د امريکا د لومړيو او منځنيو ښوونځيو څه باندې څلور سوو تنو مشرانو چين ته سفر وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2009-08-03 19:46:29

چين ته د امريکا د لومړيو او منځنيو ښوونځيو د څلور سوه دېرشو تنو مشرانو او ښوونيزو چارواکيو په ګډون د يو پلاوي سفر څو ورځې مخکې تازه پای ته ورسېد. د دغه پلاوي غړيو د يو اوونېز سفر په ترڅ کې د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه ليدنې کتنې کړې او له ځايي لومړيو او منځنيو ښوونځيو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي. د دې ترڅنګ دغه پلاوي له چين سره د ژبو او کلتور په برخو کې د همکارۍ د پياوړتيا په اړه د نظريو يووالي ته رسېدلی دی . نو په نننۍ کړۍ کې به د ياد شوي سفر په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

چين ته د امريکا د لومړيو او منځنيو ښوونځيو د مشرانو سفر د چيني ژبې د پل په نامه د يو ځانګړي پلان لخوا ترتيب شوی چې دغه پلان په ٢٠٠٦ کال کې د چين د کانفوسيوس ښوونځي د مقر او د امريکا د پوهنتونونو شورا لخوا په ګډه جوړ شوی او تر اوسه پورې د ژبو او کلتور د همکارۍ پر بنسټ د ښوونيز تګ راتګ په اړه ډير غټ پلان دی چې په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو څه باندې دوه زره تنو مشرانو او ښوونيزو چارواکيو په پر له پسی توګه له چين څخه ليدنې کړې دي. دوی نه يوازی پخپلو سترګو په چين کې تکان خوړونکی بدلون ليدلی ، بلکې د چين له زياتو ښوونځيو سره يې پراخې اړيکې ټينګې کړي دي.

د امريکا د پوهنتونونو د شورا مشر ښاغلي ګاسټن کاپيرټون چې څو څو ځله يې د امريکايې پلاوي په مشرۍ چين ته سفرونه کړي دي، وويل چې دغه فعاليت له چين سره د پېژندنې لپاره د امريکا د ښوونيزو ټولنو شخصيتونو ته ښه فرصت برابروي. ده وويل 

د امريکايې پلاوی زياتره غړي پخوا چين ته نه وو رسېدلي . دوی يوازی له کتابونو څخه د چين په اړه ځيني مالومات تر لاسه کړي دي. دوی چين ته د سفر له لارې په ښه توګه د چين د خلکو او ښوونکو رښتيانی ژوند او د چين اصلي بڼه معلومولی شي چې د دوی له ګومان سره بيخي توپير لري. دوی به په راتلونکو کارونو کې د چيني ژبې او کلتور زده کړې ته ډېره پاملرنه وکړي. د بېلګې په توګه د هستوګنې په سيمو کې د چيني کلتور د خپرولو او د چيني ژبې د زده کړې لپاره به يو لړ فعاليتونه تر سره شي.

د دغه پلاوي د هر کلي په مراسمو کې د کانفوسيوس د ښوونځيو مقر په وړيا ډول امريکايي ملګرو ته د چيني ژبې درسي کتابونه او نور مالومات ورکړيدي. د دغه مقر عمومي مدير شيو لين د امريکا د پوهنتونونو د شورا له مشر سره په ٢٠٠٩ کال کې د دواړو خواوو د همکارۍ په اړه تړون لاسليک کړ. د مهمو پروژو په اړه د دغه مقر مسؤل ګوه لي فانګ د دغه تړون د يادونې په اړه وويل 

دغه تړون د دواړو خواوو ترمنځ د تيرو کلونو د همکارۍ ادامه ده . دواړو خواوو ژمنه کړې چې د امريکا په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو کې د چيني ژبې د خپرولو لپاره کوښښ وکړي او امريکايي زده کوونکيوته د چيني ژبې د ور زده کولو لپاره لا زيات داوطلبان راجلب کړي. دغه دواړه سازمانونه به په ګډه د چيني ژبې د امريکايې ښوونکو د روزنې په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي.

دغه پلاوی په جلا جلا توګه د چين د بېجينګ، هې لونګ جيانګ، هه بې او هو بې په ګډون له ښارونو او ولايتونو څخه ليدنې وکړې. د امريکا د مينيسوتا ښار د پاکو اوبو په نامه د منځني ښوونځي مشر پيټر ګوسټافسون د جه جيانګ له ولايت څخه ليدنه وکړه. ده وويل

زموږ په ښوونځي کې د هغو زده کوونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي چې غواړي چيني ژبه زده کوي. نو موږ پلان لرو چې په راتلونکي کال کې د چيني ژبې په اړه درسونه پرانيستل شوو. هيله لرم چې د هانګ جو ښار له يو شمېر ښوونځيو سره اړيکې ټينګې کړم چې د دوی ښوونکي زموږ په ښوونځي کې د چيني ژبې ښوونه وکړي.

د مالوماتو له مخې، د چين د دولتي شورا غړې ليو يان دونګ د روان کال په اپريل کې له امريکا څخه د ليدنې په ترڅ کې په رسمي توګه اعلان وکړ چې چين به په امريکا کې د چيني ژبې د ښوونيزو چارو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ د زياتوالي لپاره دري پروژې تر سره کړي. د دغو پروژو سره سم به چين هر کال په امريکا کې د کانفوسيوس ښوونځيو اتو سوو تنو غوره زده کوونکو ته د زده کړې جايزې برابرې کړي، د امريکا د منځني ښوونځيو او پوهنتونونو اته سوه تنه غوره زده کوونکو ته به بلنه ورکړي چې چين ته راشی او په دوبني کمپ کې ګډون وکړي ، دغه راز هر کال به د امريکا د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو اته سوه مشران او ښوونيز چارواکو ته هم بلنه ورکړي چې په مناسب وخت کې چين ته سفر وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040