کناس _په دنيا کې يو جنت دی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-28 14:36:04

کناس د شينجيانګ د شمال په التای سيمه کې پروت د يوې ښکلې سمسورې سيمې نوم دی چې له قزاقستان، روسيې او مغوليستان سره ورڅيرمه په ګډه پوله پروت دی . دغه سيمه يوه ډېر ښکلی منظره لرونکی سيمه ده چې په کې د تووا قوم نوم وګړي اوسيږی.

 

د کناس جهيل له ځايی باران او د واورو له اوبو څخه جوړ شوی دی. د دغه جهيل مخ د سمندر له سطحې څخه ١٣٧٤ متره جګوالی لري چې ترټولو ژور ځای يی ١٨٠ متره ژوروالی لري. د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې غرونه، سمسور څړځايونه او وحشی طبيعی ځنګلونه شته دي.

 

د کناس په سيمه کې د ښکلو منظرو نه پرته په جهيل کې د مرموز او يوه پټ حيوان په اړه کيسه هم ډيره مشهوره ده. ويل کيږی چې يو ډير لوی حيوان په دغه جهيل کې اوسيږی، کله کله غوایه او اسان خوري. دغه مرموز حيوان کله کله ليدل کيږی.

د کناس جهيل په شاوخوا کليو کې د تووا په نامه خلک اوسيږی. نفوس يی ډير نه دی خو اوږد تاريخ لري. د تووا خلک له مغولی قوم سره نژدی تړاو لري خو دوی خپل ځانګړی ليک دود نه لري. د دغو خلکو د سرچينې په اړه ډيرې خبرې موجودې دي.

د تووا خلک په عمده توګه د مالدارۍ او ښکار کولو په اتکا سره ژوند کوي. ځکه چې دوی له بهر سره اړيکې ډېرې لږ ې دي نو خپل عنعنوی دودونه يی په ښه توګه ساتلي دي .

 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040