وږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:16:26
قدرمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مي ومنئ ! زه ايازپرهر يم د مونږ او اوريدنکي پروګرام اوريدو ته ستاسو هر کلی کوم . پاک رب دې وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو زه هم ستاسو ښلکي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم .

دخپرونې لومړی اوږد ليک چې په څو پاڼو کې يې ليکلی دی ، د افغانستان د ملي راډيو خبريال او زمونږ د خپرونې همکار ناصر شاه سرحدي راليږلی دی . سرحدي صاحب د چين د نړيوالي راډيو ټول کار کونکو ته په څانګړې ټوګه د پښتو څانګې کارونګوته يې سلامونه وړاندې کړي دي . دې زياتوي چې ، د ځينو بوختياوو له امله مې تاسو ته ليکونه ندې دليږلې . هيله ده چې زما بښنه ومنئ .

دغه ورور د خپرونه ډيره ستاينه کړې ده او وايې ، چې ستاسو ټول پروګرامونه په زړه پورې دي په تيره بيا خبري سرويس ، تبصري، ا فغاني موسيقي ، د چين د خلکو کلتور او داسې نور ... خو له بده مرغه چې د ايف په څپو نه خبريږي .

زه به سرحدي ورور ته دا زيری ورکړم چې انشاالله په نژدې راتلونکي کې به په کابل کې د ايف ايم د څپو له لارې د چين د نړيوالی راډيو پښتو خپرونه واورې .

دغه ورور د چين او افغانستان د دوستانه اړيکو او افغانستان ته د چين د ولسي جمهوريت د مرستو ډير ستاينه او مننه کړيده او وړانديز يې کړي که چيرې د چين هيواد انجينران زمونږ د هيواد په شتو سيندونو د بريښنا بندونه او کبانو پروژې جوړې کړي چې نه يوازې د بريښنا په توليد کې به اغيز من واقع شي بلکې د هيواد زراعت په پياوړتيا کې به هم ګټورې تمامې شي .

سرحدي صاحب بل وړانديز دا دې ، چې دکابل د احمد شاه بابا مينه کې اوسيدونکې د چين

٢- د ولسي جمهوريت په صداقت او کار کولو ښه پوهيږي ، نو دا يې هيله ده چې ځوانانو او خلکو ته د معلوماتي تکنالوژۍ تر څنګ د چينايې ژبې د ليک لوست مرکزونه پرانيزي ، چې نه يوازې ستاسو له پوهانو څخه يو څه زده کړي بلکې د دواړو هيوادونو د ولسونو تر منځ به کلتوري او دوستۍ اړيکې لا پياوړي شي . او د ليک په پای کې يې ماته هم خپل د مينې ډک سلامونه وړاندې کړي دي . چې زه به ورته عليکم ووايم او ښه روغتيا په هيله يې يم .

له ناصر شاه سرحدي څخه نړۍ مننه کوو ، پدېه هيله چې خپرونې په دامداره توګه اړيکې ولري او ليکونه راوليږی .

دا بل ليک له ژوب څخه د خپرونې هميشني اوريدنکي رفيع الله مندوخيل راليږلی دی . د خپرونې ټولو همکارانو ته يې د مينې ډک سلامونه وړاندې کړي په ځانګړې توګه اياز پرهر او ډيوې ته . چې ورته عليکم وايم .

مندوخيل ورورو وايې : خپرونې مو اورو چې له خونده او پنده ډکې دي . له راډيو سره سره يې په انټرنټ کې هم ستاسو خپرونې اورو ، ګيله يې کړې چې له بده مرغه تر اسه پورې د پښتو هندارې ديارلسمه ګڼه مونږ ته نده راسيدلې . کوم چې زمونږ د کلب عکسونه پکې چاپ شوي دي . او بل داچې د سچوان په اړه د معلوماتې سيالۍ پاڼې هم ندي راسيدلي .

قدرمنه وروره مندوخيل ، زه فکر کوم چې زمونږ لخوا ټول اوريدنکو ته ټول خپرنيز توکي ورليږل شوي او خو ځينو ته ورسيدلي او ځينو ته ندي رسيدلي . دا چې ستونزه په کوم ځای کې ده زمونږ نه پوهيږم . خو بيا به هم پدې اړه پوښتنه وکړم . او په پاې کې يې دپښتو هندارې ٤٧٠ ګڼو او په همدي شمير د سيالې د پاڼو غوښتنه کړيده .

له مندوخيل ورور څخه نړۍ مننه .

٣- دا دوه ليکونه يوځای د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ څخه د يورج کلب مشر رسول حسن ( حُسيني ) او قيوم الله چې تخلص يې سم نه لوستل کيږي راليږلي دي . دغو دواوړ دوستانو د سي ار ای راډيو پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي .

رسول حسن ورور وايې ، چې خپرونې مو اورو ، ډيرې په زړه پورې دي . لکه : د چينې ژبې لوست ، مونږ او اوريدنکي ، چين ته سفر پروګرامونه ډير په زړه پورې دي . او زياتوي چې د مونږ او اوريدنکي پروګرام وخت زيات کړي او په پای کې يې د ليک د پاکټونو غوښتنه کړيده دي . ورڅخه مننه کوم .

او قيون الله ورور هم د خپرونې ستاينه کړيده ، ددغه ورور ليک ستم نه لوستل کيږي ، په راتلونکي کې ګرانه کوښښ وکړي چې په واضح ډول مونږ ته ليک وليکی . له تاسو څخه مننه د لا زياتو همکاريو په هيله دې يو .

د پيښور د لسنرز کلب مشر او خپرونې هميشنۍ اوريدنکي بلال خان هم مونږ ته ښکلی ليک راليږلی دی . په سر کې د سي ار ای رډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي په ځانګړی توګه اياز پرهر ، سپوږمۍ ، غاټول ، ډيوه ، امان الله چې په لندن کې دی ، ليلا ، ارين ، شکريه ، خوشحال تايب ، احمد زلمی ،غوټی او داسې نور ته .

بلال خان پښتو څانګې د ټول خپرونې ستاينه کړيده ، په ځانکړې توګه چين ته سفر ، چيني او بهرنۍ موسيقی ، بهرنيان په چين کې ، شينجاينګ ته کتنه ، ژوند په چين کې ، مونږ او اوريدنکي . او خپرونې ته يو ليک هم راليږلی دی چې زه به يې ورته ولولم .

زندګې د يار په خط و کتابت وه ----- چې پرواز د تپوس برابرنه وو

اوس يې بند کړ و خطونو ځواب څه له---- ته ختل کړه برابر د عقاب څه له

٤- چې د عشق په اس سوريږی مظبوط کينه ---چې بلال کړو غمګين تپوس يې وکړه

پيښې وګاږې په ميدان د رقاب څه له ----تاپه مخ دی اچولی نقاب څه له

له بلال خان ورور څخه مننه ، خو يوه هيله ور څخه کوو ، چې په راتلونکې داسې شعرونه را وليږې ، چې وزن او قافيه يې سره برابره وي.

له ژوب څخه د سې ار ای د لسنرز کلب مشر او خپرونې همشني همکار روفيع الله مندوخيل دهم ليک به ورته ولولم . د خپرونې ټولو کارنکو په تير بيا اياز پرهر ، ډيوه ، ليلا ، غإټول ، تايب او زلمي ته سلامونه وړاندې کړي دي . عليکم سلام .

مندوخيل ورور بيا ګيله کړيده چې ستاسو لخوا مونږ نه کوم ليک راغلی او هم د پښتو هندارې ديارلسمه ګڼه . خو ګرانه ورور زمونږ څاوګې ټولو اوريدونکو ته د ليکونو ځوابونه او پښتو هنداره مجلې يې ور وليږلی دي دا چې تاسو ته ندي درسيدلي کيدای پوستې ستونزه وي . دغه ورور زياتوي چې زمونږ د کلب غړو شمير ورځ په ورځ نور هم زياتيږي نو له دې امله د سي ار ای د لسنرز کلب ژوب تر څنګ يو د پښتونخوا لسنرز کلب ژوب په نامه هم يو کلب جوړوو .

ده وړاندې وايې ، چې زمونږ کلب په ټول ايالت کې تر ټولو لو کلب دی . او هيله ده چې له مونږ څخه خپلې همکارۍ ونه سپموی . او په پای کې ويلي ، چې د ګران شاعر افضل شوق او بارکوال ميا خيل کتابونه مو هم درليږلې دي . له مندوخيل ورور څخه نړۍ مننه کوو .

دلته درې نور ليکونه را سره دي ، چې دواړو اوريدونکو پښتو خط په ډير مشکل سره ليکل شوي دي . د ناروې له والا ښار څخه زمونږ نويو اوريدنکو ا مينه بزګر ، سباوون بزګر او اباسين بزګر راليږلي دي .

٥- مينه خور وايې ، چې زه د اسي ار ای راډيو خپرونې د انترنټ له لارې اورم . دې ويلي چې زه د افغانستان د کونړ ولايت يم خو په ناروې کې پيدا شوئ يم ما خپل وطن ندې ليدلی خو پښتو ډيره راته ګرانه ده او په پای کې د خپرنيزو توکو غوښتنه يې کړيده .

سباوون بزګر او باسين بزګر بيا ويلي چې زه د ناروې په ولا ښار کې د اووم ټولګې زده کونکی يم دغه ورور هم د مينه په شان ورته څه ليکلی دي . فکر کوم چې د يوې کورنۍ غړي دي . په هر حال هڅو کوو چې دغو نويو او له وطن نه ډيرو ليرو اوريدونکو ته خپرنيز توکي ور وليږو . هيله ده ګې دواړه اوريدونکي له مونږ سره دايمي همکاري وکړي . ورڅخه ډيره مننه کوو .

دا بل ليک مونږ ته کابل څخه د عزيزي کلب مشر سيد اعظم عزيزي راليږلږی دی ، خدای دې وکړي چې ددغه ورورو نوم مې بيا غلط نه وي تلفظ کړی . د راډيو ټولو کارکونکې ته يې سلامونه ويلي دي . سيد اعظم ورور د نوي ١٣٨٨ لمريز کال د راسيدو مبارکې ويله ده ، چې مونږ به هم ورته پخيل وار سره مبارکې ووايؤ او ور سره يې يو ښکلي پوست کارت هم راليږلی دی . دغه ورور وايې ، چې ستاسو ټول پروګرامونه د راډيو له څپو څخه اورم او ډير ګټه ترينه اخلم .

سيد اعظم ورور زياتوي چې په کابل او هلمند ولايتونو کې ستاسو د راډيو ډير مينه وال دي او غوښتنه کړې مونږ ته پښتو هنداره او نور مطبوعاتي توکي را وليږی او پر مونږ باندې پام وکړي . بل يې غوښتنه کړی ، چې په کابل کې د چين په سفارت کې يو پوست بکس پرانځې ، ځکه مونږ ليکونه ډير په ځنډ تاسو ته در رسيزي . او دليک په پای کې ويلي ، چې د دوو ورځپانو چلونکی يم او کوښښ به وکړم چې د چين او افغانستان د دوستي په باره کې به ځينې مضمونه پکې چاپ کړم او تاسو ته به يې در وليږم . سيد اعظم وروره

٦- لومړی هيله لرم ، چې ستاسو نوم سم تلفظ کړی وي . بل دا چې ستاسو د ښکلي ليک نه نړۍ مننه کوو او مونږ ستاسو دښکلو همکاريو په هيله يو .

دا بل ليک له ژوب څخه ملنګ جان صافي خپرونې ته راليږلی دی ، او وايې چې زما لخوا د اسمان د ستور په شان رنګينه سلامونه قبول کړی ، چې مونږ به ورته عليکم ووايو .

ملنګ ورور غوښتنه کړيده چې زما دا ليک راته خپور کړی . ملنګ جان پوښتنه کړي چې د چين مشهور سندر غاړی څوک دی . ګرانه ورور په چين مشهور سندر غاړي ډير دي خو به يوازې د دوړ سند غاړو نومونه چې يو نارينه او بل ښځينه نومونه درته واخلم . نارينه سندرغاړ جانګ شي يو او ښځينه سندر غړې ا کو کو نوميږي . او په پای کې يې دخالد ملک په غږ د يوې سندرې غوښتنه کړيده چې د سندرې نوم دی . ماته خطونه په پښتو کې ليکه . ګرانه ورور ه دا سندره به مونږ تاسو ته خوښي کړو سندرو په پګرام کې تاسو ته خپره کړو . له ستاسو څخه نړۍ مننه .

دا بل ښکلي ليک مونږ ته دخپرونې اوريدنکي خوشحال خان له پاکستان څخه راليږلی او د خپرونې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي . خوشحال خان وايې چې زه د ښوونځي يو تن ښونکی يم او خپل کتابتون هم لرم چې هر ډول کتابون پکې موجود دي

٤-دغه ورور زياتوي چې ما سره په ښونځي کې ٧٠٠ زده کونکي شته دي او زه ورته خپل هيواد او چين د وستۍ په هکله خپلو زده ګونکو ته تل معلومات ورکوم . .

خوشحال خان خټک وړاندې وايې ، چې دا زما لومړی ليک دی او هيله ده په تود هرکلي سره يې ومنې . چې مونږ ورته هر کلی ووايو او پدې هيله چې د خپرونې دايمي همکار

٧- پاتي شي . دغه ورور د چين سيل ګرۍ د نقشې ، کليږې او کتابونو غوښتنه کړيده او دخالد ملک په غږ کې يې د يوې سندرې غوښتنې هم کړيده چې د خوښي کړو سندرو په پرګرام کې به يې ورته خپره کړو .

دليک په پای کې ويلي چې زما خوشحإل خان خټک او د زامنو مې هر يو ناصر خوشحال خټک ، اصف خوشحال ، بشر خوشحال او وړوکي حيدر خوشحال له لوري تاوده او خواږه سلامونه ومنئ خوشحال خان خټک صاحب ، له تاسو څخه نړۍ مننه د لا زياتو همکاريو په هيله دې يو .

ښه ګرانو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود

خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040