چين په فعاله توګه په نړيوالو سوله ساتو عملياتو کې ګډون کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 18:30:29

د ١٩٤٨ کال د می په نهه ويشتمه نېټه د م م د امنيت شورا پريکړه وکړه چې بيت المقدس ته شپږ دېرش تنه پوځي کتونکي وروليږي، څو چې د منځني ختيځ له لومړۍ جګړې نه وروسته د عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ د اوربند پلټنه وکړي. راپديخوا د م م په مشرۍ سوله ساتي عمل پيل شو. په تېرو يو شپېتو کلونو کې اړوند عمليات په پر له پسی توګه تر سره شوي چې زياتو چيني سوله ساتو پوځيانو هم په دغه ماموريت کې ګډون کړی دی او په نړۍ کې يې د سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ کړی دی. 

د ٢٠٠٧ کال د نوامبر د درويشتمې نېټې په شپه، د چين د استحکامچيانو د سوله ساتي لومړنۍ ډلې د هه نان ولايت د شين جنګ په نامه له نړيوال هوايې ډګر څخه د سوډان دارفور سيمې ته وخوځېده چې د غړيو شمېر يې يو سل او پنځه دېرش تنو ته رسېدلی دی. د دغې ډلې يو غړي وويل

زموږ دنده ګرانه، مهمه او له وياړه ډکه ده. نو موږ به تر خپلې وسې پورې په لوړه کچه دغه دنده تر سره کړو چې په راتلونکی کې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره ښه زمينه برابره کړو. موږ به د سوډان د دارفور سيمې د ثبات او پرمختګ او په نړۍ کې د سولې د ساتلو لپاره لا زيات خدمتونه وکړو.

ياده شوې چيني ډله هم د سوډان په دارفور کې د م م لخوا ميشت شوې لومړی سوله ساتې ډله وه. د م م سرمنشي بان کيمون د م م د دری شپېتمې دورې په عمومي اسامبله کې په يو راپور کې ويلې، چې د سوډان په دارفور کې سوله ساتي عمل ډير ګران او سخت دی چې د م م د سوله ساتو عملياتو په تاريخ کې ساری نه لري.

که څه هم په دارفور کې کاري چاپيريال ډېر سخت و، خو چيني سرتيريو لا هم په ښه توګه د سوله ساتو ځواکونو د اډې ابادولو کارونه تر سره کړل. دوی په لنډه موده کې د هوايي ډګر، سړکونو، پلونو، څاګانو، خونو او دفاعي پروژې د جوړولو دندې تر سره کړې دي. د دارفور د مسئلې په اړه د م م او د افريقايي هېوادونو د ټولنې ګډ ځانګړي استازي رودولفي ادادا د چيني ډلې د کارونو لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل چې چيني سوله ساتو ځواکونو د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د سوډان په دارفور کې سوله ساتی عمل يوازې د م م په مشرۍ په سوله ساتو عملياتو کې يوه نښه ده. چين د ١٩٩٠ کال په اپريل کې د لومړی ځل لپاره د اوربند د پلټنې ګروپ ته پنځه پوځي کتونکي ليږلی دی چې د م م په مشرۍ په سوله ساتو عملياتو کې د ګډون له همدې ځای نه شروع کېږي. په ٢٠٠٢ کال کې چين په رسمي توګه د م م په مشرۍ د سوله ساتو عملياتو لپاره د لومړۍ کچې د تياريانو په نظام کې ګډون درلود. چين به د دغه نظام سره سم له غوښتنې ورکولو وروسته په راتلونکو نويو ورځو کې د سوله ساتو عملياتو لپاره د پوځيانو او سامان الاتو د تياريانو کارونه بشپړ کړي او په مناسب وخت کې به د پروژې، طب او ترانسپورټ په برخو کې سوله ساتو عملياتو ته مرستندويه ډلې ولېږي.

که څه هم په سوله ساتو عملياتو کې د چين د ګډون وخت يوازی شل کاله دی، خو چين له نړۍ سره يو ځای د سوله ساتو عملياتو په بهير کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شو.

د پيل له پنځو ګډون کوونکو څخه تر اوسنيو زرګونو ګډون کوونکو پورې، چين د م م د امنيت شورا په پنځو دايمي غړيو هېوادونو کې هغه يو دی چې سوله ساتو عملياتو ته يي ډېر زيات سرتيری ليږلی دی. دغه راز، د سوډان، کانګو، ليبريا، لبنان او ختيځ تيمور په ګډون د افريقا، منځني ختيځ، جنوبي اسيا او لاتيني امريکا په سيمو کې د چين د سوله ساتي ځواکونو خدمتونه ليدل کېږي.

چين د م م په مشرۍ په سوله ساتو عملياتو کې د ليدو وړ رول لوبولی دی. د روان کال په فبرورۍ کې، د نړيوالې سولې د څيړنې په اړه د سويډن د استکهالم مشهورې اکاډمۍ په يو راپور کې ويلې چې ريښتنې دا ده چې چين به د نړيوالې سولې د ساتنې په برخه کې لا مهم رول ولوبوي. د نړۍ د سولې او امنيت د ساتلو لپاره د چين له کوښښونو څخه څرګندېږي چې چين يو مسؤليت لرونکی ستر هېواد دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040