شينجيانګ –د سندرو او نڅاوو ټاټوبی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-28 15:30:12

د شينجيانګ د اويغور خپلواکه سيمه چې په چين کې د سندرو او نڅاوو د ټاټوبي په توګه بلل کيږي ، د اسيا او اروپا له لويو وچو په مرکز کې پرته ده او له چين څخه منځنۍ اسيا او اروپا ته د ورتګ يوازنی ځمکنی لار ده. ختيځ او لويديځ تمدنونه په دې ځاي کې سره يو ځای شوي او ځانګړی کلتور رامنځته شوی دی چې موسيقي او نڅاوې پکې ډېر مهم ځای لري او اوسيدونکي اويغوريان او قزاقان په نڅاوو او سندرو کې لوی لاس لري.

اويغوريان په سندرو او نڅاوو ډېر تکړه دي .د سينيم په نامه نڅا د دوي ډېر خوښېږي چې يو کس، دوه کسه يا له دريو تنو څخه زيات کسان کولای شي او نڅاګران په ازاده توګه نڅا کوي .اويغوريان تل د اخترونو او د واده په مراسمو او غونډو کې دغه نڅا کوي.

مارکسيرپ د خوښيو يوه ډله ييزه بڼه ده چې په اويغوري ژبه د غونډې مانا لری او د اويغوريانو ډېر خوښ دی . دغه ډول غونډه په کوټه يا انګړ ، د انګورو تر چيلې لاندې يا د مڼو په باغ او يا منظره لرونکي ځاي کې تر سره کيږي .غونډه په داسې حال کې پيل کيږي چې لومړی سندره وايی او بيا د موسيقۍ الو په غږولو سره ګډون کوونکي سره يو ځاي نڅا کوی او له نڅاوو وروسته د خوښيو فعاليت شروع کېږي مًثلا يو بل ته چای ورکوي ، مشاعره او داسی نور.

 

مارکسيرپ

قزاق يو داسې توکم دی چې هم له نڅاوو او سندرو سره ډېره مينه لري . يو قزاقي متل وايي چې سندره او أس د قزاقانو وزرونه دي . په لرغونی زمانه کې قزاقان کوچيان وو . نن ورځ که څه هم زيات قزاقان په دايمي استوګنځايونو کې اوسيږي ، خو چوپانی لاهم عمده سيمه ييزې چارې دي . قزاقي ولسي سندرې ډېرې زړه وړونکي دي او نڅاوې عمومأ په أس ځغاستې او ښکار پورې اړه لري .

د عکن په نامه د ألې غږول او سندره ويل د قزاقانو يو ځانګړی هنر دی . عکن په قزاقي ژبه ولسی سندرغاړی دی . هر کال د دوبي په موسم کې په بېلا بېلو ځايونو کې د کن له خوا د ألې غږولو او سندره ويلو غونډه جوړيږي چې له دې لارې يې په څړځايونو کې د نيکمرغه ژوند او د ديموکراسې او ازادۍ د تر لاسه کولو په موخه د خلکو د خيالونو ستاينه کوي .

د عکن په نامه د ألې غږول او سندره ويل

 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040