د لمر تندرد نيولو په هکله نجومي پديده

cri     (GMT+08:00) 2009-08-03 19:48:31

 د جولای په دوه ويشتمه نېټه د چين د يانګځه سيند په غاړو اوږده سيمه کې لمر په بشپړ ډول تندر ونيوه چې د تندر نيولو وخت يې ډېر اوږد و . وايی چې دغه نجومي پديده د چين د يانګځه سيند په ساحه کې د پنځه سوو کالو لپاره يو ځل ليدل کيږي په بله ژبه د اټکل له مخې له ١٨١٤ کال څخه تر ٢٣٠٩ کاله پورې په پنځو سوو کلونو کې دننه په چين کې د لمر د پوره نيونې وخت ډير اوږد دی . نو نه يوازی ستوري پيژندونکو، بلکې مينه والو او عامه وګړو هم د لمر تندر نيولو نندارې ته راوتلي دي . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د لمر تندر د پوره نيولو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

د دغه پوره کسوف له پيل څخه تر پايه پورې دوه ساعته دوام درلود چې د لمر تندر نيولو منظره د سهار په نهو بجو پيل شوه او شپږو دقيقو ته يې دوام درلود. د چين په پنځوسو ښارونو کې پوره تياره شوه چې څه باندې دری سوه مليونه تنه وګړيو د هغه ننداره وکړه .

د جولای په دوه ويشتمه نېټه سهار که څه هم د چين په يو شمېر ښارونو کې وګړيو د لمر تندر نيول د باد ، وريځي او يا نورو موسمي باران له امله و نه ليدل، خو د هو بې ولايت په وو هان ښار کې خلکو په نېکمرغه توګه د لمر د تندر د پوره نيولو منظره کتلې ده. د بېجينګ د يو څای په نامه د ښوونځی ښوونکې هه يا چينګ چې د دغې کم ليدلې نجومي پديدې د کتلو لپاره په ځانګړی توګه وو هان ښار ته ورسېده، وويل 

د دغه بشپړ کسوف له پيل نه مخکې ورېځې له منځه يووړلې او د لمر حلقه مې وليدله . نو موږ د لمر تندر نيول په بشپړه توګه وليدل او عکسونه مو اخيستي دي. ما د لومړی ځل لپاره بشپړ کسوف وليد، نو ډيره خوشحاله يم.

خو د هوا د بدلون له امله، يو شمېر وګړو دغه منظره و نه ليده. په همدې ورځ د شانګهای دپاسه ورېځې زياتې وې، نو وګړيو د لمر تندر نيول و نه ليدل او يوازی يې دا احساس کاوه چې ټول ښار په تياره کې و. د شانګهای د فو دان پوهنتون يو زده کوونکی وويل 

د افسوس خبره دا ده چې د بدې هوا له امله مې د لمر تندر پوره نيول و نه ليدل سهاروختی لمر وخاته، نو ډير خوشحاله وم چې د لمر تند د نيولو ننداره وکړم . خو ورپسی په هوا کې ورېځې زياتې شوې. نو موږ يوازی له کسوف څخه لنډ مهالی تورتم حس کولو.

سپين ږيري تانګ چې عمر يې يو اتيا کاله دی، له عکس اخيستلو سره ډېره مينه لري. هغه مخکې د کسوف کتلو مرکز ته ورسېد چې د دغې منظرې په زړه پورې عکسونه واخلي، خو د هوا له امله يې خپله هيله نه ده پوره کړې . ده وويل

زما عمر يو اتيا کاله دی. نن ورځ مې له نورو کسانو نه مخکې دې ځای ته راغلی يم، خو متاسفانه ما د لمر تندر نيول و نه ليدل ځکه چې هوا خرابه ده.

که څه هم د هوا د خرابۍ له امله، وګړيو پخپله د لمر تندرنيونه و نه ليدله، خو د چين مرکزي ټلويزيون او مشهورې ويبپاڼې د لمر تندر نيونې بهير په مستقيم ډول خپور کړ. دغه راز، د چين ستوري او هوا پيژندونکو کارپوهانو هم په ځانګړو نجومي دوربينونو د لمر تندر نيولو ټول بهير کتلی دی او د څيړنې لپاره يې ښه مالومات اخيستي دي. د چين د علومو د اکاډمۍ د دولتي رصدخانې څېړنوال جانګ هونګ چي د جولای په دوه ويشتمه نېټه سهار په بريالۍ توګه د پوره کسوف حالت وليد. ده وويل 

د لمر تندر د پوره نيونې منظره مې ليدلې ده چې پنځه دقيقې يې دوام کړی دی. په هغه وخت کې په هوا کې ورېځې لږې وې. د چين دولتي رصدخانې د لمر د طيف په ګډون بېلا بېلو ساحو کې څيړنې ترسره کړې دي.

ښاغلي جانګ وويل چې د دغې رصدخانې د کارپوهانو سر بېره، د فرانسې، روسيې، هند، د کوريا جمهوريت او مصر په ګډون د يو شمېر هېوادونو کارپوهانو هم په بريالۍ توګه د لمر تندر نيول وليدل .

که څه هم د لمر تندر نيونې يوازی څو دقيقو ته دوام درلود، خو د خلکو په زړونو کې ښکلې او ژورې خاطرې پاتي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040