د مالدارانو جنت ايلي سيمه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-28 15:08:03

ايلي د شينجيانګ په شمال لوېديځ کی پرته سيمه ده او د قزاقي قوم يو خپلواک ايالت دی چې ختيځ يې له مغولستان او شمال لوېديځ يې له قزاقستان سره تړلي دی. بر سېره پردې شمال يې له روسيې سره ګډه پوله لري.

په لرغونی زمانه کې کوچيانو په عمده توګه په ايلي کې ژوند کولو او کوچياني ژوند په اړه کلتورونه هم په دغه سيمه کې زېږېدلي دي. نن ورځ په دغه سيمه کې پراخې دښتې او ډېر څاپند سيندونه او جهيلونه هم ليدل کېږي. د سليمو جهيل، نالاتي دښته او د وحشی ميوو دره د دغې سيمې د سيلانۍ مشهور ځايونه دي.

د سليمو جهيل جګوالی ٢٠٧٣ مترو ته رسېږي، پراخوالی يې له ٤٥٥ مربع کيلومترو څخه تر ٤٦٠ مربع کيلومترو پورې دی او د دغه جهيل تر ټولو ژور ځای ٩٢ مترو ته رسېږي. دغه جهيل د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې تر ټولو جګ او د ډېرو سړو اوبو جهيل دی چې بيضوی شکل لري او د يوې هيندارې په شان د دواورينو غرونو په دغه ښيرازه دره کې طبيعت ته ښکلا وربخښی.

د سليمو جهيل

نالاتي دښته له لرغونی زمانې راهيسې مشهور چمن زار دی. هر کال په دغه سيمه کې د بارانو اندازه ٨٠٠ ملی مترو ته رسېږي چې د وښو د ودې لپاره ډېر ګټور دي. نو د کال په پسرلي او دوبي کې ډېر مالداران پکې راغونډېږي او ډول ډول غونډې تر سره کيږي.

نالاتي دښته

د وحشی ميوو دره د ايلي د لومړۍ ښکلې منظرې په توګه ګڼل کېږي او د ډېرو وحشي ميوو له امله هم شهرت لري. دغه سيمه هر کال د مې له پای څخه تر سپتمبر پورې د شينجيانګ په لوېديځ کې تر ټولو ښکلی ځای دی.

د وحشی ميوو دره

 

 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040