په شينجيانګ کې د سيلانۍ په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2009-07-29 18:06:23

د وړلو جامو پاملرنه:

په شينجيانګ کې هوايي تودوخه له سهار نه تر شپې پورې ډېر توپير لري چې د بدلون اندازه يې له لسو نه تر پنځلسو درجو پورې ده. د بېلګې په توګه که تاسې د اسماني جهيل پر غاړه شپې تېرې کړئ يا د نان شان کرنيز فارم، د لومړي نمبر يخچال، قناس جهيل او باينبلوق څړځای ته ولاړ شئ، نو بايد له ځان سره کوټونه او وړينې جامې راوړئ.

د شينجيانګ رنګا رنګ مېوې:

په شينجيانګ کې ډول ډول مېوې کرل کېږي. سيلانيان په شينجيانګ کې ډېرې زياتې خوندرې مېوې خوړلای شي. خو د زياتو مېوو له خوړلو وروسته چای مه څکئ، که نه، نوتاسې ښايي نس ناستې ناروغي ونيسي.

په شينجيانګ کې استوګنه:

له دې امله چې په شينجينګ کې هوا د ورځې له خوا څه نا څه ګرمه او د شپې له خوا بيا ساړه وي، نو تاسې د زکام د مخنيوي لپاره په خپلو کوټو کې د اير کنديشنرونو حرارت ډېر ټيټ مه ساتئ.

په شينجيانګ کې سفر:

شينجيانګ چې ډېرې لويې او پراخې ځمکې لري، له يو ځای نه تر بل ځای پورې واټن يې هميشه ډېر لېرې وي، نو سيلانيان کله کله د موټر له لارې، د آسونو له لارې او يا په پلې توګه مزل کوي. همدغه راز مناسب بوټان د سيلانيانو لپاره ډېر ضروري دي.

د پاملرنې وړ ټکي:

١. په شينيجانګ کې ډېر زيات توکمونه ګډ ژوند کوي او رنګا رنګ مذهبونه رواج دي. د بېلا بېلو توکمونو وګړي خپل ځانګړي عادتونه لري. د بېلګې په توګه اويغوريان ټول مسلمانان دي، نو د سرکوزي يعنې خوګ غوښه هېڅ نه خوري.

٢. شينجيانګ ډېره لويه سيمه ده چې په زياتو ځايونو کې يې ډېر لږ وګړي اوسېږي، نو سيلانيانو ته بهتره ده چې له سفر مخکې د اړوندو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره له مسلکي شخيصتونو څخه پوښتنه وکړئ او خپل ځان په ښه توګه وساتي. دا به ښه وي چې له نورو سيلانيانو سره يو ځای سفر وکړئ.

٣. د اوروموچي وخت د بېجينګ وخت په پرتله دوه ساعته وروسته پاتی دی يعنې دوه ساعته توپير لري. نو په شينجيانګ کې وګړي هميشه د سهار په لسو بجو په کار پيل کوي، له غرمې وروسته په دوو بجو شاوخوا غرمنۍ ډوډۍ او د شپې په اتو يا نهو بجو ماښامنۍ ډوډۍ خوري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040