د شينجيانګ ملی لږکی وايی: ملی وحدت زموږ په زړه کې دی
د شينجيانګ د اوروموچي په ښار کې د جولای په پنځمه نېټه د زور زياتي له پېښو وروسته ځينی بد نيت لرونکی کسان وايی په دې سيمه کې د بېلابېلو توکومونو ترمنځ ترينګلی توپيرونه شته. خو په حقيقت کې داس چې ايا دغه ډول خبرې رښتينې دي که هسې پروپاګند دی ؟ د شينجيانګ د خلکو ژوند څنګه دی؟ زموږ د راډيو خبريالانو په دې اړه د شينجيانګ د ملی لږکيو له ځينو سپين ږيرو يا سپين سرو سره مرکې کړې دي. دوی د خپلو تجربو له مخې وويل چې ملی وحدت د خلکو په زړه کې دی.
په اوروموچي ښار کې يو ٨١ کلن اويغوری سپين ږيری چې همت احمت نوميږی، وويل چې د جولای په پنځمه نېټه هغه لس ګونه تنه وګړي ژغورلي دي. (لومړی اواز)
په هماغه شپه کې ځينی کسان ټپی شول او ما دوی ته درملې ورکړې. ځينی ناروغان چې له روغتون څخه يی په واټ کې چکر وواهه، زما په کور کې پناه واخيسته. له دوی څخه د هان او اويغور توکوم وګړي ، ښځې او ماشومان عبارت وو. په هماغه شپه ١٨ تنه کسان زما په کور کې واوسيدل.
هغه زياته کړه(دوهم اواز)
ما فکر وکړ چې که د زور زياتی کسان زموږ استوګنځي ته ننوځي نو په دغه سيمه کې به ٣٩٠ کورنیو ته زيانونه ورسيږی . زما په کور کې خوراکونه او اوبه چمتو کړې وي او ومی ويل چې په ارامۍ سره زما په کور کې پاتی شي.
٧١ کلنه اويغوری ميرمن روکيا په چين کې د ترکيې ژبې لومړنی نسل ويانده ده. هغه په شينجيانګ کې زيږيدلې او د ١٧ کلن په وخت کې بيجينګ ته تللی وه. هغه په بيجينګ کې واده شوې او خپل ماشومان يی روزلي دي. تېر کال د دی په کور کې دوه لمسی هم زيږيدلي دي. په بيجينګ کې د نيکمرغه ژوند د يادونې په ترڅ کې دی وويل(درېيم اواز)
ما په بيجينګ کې د هان قوم وګړو په منځ کې ٥٣ کاله تير کړی دی. موږ يو بل ته د خويندو او وروڼو په شان درناوی کوو. د لوی او کوچنی اخترونو په وخت کې د هان قوم ملګري زما کور ته راځي او مبارکی ورکوو يو بل ته .
ميرمن روکيا په بيجينګ کې له خپل ژوند سره قناعت لري خو هغه کله کله له خپلو کورنيو سره شينجيانګ ته ځي. د جولای په ٤ نېټه ميرمن روکيا له خپلې لور سره يو ځای په اوروموچی کې ساعت تيری کوله خو په بله ورځ د زور زياتي پېښې رامنځته شوې. هغه ډيره خپه شوه او ويی ويل چې هيڅ کس بايد زموږ اوسنی ارام ژوند ته زيان ونه رسوي. هغه زياته کړه(څلورم اواز)
د هان او اويغور وګړيو ترمنځ دومره توپيرونه نه شته. که په بيجينګ کې د تيرو ٥٣ کلونو په وخت کې داسی پېښې شوې وای زه په بيجينګ کې نه شوم پاتی کيدای. زه پخپله وينم چې د هان وګړي زموږ اويغوريانو ته درناوی کوي. زه د دغو کسانو له زور زياتي څخه ډيره خپه يم.
د هوی قوم وګړي ګو جي چيانګ د شينجيانګ د کلتوری چارو په رياست کې کار کوي چې په اويغوری ژبه هم پوهيږی. ځکه چې هغه په شينجيانګ کې د ژوند او کار ډېرې تجربې لري نو هغه د زړه له کومې وويل(پنځم اواز)
زموږ په هېواد کې د ملی لږکيو په اړه د امتياز ډېرې تګلارې جوړې شوې دي او بېلابېل توکومونه مساوی دي. د هان قوم وګړو نفوس د هيواد اکثره برخه نيسی او د هان قوم له نورو ٥٥ ملی لږکيو سره ډيرې واقيعی مرستې هم کړې دي. د تاريخ له لحاظه د هان توکوم او د اويغوری توکوم ستر توکومونه دي چې بريالی، زيارکښ او سوله پال دي. په يو شعر کې ويل شوي چې په تيان شان غره کې ونې يو بل ته نژدی کيږی او د بېلابېلو توکومونو وګړي يو بل ته هم سره نژدی کيږی.