د پاکستان په غرنی سيمه کې يو چيني انجنير

cri     (GMT+08:00) 2009-08-03 19:50:53

سکاردو د پاکستان په شمال کې يوه مهمه سيمه ده. د سدپارا جهيل په غاړه د اوبو له لارې د بريښنا کوټ يوه پروژه چې په دره کې پرته ده، د سکاردو سيمې ته د رڼا رسولو لپاره کليدي اهميت لري. يو شمېر چيني کارکوونکي د دغې پروژې د جوړولو لپاره د زياتو ستنزو په ليری کولو سره په غرنی سيمه کې کار کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د پاکستان په غره کې د يو چيني انجنير په اړه قصه وړاندې کړم.

د سکاردو په سيمه کې دنګ دنګ غرونه پراته دي چې زياتر يې د سمندر له سطحې څخه اوه زره متره لوړ دي. نو له دې امله سکاردو هم د پاکستان د هوايي ځواک يوه مهمه اډه هم ده. په تېرو څو کلونو کې د دغې سيمې اوسيدونکو د ډيزلی تېل له لارې بريښنا توليدوله چې هره ورځ د بريښنا برابرولو وخت يوازی څلور يا پنځه ساعته و. د پاکستان د اوبو په وسيله د برېښنا توليد د پرمختګ ادارې پريکړه وکړه چې په دغه سيمه کې يو برېښنا کوټ جوړ کړي . دغه پروژه د اوبو بند ، د بريښنا د توليد مرکز او اوبه لګولو او د څښاک اوبو د برابرولو له دريو سيستمونو څخه عبارت ده چې چيني شرکت په عمده توګه د بريښنا د توليد مرکز د جوړولو دنده پر غاړه لری. که څه هم دغه پروژه دومره لويه نه ده، خو د ځايی اوسيدونکو د ژوند لپاره د کلی ارزښت لري. د دغې پروژې مسؤل موهسين علی وويل

د دغې پروژې په بشپړولو سره به د بريښنا، اوبه لګولو او د څښاک اوبه برابرولو په ګډون د ځايي اوسيدونکو په ژوند کې يو لړ ستونزې لېری شي. نو د سکاردو اوسيدونکي ډير خوشحاله دي. تاسی په دې ښه پوهيږئ چې په پاکستان کې د بريښنا عرضه ډېره کمه ده او کله کله برېښنا پرچاوه کيږي، نو په ځينو ځايونو کې هره ورځ له لسو نه تر دوولسو ساعتو پورې بريښنا پرچاوه کېږي. د سکاردو اوسيدونکي نېکمرغه وګړي دي چې د دغې پروژې له بشپړتيا څخه به ګټه واخلي .

ليو شياو ينګ چې د چين د ماشينونو د صادراتي او وارداتي عمومي شرکت يو انجينر دی، له ٢٠٠٦ کال څخه د يادې شوي پروژې د يوې برخې د مسؤل په توګه وګمارل شو او د دريو کلونو راهيسې يې د سکاردو د جهيل په غاړه کې اوسيده چې د سمندر له سطحې څخه دوه زره متره جګه ده. په دغه سيمه کې د ده ژوند ډير سخت او ستونزمن دی، په تېره بيا په ژمی کې. ده وويل 

که د اوبو نل شيردان بند وي، نل به يخ وهلی شي. نو شير تل خلاص دی څو چې اوبه تل بهېږي. په ژمي کې هوا ډيره يخه ده، زما په خونه کې درې برقي نغري شته، خو د تودوخې درجه يي لا هم ټيټه ده، ځکه چې ولتاژ يوازی يو سل او شل ولټه دي، نو د برقي نغري توان په پوره توګه نه کارول کيږي.

د ژوند په برخه کې پر ستونزو سره بېره، انجنير ليو شياو ينګ د خپلې کورنۍ له غړو څخه د بيلتون له امله له روحي ستونزو سره هم مخامخ دی. د ٢٠٠٧ کال او ٢٠٠٨ کال د پسرلنی جشن په موده کې انجنير ليو شياو ينګ په پروژه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړ ، لنډه خبره خو دا ده چې له تېرو دريو کلونو څخه نيمه برخه وخت هغه يوازی په پروژه کې اوسېږه .

که څه هم د ژوند مشکلات او ستونزې ډيرې دي، خو انجنير ليو شياو ينګ له خپلو چيني ملګرو سره د ښه کار کولو له امله د پاکستانيانو احترام ګټلی دی. د پاکستان انجينر سيد جلال حسين وويل چې يوازی چيني کارکوونکی په يخ ژمی کې خپلو کارونو ته دوام ور کوي. ده وويل 

ښاغلي ليو او ملګري يې په يخه هوا کې پر کارونو ټينګار کوي. دوی له ټاکلی وخت نه مخکې د بريښناکوټ د جوړولو دنده بشپړ کړېده. نو موږ له دوی څخه ډيره مننه کوو.

ټولو ته معلومه ده چې چين او پاکستان د وروڼو په شان سره ښه ګاونډي هېوادونه دي. دغې ښې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو کوښښونو او د يو بل سره د مرستې پر بنسټ ولاړې دي. نو په تېرو دريو کلونو کې ښاغلي موهسين علی او سيد جلل حسين تل د وروڼو په توګه ليو شياو ينګ او نور چيني ملګري ګوري. دوی وويل

چيني ملګرو په ښه توګه خپلې دندې ترسره کړيدي ، په تېره بيا ښاغلي ليو. . نو ډير خوشحاله او وياړ يو چې ورسره همکاري کوو. ښاغلي ليو او د ده ملګري زموږ وروڼه دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040