د اورمچي د هې جيا شان هو جي په نامه د هستوګنې له سيمې څخه ليدنه.

cri     (GMT+08:00) 2009-08-03 19:52:43

 د شينجيانګ د اورمچي د هې جيا شان هوه جي په نامه د هستوګنې په سيمه کې څلور زره او شپږ سوه کورنۍ ميشته دي چې په کې د اويغور ، هوی او قزاق په ګډون له بېلا بېلو قومونو وګړي اوسيږی. په اورمچي ښار کې د جولای د پنځمې نېټې پېښې له امله په دغه سيمه کې څه باندې سل تنه بې ګنا وګړي مړه يا ټپيان، شپيته موټرونه او اوه څلويښت مغازې وسوځولې شوې او د ځايي اوسيدونکو ژوند او روح ته زيانونه ورسول شول. خو د پېښې له پېښېدو نه نيمه مياشت وروسته د دغې سيمې د اوسيدونکو ژوند عادی شوی دی. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې کړم.

مېرمن جيانګ چې څو کاله مخکې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای د مزدورۍ لپاره اورمچي ته ورغلې ده . د ده دوه خپلوان په ياده شوی ترهګره پيښه کې ټپيان شوی، خو په نېکمرغه يې د سيمې د اوسيدونکو په مرسته پر وخت تر درملنې لاندی راغلي دي . د مېرمن جيانګ د کورنۍ په شان په دغه سيمه کې نور اته کورنۍ هم شته چې د هان، اويغور، هوی او قزاق په قومونو پورې اړه لری. د دغې سيمې د اوسيدونکو د کميټې مشر خالص جان خبريال ته وويل 

شينجيانګ يوه داسې لويه کورنی ده چې د بېلابېلو قومونو وګړي پکي د سولې په فضا کې ګډ ژوند کوی. له دغې پېښې وروسته زموږ اوسيدونکي د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت په ګډون له دريو ورانکاريو ډلو څخه ډېره کرکه او نفرت کوي او هيله لري چې مجرمين دې ژر تر ژره ونيول شي او د قانون له مخې دې سخته سزا ورکړی شی. په تېرو څو ورځو کې د خلکو ژوند ګام په ګام عادی شوی. موږ ورځ او شپه د ټولنيز امنيت د ساتلو لپاره ګزمه کوو چې زموږ کوششونه د اوسيدونکيو لخوا منل شوي او مغازې خلاص شوي او د وګړو عادی کار او ژوند پيل شوی دی.

يو اويغوری ځوان چې رحم رشيد د دغې سيمې په نژدی ځای کې د جامو پلورنځی خاوند دی ، وويل چې د ده پلورونځي ګټه ښه وه او په دې ځاي کې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو ترمنځ اړيکې هم ښې وې چې د وروڼو په شان يې د يو بل سره مرسته کوله. خو دغې ناوړې پېښې د ده ژوند او د وګړيو ترمنځ اړيکو ته سخت زيان رسولی دی. ده وويل 

د جولای په پنځمه نېټه شپه حالات ډېر ترينګلي وو. موږ په خپلو کورونو کې پټ شوو. اوس حالات ښه شوي چې د سبزيو او غوښو د اخيستلو لپاره بازار ته تلی شو.هيله من يم چې ټولنيز امنيت او ثبات ښه وساتل شي چې ژوند او ګټه مو به ښه شي. د ترهګرۍ پېښې زموږ ژوند او سوداګرۍ ته زيانونه رسولي دي.

په تېرې نيمې مياشتې کې زياتو داوطلبانو او امنيت ساتونکو په دغه سيمه کې ګزمی کارونه پياوړی کړل. د دې ترڅنګ د حکومت او د هستونځی سيمې کارکوونکو د اوسيدونکو په کور کې د دغې پېښې د حالاتو پېژندنه وکړه. نو د اوسيدونکو ژوند ګام په ګام ارام او ښه کېږي.

د اورمچی د جونګ وان جي په نامه د واټ په غاړه د ښاغلي ما ون ګوی په کور کې پنځه کورنۍ اوسېږي چې د هېواد له نورو ځايونو څخه د مزدورۍ يا سوداګرۍ لپاره په کډه راغلي ، په جلا جلا توګه د هان، اويغور او قزاق په قومونوپورې اړه لری. د جولای په پنځمه نېټه د شپې لخوا دوی له ترهګرو سره مقابله وکړه او د هان قوم درې تنه وګړي يې د ترهګرو له وهلو او ټکولو څخه و ژغورل.

له ترهګرې پېښې وروسته. د هې جيا شان هوه جي د هستوګنې په سيمه کې د حکومت په مټ خدمتي او ګزموي ډلې جوړې شوې چې ستونزمنو کورنيو ته د سبزيو او غلودانو په ګډون د ژوندد اړتياوړ شيان استوي. ددوی د زيارونو له کبله د استوګنې په سيمه کې أرامتيا بيا اعاده شوې ده اوس په دغه سيمه کې زياترې مغازې خلاص شوي او د ژوند د اړتياوړ توکيو عرضه کافی ده. په تېرو څو ورځو کې په دغه پېښه کې ټپيان يو د بل پسې له روغتون څخه وتلي دي . په ياده شوې سيمه کې د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو ترمنځ يووالی نور هم ټينګ شوی او هغوی د هستوګنې په سيمه کې له ارامۍ څخه ډک چاپيريال او نيکمرغه او هوسا ژوند ته لا نور هم ارزښت ورکوي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040