د جي لين ولايت اقتصاد د نړيوال پولي بحران د بدو اغېزو په له منځه وړلو سره پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-08-04 14:54:37

چين ته د کتنې او د هېواد سرحدي سيمو ته د چيني او بهرنيو خبريالانو د سفر په نامه د فعاليت د لياو نينګ او جي لين فرعی پلاوی په دې وروستيو ورځو کې د جي لين ولايت له والي هان چانګ فو سره يوه مرکه وکړه. ښاغلي هان په عمده توګه د جي لين ولايت د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې تېر کال د جي لين په ولايت کې د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت شپږ سوه او څلويښتو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې شپاړلس زيات شوی دی.

د جي لين ولايت پنځه ځانګړتياوې لري. لومړۍ ځانګړتيا يې د موټرونو په برخه کې صنعتي چارې دي. تېر کال په دغه ولايت کې يو مليون پنځه لکه او دېرش زره موټرونه توليد شوي يعنې د چين په دننه کې په هرو شپږو موټرونو کې يو موټر په جي لين ولايت کې توليد شوی دی. دوهمه ځانګړتيا يې د کرنې په برخه کې ده. په تېره بيا د جوارو توليدی اندازه په چين کې لومړی مقام نيسي. درېيمه ځانګړتيا يې د ښوونې په برخه کې ده. د جي لين په ولايت کې د اجباري ښوونې د تعميم کچه د هېواد له نورو ځايونو څخه لوړه ده. بر سېره پردې دغه ولايت د لوړو زده کړو په برخه کې هم ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د فلمونو او تلويزيوني ډرامونو جوړول د دغه ولايت څلورمه ځانګړتيا بلل کېږي. نن ورځ هغه ډېر فلمونه او تلويزيوني ډرامې چې د چيني نندارچيانو خوښېږي، په

دغه ولايت کې جوړ شوي دي. دا خبره د يادونې وړ ده چې د نوی چين له جوړېدو وروسته د فلمونو جوړولو لومړۍ فابريکه د دغه ولايت په چان چونګ ښار کې جوړه شوه. اوس مهال په هرو دوو کلونو کې دلته د فلمونو فسټيوال تر سره کېږي. پنځمه ځانګړتيا يې طبيعی چاپيريال دی. د چانګ بای شان غرونو په شاو خوا کې د دغه ولايت ختيځه سيمه د ډېرو ګڼو ځنګلونو له خوا پوښل شوې ده. بر سېره پردې د دغه ولايت په لوېديځ کې لويې دښتې شته او د دغه ولايت په سلو کې دري څلوېښت برخه د ځنګلونو په وسيله پوښل شوې ده.

پخوا د جي لين ولايت د صنايعو د لرغوني اډې په توګه ګڼل کېده. خو د دغې اډې پرمختګ د اوسنۍ زمانې له پرمختګ سره سمون نه درلود او په يوه موده کې وروسته پاتی شوه. په دې وروستيو کلونو کې د نويو تخنيکونو په راجلبولو، د اصلاحاتو او نويښتونو په پلی کولو سره د جي لين ولايت پرمختګ يوې نوې کچې ته رسېدلی دی. د چانګ چون ښار د موټر جوړولو د صنعت په برخه کې ښه شهرت لري او نن ورځ په چين کې د موټرونو ډول ډول نندارتونونه هم تر يوې اندازې پورې د دغه ولايت د صنعتي چارو د پرمختګ لامل ګرځيدلي دي.

په راتلونکې کې به دغه ولايت نه يوازې په صنايعو کې، بلکې له پرمختلليو او نويو تخنيکونو څخه د ګټې اخيستنې، د درملو جوړولو او خدمتي چارو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې ډېرې پانګې واچوي. په دغه ولايت کې د خدمتي چارو د پرمختګ سرعت د نورو ولايتونو څخه چټک دی. که څه هم د جي لين ولايت اقتصاد په دې وخت کې د ټيټېدو په حال کې دی، خو تر اوسه پورې دغه ولايت له ستونزو څخه وتلی او د چټک پرمختګ په نوې لار کې خپل لوی ګامونه اخلي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040