موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:13:33
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند په ټولو چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو ستاسو ليکونه درته ولولم .

دخپرونې لومړی ليک را به واخلم چې له چمن څخه د خپرونې اوريدنکي ګران محمد عيسې وفا راليږلی دی . د په سر کې يې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي . وايې چې خپرونې مو په مينه اورم اود سترګې تر نامه لاندې يې يو يو غزل يې هم راليږلی چې په پښتو هندارې کې د چاپ غوښتنه کړيده .

نن مې د سترګو ، سترګو کيږي جانان – په خوږ محفل کې چې ياديږي جانان

د ښو خبرو سره ښه ښکاريزي – په پښتو ژبه تل ګاييږي جانان

دوفاداري د خولي خبره سوله _ ساده سړئ په څه پوهيږي جانان

له عيسې وفا ورور څخه مننه د ده راتلونکو همکاريو په هيله .

دا بل ليک له ژوب څخه ملنګ جان صافي خپرونې ته راليږلی دی ، او وايې چې زما لخوا د اسمان د ستور په شان رنګينه سلامونه قبول کړی ، چې مونږ به ورته عليکم ووايو .

ملنګ ورور غوښتنه کړيده چې زما دا ليک راته خپور کړی . ملنګ جان پوښتنه کړي چې د چين مشهور سندر غاړی څوک دی . ګرانه ورور په چين مشهور سندر غاړي ډير دي خو به يوازې د دوړ سند غاړو نومونه چې يو نارينه او بل ښځينه نومونه درته واخلم . نارينه سندرغاړ جانګ شي يو او ښځينه سندر غړې ا کو کو نوميږي . او په پای کې يې دخالد ملک په غږ د يوې سندرې غوښتنه کړيده چې د سندرې نوم دی . ماته خطونه په پښتو کې ليکه . ګرانه ورور ه دا سندره به

٢- مونږ تاسو ته خوښي کړو سندرو په پګرام کې تاسو ته خپره کړو . له ستاسو څخه نړۍ مننه .

دا ليک بيا له لکي مروت څخه هارون الرشيد او ملګرو يې راليږلی دی . دغه ورور د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته سلامونه ويلي دي . چې عليکم ورته وايم . هارون الرشيد د خپرونې ډيره ستاينه کړی او وايې چې ستاسو خپرونه ډير ه په مينه سره اورو او هم ډير خوند ترينه اخلم . که څه هم مونږ د نورو راډيو ګانو خپرونې اورو خو سي ار ای په ټلو کې وتله راډيو ده ځکه چې زيات په زړه پورې پروګرام خپروي . له دغه ورور څخه مننه کوو پدې هيله چې په راتلونکې خپرونې ته په زړه پورې او ښکلي ليکونه را وليږي .

دا ليک د خوست ولايت له مرکز څرنګوټ نه د خپرونې نوي اوريدنکي ولي محمد خاکسار راليږلی دی . په سر کې يې د سي . ار . ای راډيو ټولو همکارانو ته سلامونه ويلي دي . چې ورته عليکم سلام وايم .

ولي محمد ورور وايې ، چې زه د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليږم پوهنځي محصل يم .، کله مې چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه چې پښتوهندارې په نامه وه ، واوريدله نو ماته يې ډير خوند راکړ. بياما غوښتل چې تاسو ته ليک در وليږم خو ادرس را سره نه وو ، نو يوۀ دوست مې راته ستاسو پاکټ راکړ او تاسو ته مې ليک در واستولو . ولي محمد ورور وايې ، دا ډير د وياړ ځای دی چې داسې يو هيواد کې کار پوهانو په پښتو خبرې کوي . او په پاې کې يې احمد زلمي ته ويلي دا ليک ومنئ او هم يې د سي. ار . ای د پښتو خپرونې د انټرپاڼې د ادرس غوښتنه کړيده .

دا ښکلي چې په انګليسې ليکل شوئ دی د تاګار راډيو لسنرز کلب مشر حق نواز راليږلی دی ، دغه ورور دسي . ار . ای راډيو ټولو کارکونکو ته يې د روغتيا غوښتنه کړيده. ور څخه مننه کوو . حق نواز وايي ، چې زه ډير خوشحاله يم چې خوبونو هيواد چين په اولمپيک لوبو کې زيات مډالونه وګټل او لومړي مقام يې تر لاسه کړ. اولمپيک لوبو په

٣- بريالی توګه له تر سره کيدو او پاې ته رسيدو څخه هم ډيره مننه کوم . او هيله لرم چې د ٢٠١٢ کال المپيک په لوبو چې په لنډن کې تر سره کيږي ، چين بيا هم زيات مډالونه وګټي او لومړی مقام تر لاسه کړي . او په پای کې يې خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده .

د حق نواز ورور له ښکلي ليک نه نړۍ مننه کوم ، پدې هيله چې په راتلونکي کې هم خپرونه ښکلي او زړه پورې ليکونه او مطالب راوليږي .

دا بل ليک له جنوبې پښتونخوا څخه نقيب الله هوتک راليږلی دی او سي ، ار ، راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته يې د مينې او خلوص ډک سلامونه ويلي دي . نقيب الله ورور وايې ، چې خپرونې ته دا زما لومړی ليک دې چې در ليږم . او په راتلونکي کې به درسره قلمي اړيکي ټينګې کړم . دغه ورور د خپرونې ډير ستاينه کړي ده او زياتوي چې ، تل ستاسو خپرونې په مينه او شوق سره اورم . او په راتلونکي کې به نورم ستاسو پروګرامونه د ستوري په شان وځليږي .

نقيب اله خان وړاندې وايې، چې مونږ او اوريدنکي دخپرونې و خت کم دی او غوښتنه کوي چې لږ څه يې زيات کړی بل ويلي چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې يوازې يوه سندره خپروې . دا پروګرام لږ تر لږه بايد يو ساعت وي . ګرانه ورور ستاسو وړاندېزونه پر ځای دي خو که چيرې امکان ولري نوحتمي به ستاسو پر وړاندې د پښتو څانګې چارواکي غور وکړي . او د ليک په پای کې يې د يوې راډيو او کتابچو غوښتنه کړيده . چې د تحفي په ډول يې را وليږی . له نقيب الله هوتک څخه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو.

دا بل ښکلي ليک مونږ ته دخپرونې اوريدنکي خوشحال خان له پاکستان څخه راليږلی او د خپرونې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي . خوشحال خان وايې چې زه د ښوونځي يو تن ښونکی يم او خپل کتابتون هم لرم چې هر ډول کتابون پکې موجود دي

٤-دغه ورور زياتوي چې ما سره په ښونځي کې ٧٠٠ زده کونکي شته دي او زه ورته خپل هيواد او چين د وستۍ په هکله خپلو زده ګونکو ته تل معلومات ورکوم . .

خوشحال خان وړاندې وايې ، چې دا زما لومړی ليک دی او هيله ده په تود هرکلي سره يې ومنې . چې مونږ به ښاغلي خوشحال خان هرکلی ووايو او پدې هيله چې د خپرونې دايمي همکار پاتي شي . دغه ورور د چين سيل ګرۍ د نقشې ، کليږې او کتاب غوښتنه کړيده او دخالد ملک په غږ کې د يوې سندرې غوښتنې هم کړيده چې د خوښي کړو سندرو په پرګرام کې به يې ورته خپره کړو .

دليک په پای کې ويلي چې زما خوشحإل خان خټک او د زامنو هر يو ناصر خوشحال خټک ، اصف خوشحال ، بشر خوشحال او وړوکي حيدر خوشحال له لوري تاوده او خواږه سلامونه ومنئ او ټپه يې هم راليږلی چې دا به ورته ولولم .

زما پنځه وخته دعا ده - رب مو دغم دباده اوساته مين نه

د تابه هير که به په ياد يم - زه چې قدم په قدم ږدم تا ياده ومه

خوشحال خان خټک صاحب مونږ به هم له دې وروسته تاسو يادوو ، له تاسو څخه نړۍ مننه او لا زياتو همکاريو په هيله دې يو .

له ژوب څخه دخپرونې دايمي اوريدنکي رفيع اله مندوخيل هم خپرونې ته ليک راليږلی او د سلامونو تر څنګ يې د سيچوان په اړه د سيالۍ د پاڼو غوښتنه کړيده . د رفيع اله مندوخيل په ليک نور څه نشته ، ورنه مننه کوو .

د پيښور د لسنرز کلب مشر بلال خان هم خپرونې ته ښکلی ليک راليږلی او سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

بلال خان ورور بيا ګيله کړيده ، هغه دا چې دوه مياشتې کيږي ستاسو له خوا ( يعني ږمونږ )

٥-لخوا ورته هيڅ ځواب ندې ورغلي . بلال خان ورور ته به زه ووايم چې د ليکونو ځوابونو د

څانګې مسئولي ډيوې څخه پښتنه وکړه او هغې راته وويل ، چې ټولو اوريدنکو ته يې د ليکونو ځوابونه او پښتو هندارې ورليږلی دي . بيا به هم بلال خان ته ووايم ، چې تاسو زمونږ د خپرونې هميشنۍ همکار يي او هيله من يو تل همداسې همکارۍ وکړې . بل زمونږ لخوا پښتو هندارۍ او ځوابو نو ليکونو ټولو اوريدنکو ته استول شوي دي خو فکر کوم چې تاسو هلته پوستې ستونزې لرې . دا چې دا ستونزې څه دې مونږ هم پوهيږيو . له بلال خان ورور څخه نړۍ منن کوو پدې هيله خوا بدی نه وي . ځکه د ليک ځوب ور استولی دی .

دا ليک مونږ ته د روزي خانه په نامه زمونږ يوبل اوريدنکي راليږلې دی . دغه ورور د سي ار ای راډيو ټولو کارونکوته سلامونه ويلي دي . چې عليکم سلام ورته وايو . له دۀ سره يې ملګري دي . سليمان ، خالد ، او داسې نور، چې د سي ار ای راډيو له خپرونې څخه يې خوښي څرګنده کړيده . روزې خان يو شعر راليږلي خو خط يې سم نه لوستل کيږي پدې هيله چې په راتلونکې خپرونې ته په واضح ډول ليکونه راوليږي .

دا ليک مونږ ته له ډير اسماعيل خان څخه د خپرونې اوريدنکي لياقت علي عوان او ملګرو يي ريحان علي او ميران علي راليږلی دی . دغه ورور د سي ار ای راډيو د خپرونې ټولو کارکونکو ته سلامونه وړاندې کړيدي او وايې چې ستاسو لخوا راليږل شوي سوغاتونه مونږ ته را ورسيدل او ډير پرې خوشحاله شو . لياقت علي عوان زياتوي چې زما دا ليک په پښتو هنداره کې راته خپور کړی . ا و هم وايې ، چې ستاسو د راډيو د پروګرامونه په هکله مو ډير کسانو ته معلومات ورکړي ، چې ور څخه مننه کوو . د ليک په پای کې يې د سيالۍ د پاڼو غوښتنه کړيده .

د لياقت علي عوان ورور له دغه ښکلي ليک نه ډير مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

دا بل ليک د خوست ولايت د عليشيرو ولسولۍ له يوراج کلب څخه رسول حسن حٌسيني راليږلی دی . او ايې چې د سي را ای راډيو ټولو همکارانو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندې کوم . رسول حسن وررو دخپرونې ستاينه کړيده او ويلي دي چې د پښتو هندارې دولسمه ګڼه مونږ ته رارسيدله ده .

دغه ورور ګيله کړيده چې په پښتو هنداره کې د ټولو کلبونو نومومه اود مشرانو عکسونه چاپ شوي دي . خو د يوراج د کلب هيڅ پته پکې نه لګي . ايا تاسو له مونږ نه مره ور شوي يې که څنګه ؟ او پای کې ويلي خدای دې وکړي چې زمونږ ليکونه په ښتو هنداره کې چاپ شي . قدرمنه ورور داسې کومه خبره نده چې مونږ د نور اوريدنکونو نومونه په پښتو هندارې کې چاپ وو او ستا نه . تاسو ټول زمونږ سر او سترګې يي . انشاالله ستاسو د کلب نوم او ستاسو عکس به هم په راتلونکو ګڼو کې چاپ شي . له تاسو څخه نړۍ مننه او لا زياتو همکاريو په هيله دې يو .

د خپرونې وروستې ليک بيا له مانسهرې د خراسان کلب څخه فرهاد همدرد ، او ملګرو يې هر يو الياس مجبور ، صداقت انګار او داسې نور .له سلامونه پرته ددغه ورور په ليک څه نشته او پای کې د کتابونو ، مجلو او دخط د پاکټونو غوښتنه کړيده . ورنه مننه کوو پدې هيله چې په

ښه قدرمنو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود

خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040