موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:14:51
قدرمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مي ومنئ ! زه ايازپرهر يم د مونږ او اوريدنکي پروګرام اوريدو ته ستاسو هر کلی کوم . . پاک رب دې وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو زه هم ستاسو ښلکي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم

د خپرونې لومړی ليک را اخلم ، دا ليک مونږ د پيښور د لسنرز کلب مشر بلال خان راليږلی دی . د بلال خان وررو ليک بيا له ګليو څخه ډک دی . په سر کې د سي ار ای راډيو ټولو کارنکو ته په ورين تندي سلامونه وړاندې کړيدي .

او بيا ګيله کړيده ، وايې : له دوو مياشتې راهيسې ستاسو لخوا مونږ ته د ليک هيڅ ځواب ندی راغلی . څه علت دی ولي ځواب نه راکوی . بيا يې په تکراي ډول ويلي چې تاسو مونږ ته په سي ار ای کې ځای نه راکوئ؟ که داسې وي نو په راتلونکي کې به تاسو ته د ليکونو ليږل بند کړم او د تل لپاره به دسر اړيکي پريکړم .

قدرمنه وروره بلال خانه ! زه به بيا هم درته ووايم ، چې ستاسو د ليک ځواب درليږل شوئ ، کيدای در ورسيږي ، خو داسې ګمان کوم چې تاسو په خپله سيمه کې پوستې ستونزي شته دي داځکه چې مونږ لخوا ټولو همکارانو ته د ليکونو ځوابونه ورليږل شوي او يو شمير اوريدنکو ځوابې ليکونه تر لاسه کړيدي . تاسو خو مونږ هميشنۍ او ښه همکار يي ، نو مونږ ولي ستاسو دليک ځواب نه درليږو . پدې هيله چې قناعت مو حاصل شوئ وي . له تاسو نړۍ مننه کوو او د راتلونکو همکاريو په هيله دې يو .

بل ليک د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ ديوراج کلب مشر رسول حسن حٌسيني راليږلی او د

سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي .

٢- روسول حسن ورور هم ګيله لري او وايې، چې زمونږ دکلب د غړيو ليکونه ډير ځنډ ورورسته خپريزي . او بل يې ويلي چې زمونږ ليکونه په پښتو هندارې کې نه خپريزي . علت يې څه دی؟

قدرمنه وررو ه ، لومړۍ دا چې ستاسو ليکونه مونږ له يو ځنډ وروسته را رسيږي ، کله چې مونږ ليکونه تر لاسه کوو نو حتمي خپرو .، هغه ځکه چې دا خپرونه ستاسو د ليکونو پرته پر مخ نه ځي . ستاسو بله ګيله داچې ولي ستاسو ليکونه په پښتو هندارې کې نه خپريږي . خدای مه کړه داسې کومه خبره نه ده چې د نورو اوريدنکو ليکونه خپره وو او ستاسو نه . هر هغه ليک ډير ښکلی ، په ښکلي خط ليکل شوئ وې او هم پکې په زړه پورې مطالب وي ، په پښتو هندارې کې خپريږي . نو تاسو هم له خيره هڅه وکړې چې خپرونې ته ښکلي ، ښکلي ليکونه را وليږې .

دا ليک هم د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ له يوراج کلب څه ذبير اقبال راليږلی دی ، دغه ورور هم د خپرونې په سر کې ټولو همکارانو ته خپل سلامونه ويلي دي . اوايې چې خپرونې ته دا زما لومړئ ليک دی . چې مونږ به هم ورته هر کلی ووايو .

ذبير ورور زياتوي ، چې زما دليک په خپرونې کې خپور کړي او په راتلونکي کې به له تاسو سره خپله قلمي رابطه نوره هم ټينګه کړم او لا زيات په زړه پورې مطالب به ورليږم .

قدرمنه ورور له تاسو نه نړۍ مننه مونږ هم پدې هيله يو چې تاسو دخپرونې هميشنۍ همکار پاتې شئ او هم خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږی .

بل ليک به ولولم چې په اردو ليکل شوی دی د مانسهرې له چهړيانو څخه محمد عارف او دو نورو دوستانو يې چې نومونه يې سم نه لوستل کيږي را ليږلی دی . د دوی ليک په اردو يې ليکلي ، د سلامونه تر څنګ يې د نوي کال مبارکې ويله ده او ايې چې هيله ده دا کال تاسو ته له خوښيو ډک يو کال وي . عارف ويلي، چې د اردو پروګرام تر څنګ د پښتونه خپرونې هم په ډير شوق سره اورم خو پښتو پوهيږم خو ليکلی نشم .

٣- محمد عارف يو ګيله هم کړيده او وايې چې مخکې مې هم يو ليک در ليږلی و، خو ځواب يې را نه غی ا و دليک په پای کې د اردو سندرې د نشر غوښتنه کړيده . ګرانه وروره محمد عارف ، لکه څنګه چې تاسو پخپل ليک ويلي ، چې د سي ار ای راډيو اردو خپرونې هم اوري نو تاسو به اردو سندرې حتمي د اردو خپرونې له لارې اوريدلي وي . خو په پښتو خپرونه کې يوازې پښتو سندره خپرولی شو . پدې هيله چې د ليک ځواب دی ارويدلی وي . تاسو کولی شي مونږ ته په اردو ليکونه را وليږی ، زمونږ لپاره هيڅ ستونزه نشته . له تا سو نه نړۍ مننه د راتلونکيو همکاريو په هيله دې يو .

دا ليک دافغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه وړاندې کړيدي .

حنفي وررو ويلي دي ، چې ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اورو او تل ترې ښه او په زړه پورې معلومات حاصلوو. او زياتوي چې چين نړيواله راډيو زمونږ د ژوند يو برخه ګرځيدلی ده او هر قسم همکاريو ډاډ در کو .

حنفي وړاندې ويلي ، چې ستاسو لخوا د سيالۍ پوښتنې مونږ ته راسيدلي او ځوابونه مو بيرته درليږلی دي . او دا هم وايې ، چې را روانه ((بهير)) خپرنيزه مو درليږلی ده پدې هيله چې ستاسو د پام وړ وګرځي . په پای کې يې ويلي چې مونږ غواړو په را روانه بهير کې ستاسو د راډيو د ټولو کار کونکو عکس چاپ کړو او هيله ده چې په ګډه يو عکس زما د بهير لپاره را وليږی .

له سيد وارث حنفي څخه نړۍ مننه کوو.

دا ښکلی ليک را اخلم چې په ډير ښکلي خط ليکل شوی دی . د پښتوتنخوا له مسلم باغ څخه محمد علي عمري راليږلی دی . تر هر څه وړاندې د چين د نړيوالي راډيو د پښتو څانګې په ځانګړې توګه د مونږ او اوريدنکي د پروګرام چمتونکو سلامونه ويلي ، چې

٤- ورته عليکم سلام وايم .

دغه ورور ويلي ، چې خپرونې مو اورم ډيرې په زړه پورې دي ، همدارنګه ستاسي انټرنټ پاڼه هم ګورم چې د ستايلو وړده . بيا وايې ، چې درنو همکارانو ستاسو له لوري چاپ شوی مجله پښتو هنداره راورسيدله زيات پرې خوشحاله شوم . څښتن تعالی دې ستاسو پردې ستره لار چې د پښتو ژبې ته خدمت کوی ، بريالي لره. عمري وروره له تاسو نه هم مننه کو او برياليتوب درته غواړو .

دا بل ليک له لکي مروت څخه د صمد لسنرز کلب مشر هارون الرشيد راليږلی دی او دخپرونې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه وړاندې کړيدي . دغه ورور وايې چې ، زه او کلب ټولو ستاسو له خپرونې سره ډيره مينه لرو او په شوق سره يې اورو ، ځکه ډير ښه پروګرامونه لري . هارون لرشيد د سي را ای راډيو ستاينه کړيده او زياتو ي سي ار ای پښتو راډيو بې مثاله ده .

دغه ورور هم ګيله ګړيده چې مونږ مو د نوي کال کليزه ، پوستر ، معلوماتي توکي او دسيالۍ پاڼې ندي راليږی ايا له مونږ خفه ياست ؟ زه به دغه ورور ته ووايم ، چې مونږ به هيڅ کله هم له خپلو اوريدنکو سره خفه نشو . مونږ په وار سره ويلي ، چې سي ار ای پښتو خپرونه د اوريدونکو له همکارۍ پرته پر مخ نه ځي . بل دا چې ، که مونږ سره مطبوعاتي توکي وي ، دا ټولو ستاسو اوريدنکو لپاره دي او حتمي به يې تاسو ته درليږو . خدای مکه کړه داسې کومه خبره نده چې له تاسو خفه شو . له تاسو څخه ډيره مننه ستا د لا ښو همکاريو په هيله يو .

دا ښکلي او اوږد ليک به رواخلم چې د افغانستان د نجات ملي کلب مشر صاحب شاه کوټوال او کلب غړيو يې راليږلی دی . دغه ورور د پښتوهندارې د نوي بڼې مبارکي ويله ده او پکې د

اوريدنکو لپاره د کټور موضوع ګانو يادونه کړيده .

.

٥- صاحب شاه کوټوال ويلي ؤ چې مونږ ددې هندراې له هر برخې سره مينه لرو او غواړو چې دغه نوې مجله د تل لپاره چاپ کړی شي . بيا زياتوي چې مونږ غواړو په راتلونکي کې پدې هنداره کې دا متحتويات زيات شي . په چين کې د بهرنيانو ژوند ، په چين کې د بې وزلو خلکو ژوند ، د چين تاريخ او کلتور ، د چين بزرګرانو ، د ورغتيا ساتنې ، د چين د مسلمانانو کلتور ، دندې ، او خوراکونه ، سياينس ، د ٢٠٠٨ کال سپورت ، چيني فلمونه او چنينې خوراکونو .

ګرانه وروره ، تاسو ډير په زړه پورې وړاندېزونه کړي وو ، خو د سې ار ای راډيو په پښتو ويبپاڼه کې يو شمير دا پروګرامونه شته ، بيا هم که چيرې په پښتو هندارۍ کې يې امکانات وي نو حتمي به دغو پروګرامونه پکې ځاي ورکړو . صاحب شاه ورور نه ډيره مننه کوو پدې هيله په راتلونکي کې خپل پروګرام ته په زړه ليکونه راوليږی.

دا ليک به مونږ ته دخوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ څخه له يوراج څخه اسد الله اسد راليږلی ، په سر کې د سي ارای د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي . د اسداله ورور د خپرونې ستاينه کړيده ده او وايې چې ډيرې په زړه پورې دي او خوند ترينه اخلو او هم دپښتوهنداره ډير ښکلي چاپيږي او په پای کې د پښتو هندارې غوښتنه هم کړيده . له دغه ورور څخه مننه کوو او ورته وايو چې پښتو خپرونه ستاسو خپله خپرونه ده او ستاسو په همکارۍ او مرسته مونږ تل هڅه کوو چې په زړه پورې خپرونې چمتوکړو . داسد اله ورور مونږ يو غزل هم راليږلی دی خو سم نه لوستل کيږي ، پدې هيله چې په راتلونکې خپرونې ته په زړه پورې او ښکلي مطالب راوليږي .

دا ليک بيا له چارسدی څخه معشوق جان کاموال راليږلی دی . دغۀ ورور د سلامونو تر

٦- څنګ ګيله کړيده چې تاسو تل په خپلو خپرونو کې وايې چې د خپرونو په هلکه وړانديزونه او نيوکې که لري نو د انترنټ او يا هم د ليکونو له لارې را وليږلی . خو کله چې مونږ نيوکې در ليږو په خپرونو کې يې نه خپروې او هم زمونږ درليږل شوي عکسونه په پښتوهندارې کې ورته ځای نه ورکوې . . زياتوې چې زمونږ ليکونو په نه خپروی . او خوشحال تايب يې څخه هم ګيله کړيده ، چې له دوی سره اړيکي نه ساتي . قدرمنه ورورمعشوق جانه تاسو اوريدنکي زمونږ سر و سترګې يې . دا امکان نلري ، چې ستاسو ليکونه او سالمي نيوکې مونږ ته ورسيږي او مو نږ يې خپرې نکړو . بل دا چې زمونږ ټول همکاران هڅه کوي له اوريدونکو سره اړيکي ولرې ، خو ځيني وخت د زياتو کارونو له امله نشي کولی له تاسو سره خبرې وکړي . . تاسو پدې مه خفه کيږې ، کله چې تاسو مونږ ته زنګ وهی ، نو يو نه يو همکارمو ستاسو تيلفونو ته ځواب وايې . پدې هيله چې د خپرونې دايمي همکار پاتي شې ، ستاسو د ښکلو ليکونو په هيله .

د خوست ولايت له عليشيرو ولسوالۍ څخه رفيع اله رافيع هم خپرونې ته ليک راليږلی دی او سلامونو ترڅنګ يې ويلي چې د يوراج کلب مشر محمد شفيق د ځينو ستونزو له امله دوبې ته ځې او کلب مشري اوس د رسول حسن حٌسينې په غاړه ده چې د کلب ټولو غړو ورته مبارکې ويلې . ښه ګرانه ورور مونږ به هم ورته مبارکي ووايو . او ورته برياليتوب غواړو .

ښه قدرمنو دوستانو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د

-٧- وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

قدرمنو اوريدنکو او د خپرونی مينه والو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . خوشحاله اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040