موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:10:52
قدرمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ ! زه ايازپرهر يم د مونږ او اوريدنکي پروګرام اوريدو ته ستاسو هر کلی کوم . . پاک رب دې وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو زه هم ستاسو ښلکي ليکونه او ايميلونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو او ايميلونو په لوستلو پيل کوم.

د خپرونې لومړي ليک لولم چې له ژوب څخه زمونږ هميشني همکار او سې ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی دی. د پښتو څانګې ټولو همکارانو په ځانګړې توګه اياز پرهر ، ډيوه ، غوټۍ ، غاټول ته خپل د ميني ډک سلامون ويلي دي .

مندوخيل ورور وايې ، چې زمونږ د کلب له برکته په زرګونه خلک ستاسو خپرونې اوروي . له دې سره سره ستاسو خپرونې په سرحد ، جنوبي پښتوتنخوا ، سندۀ او پنجاب کې هم خلکو ته معرفي کړيدي . چې ځيني کسان اوس له تاسو سره تماس هم نيولی دی .

مندوخيل وروره ، تاسو خو د خپرونې ښه او هميشنۍ همکار يي، او په ريښتيا هم تاسو خپرونې ته زيات کسان معرفي کړيدي او هم خپرونې ته ستاسو زيات ليکونه را ځي .

له تاسو نړۍ مننه کوو .

دا بل ليک خوست ولايت د عليشرو ولسوالۍ د جوغندي کلي له يو کلب څخه يوۀ اوريدونکي چې نوم يې سم نه لوستل کيږي ، راليږلی دی . د راډيو ټولو کارونکو ته يې سلامونه ويلي او زياتوي دا زما لومړې ليک دې چې خپرونې ته يې در ليږم او په ارتلونکې کې به انشاالله تاسو ته نور ليکونه هم در وليږم . مونږ دغه وورو ته هر کلی وايو خداې دې وکړي خپرونې ته ښه مطالب را وليږي ، نه يوازې دعا ، سلام او د خپرونيزو توکو غوښتنه وکړي . له دغه ورور څخه مننه کوو .

د انفو لسنرز کلب مشر اصف علي شاه مونږ ته بيا ايميل راليږلی او وايې : زه او زما دکلب غړي په دې باور دي چې دسي ارا ی راډيو په رښتيا هم يو نړيوالې معلوماتې راډيو ده اوپه دوامداره توګه يې اورو اوهم ډير معلومات ترينه تر لاسه کوو. او هم د چين په اړه په زړه پورې معلومات ترې اخلو . اصف علي شاه زياتوي چې دا زما لومړی ايميل دی چې تاسو ته درليږم ، هيله ده چې راته نشر يې کړی . او په پای کې ويلي چې زمونږ دکلب د غړيو شمير ١٧٥ تنو رسيږي اود څو تنو نومونه يې هم اخيستي دي . اصف اعلي شاه وروره دادې ستاسو ايميل مو درته خپور کړ . خو له ټولو همکارانو څخه هيله کوو چې خپرونې ته ښکلي مطالب راوليږي .

- دابل ايميل به لولم چې دا ايشيا ډې ايکس لور سوسايټي څخه منتصر عباس راليږلی . دغه ورور ويلي چې زه د پښتو خپرونه په دوامداره توګه اورم. اود خپرونې ستاينه کړيده .

بيا وايې ، زمونږ کلب خلکو ته د پښتو خپرونې د معرفي ډير فعاليتونه کړيدي او په پای کې د خپرنيزو تو کو غوښته کړيده ، تر څو لا زياتو کسانو ته د خپرونې په اړه معلومات ورکړي .

له دغه ورور نړۍ مننه د لا زياتو همکاريو په هيله يې يو .

دابل ليک د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ څخه د حسني کلب غړي رافيع الله رافيع راليږلی ، په سر کې يې د سې ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته په ځانګړې توګه د مونږ او اوريدنکي د پروګرام چمتو کونکو ته سلامونه وړاندې کړي . چې زه به ورته عليکم سلام ووايم

رافيع الله وايې : چې غواړم د حسيني کلب په اړه تاسو ته معلومات درکړم . ددغه ورور معلومات زيات . زه به يوازې په لنډه توګه ووايم ، چې ددوی کلب نوم يوراج او په حسيني کلب بدل شوی دی . له دغه ورور څخه مننه کوو .

دابل ليک بيا هم له ژوب څخه د سې ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی دی او د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته يې سلامونه ويلي دي . مندوخيل ورور بيا ګيله کړيده او ويلي دي ، چې ډيره موده کېږي تاسو ته بريښنا ليکونه درليږو ، خو ډيوه يې ځواب نه راليږي . بيا وايې ، چې په کلب مو يوه غونډه تر سره شوه چې پکښې د کلب د ټولو غړو پرته د ښار په لسګونو کسانو کډون درلود .

زياتوي ، چې د غونډې هدف دا وو ، چې سې . ار . ای په سيمه کې څنګه معرفي شي . تر دغه سر ليک لاندې وينا کوونکو خپلي ويناوې وکړې . او هغو زياته کړه چې بايد د سې . ار . ای پروګرام پاڼې او مجلې پر خلکو وويشل شي . څو خلک د سي . ار . ای له څپو او مهال ويش سره اشنا شي .

د مندوخيل ورور له هڅو نړۍ مننه کوو . پدې لارې کې د لا زياتو برياليتوبونو په هيله يو .

دا ښکلی ليک را اخلم چې په ډير ښکلي خط ليکل شوی دی . د پښتوتنخوا له مسلم باغ څخه محمد علي عمري راليږلی دی . تر هر څه وړاندې د چين د نړيوالي راډيو د پښتو څانګې په ځانګړې توګه د مونږ او اوريدنکي د پروګرام چمتونکو سلامونه ويلي ، چې ورته عليکم سلام وايم .

دغه ورور ويلي ، چې خپرونې مو اورم ډيرې په زړه پورې دي ، همدارنګه ستاسي انټرنټ پاڼه هم ګورم چې د ستايلو وړده . بيا وايې : چې درنو همکارانو ستاسو له لوري چاپ شوی مجله پښتو هنداره راورسيدله زيات پرې خوشحاله شوم . څښتن تعالی دې ستاسو پردې ستره لار چې د پښتو ژبې ته خدمت کوی ، بريالي لره. عمري وروره له تاسو نه هم مننه کو او برياليتوب درته غواړو .

دا ليک مونږ ته د خپرونې اوريدنکي شفق الله مقاليديار راليږلی دی وايې : هيله ده چې زما بې ديدنه سلامونه ستاسو په مبارک حضور کې قبول شي . عليکم سلام .

شفيق الله ورور ويلي ، چې ستاسو لخوا د څارونکي کارت ماته ورسيد . باور وکړې ډير زيات ورته خوشحاله شوم ، چې تاسو ماته دومره زياته ارزښتناکه او پاکه دنده را غاړه کړه او په ما غريب بنده باور لرې . بيا وايې : چې پدې خفه يم چې د ځينو ستونزو له امله اړ يم چې دوبې ته ولاړشم او ستاسو راسپارل شوې دنده نشم تر سره کولی . خو ترڅو پورې چې دلته يم هر ډول مرسته به انشاالله وکړم . او په پاې کې ويلي ، هر چيرې چې اوسم نو له سي . ار . ای سره به اړيکي ټينګې ساتم .

له شفق الله ورور څخه نړۍ مننه کوو ، د راتلونکو همکاريو په هيله يو .

دا بل ښکلی ليک بيا د افغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي ورور راليږلی دی . حنفي ورور د پښتو څانګې همکارانو غوټۍ ، ډيوه ، هوسۍ ، تايب ، هيله ، احمد زلمي ، ليلا او نورو ته خپل د ميني ډک سلامونه ويلي دي . او وايې : چې پروګرامونه مو ډير په شوق سره اورو ، تل ترينه ښه او زړه پورې معلومات تر لاسه کوو . ستاسو له دې خدمت نه نړۍ نړۍ مننه اوکور وداني درته وايو دا ستاسو لپاره نه بلکې زمونږ لپاره د وياړ ځای دی ، پداسې يو هيواد کې چې پښتانه د نشت په برابر دي او بيا تاسې پښتو ژبې ته خدمت کوی .

له حنفي ورور څخه زياته مننه کوو .

دا ليک د خوست ولايت له مرکز څرنګوټ نه د خپرونې نوي اوريدنکي ولي محمد خاکسار راليږلی دی . په سر کې يې د سي . ار . ای راډيو ټولو همکارانو ته سلامونه ويلي دي . چې ورته عليکم سلام وايم .

ولي محمد ورور وايې : چې زه د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليږم پوهنځي محصل يم .، کله مې چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه چې د پښتوهندارې په نامه وه ، واوريدله نو ماته يې ډير خوند راکړ. له هغه وروسته مې غوښتل چې تاسو ته ليک در وليږم ، خو ادرس را سره نه و نو يوۀ ملګري مې راته ستاسو پاکټ راکړ او تاسو ته مې ليک در واستولو . ولي محمد ورور وايې ، دا ډير د وياړ ځای دی چې د داسې يو هيواد کې کار پوهانو په پښتو خبرې کوي . په پاې کې يې احمد زلمي ته ويلي دا ليک ومنئ او هم يې د سي. ار . ای د پښتو خپرونې د انټرپاڼې د ادرس غوښتنه کړيده .

زمونږ ادرس https://pushtu.cri.cn .

ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله يو .

دا ليک د مانسهرې د چهړيانو له دريم نمبر کمپ څخه د خراسان کلب مرستيال عبيداله صديقي راليږلی دی . دغۀ ورور د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته په ځانګړې توګه دپښتو خپرونې چلونکو ته نيکي پيروزيني وړاندې کړي ، چې مونږ به هم وروڅخه مننه وکړو .

د عبيدالله په ليک کې نور څه نشته وايې ، چې دنوي کال چاپ شوي مواد ، کليږي ، او پښتو هنداري مونږ ته را وليږی . او هم کوم تاريخي تصويرونه چې در ليږو هيله ده چې په پښتو هنداره کې يې نشر کړي . په پای کې زياتوي چې د چين د تاريخي لوی ديوال عکسونه هم راوليږی ترڅو پدې هکله زمونږ معلومات زيات شي . له عبيدالله صديقي څخه مننه .

دا ښکلي چې په انګليسې ليکل شوئ دی د تاګار راډيو د لسنرز کلب مشر حق نواز راليږلی دی ، دغۀ ورور دسي . ار . ای راډيو ټولو کارکونکو ته د روغتيا غوښتنه کړيده. ور څخه مننه کوو . حق نواز وايي : زه ډير خوشحاله يم چې د خوبونو هيواد چين په اولمپيک لوبو کې زيات مډالونه وګټل او لومړي مقام يې تر لاسه کړ. د اولمپيک لوبو په بريالی توګه له تر سره کيدو او پاې ته رسيدو څخه خو شحال يم او هم ډيره مننه کوم . هيله لرم چې د ٢٠١٢ کال المپيک په لوبوکې چې په لنډن کې تر سره کيږي ، چين بيا هم زيات مډالونه وګټي او لومړی مقام تر لاسه کړي . او په پای کې يې د خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده .

د حق نواز ورور له ښکلي ليک نه نړۍ مننه کوم ، پدې هيله چې په راتلونکي کې هم خپرونه ښکلي او زړه پورې ليکونه او مطالب راوليږي .

دابل ليک د ميرانشاه څخه زمونږ بل اوريدنکي ظاهر محمود راليږلی دی او د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي چې اوس زه ستاسو دايمي اوريدنکی يم او ستاسو پروګرامونه ډير په مينه اورم .

ظاهر محمود ورور زياتوي: د چين له حکومت نه مننه کوم ، چې دپښتو ژبې لپاره په اخلاص سره خدمت کوي او دپښتو هندارې له چلونکوته يې سپيشل ياني ځانګړي سلامونه وړاندې کړي . دغه ورور ويلي چې د ښکلي ګوانګ شي په نامه سيالۍ کې مې برخه اخستی وه او هم مې پکې دريم مقام تر لاسه کړی و ، او زياتوي چې ستاسو لخوا راليږل شوي سوغاتونه را رسيدلي دي . ګرانه ورور دا ستاسو زيار نتيجه وه چې دريم مقام مو تر لاسه کړی . په راتلونکي کې هم داسې زيار وباسې نو انشاالله بيابه هم په سياليو کې ګټونکي شئ. له تاسو ډيره مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يو .

اود خپرونې وروستې ليک د حضرت سلطان د کلب مسول قاري محراب الدين پريشان راليږلی . قاري صاحب له يو ځنډ وروسته مونږ ته ليک راليږلی او د سې ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته يې سلامونه ويلي دي او د پښتو هندراې ته يو شعر هم راليږلی دی چې شعر تکراري پدې هيله چې په راتلونکې کې خپرونې ته ښکلي او تازه ليکونه راوليږي .

ښه قدرمنو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي د خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په

اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No: 20 17

٦- اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040