به مېلمه کوی چې له چين څخه ليدنې وکړي. موږ باور لرو چې د دغه ښه خبر له لاری به د چين او امريکا ترمنځ همکاری په پر له پسې توګه پياوړې شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040