موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:19:02
د مونږ او اورېدونکي د پروګرام قدرمنو مينه والو نيکې هيلې او سلامونه مې ومنئ ، خدای دې وکړي چې روغ او خوشحاله اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم. پدې هيله چې د ژوند ټولې چارې په خوشحالی سره پر مخ بوځی. د خپرونې تر پايه راسره پاتی شې تر څو ستاسو راليږل شوي ليکونه درته ولولم .

دخپرونې لومړی ليک د پيښور دلسنرز کلب مشر بلال خان راليږلی او راډيو ټولو کارکونکو ته يې سلامو نه وړاندې کړيدي .

بلال خان وايې ، چې زه تاسو ته دوه کارتونه درليږم چې يو د چين او بل ما پخيل لاس جوړ کړی دی . ده غوښتنه کړی چې د سندرو په پروګرام کې راته د زيک افريدي سندره خپره کړي . نور سندره به حتمي د خوښې کړو سندرو په پروګرام کې ورته خپره کړو .

له بلال خانه څخه ډيره مننه .

دابل ليک را اخلم چې په ډير ښکلي او رنګارنګ رنګونو ليکل شوئ دی ، له مسلم باغ څخه د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې اوريدنکي سميع الله شميشر راليږلی دی . دغه ورور په سر کې ، غاټول ، ليلا ، غوټۍ ، سپوږمۍ ، هوسۍ ، هيله ، ډيوه او زلمي ته سلامونه وړاندر کړيدي . چې د هغوی په استازيتوب به زه ور ته عليکم ووايم . ده ويلي ، چې د چيني ژبې لوست څخه مو تر ډيره زياته استفاده کړيده . او بيا وايې ، چې ماته د پښتو هندارې له لومړي ګڼي څخه نيولي ترڅوار لسمي ګڼي پورې را وليږی . سميع الله شمشير ورور درې وړانديزونه هم کړيدي . چې لومړی وړانديز يې، دپښتو خپرونې د وخت په اړه دی چې بايد زيات شي ، دويم ستاسو راډيو بايد په هر هيواد کې خبريالان ولري . دريم : د چيني ژبې لوست بايد له سر پيل شي ،

٢- ځکه هغه کسان چې نوې خپرونې اوري د هغوی لپاره ډير ګټور وي . څلورم وړانديز : پښتو هنداره بايد مياشتنی شي ، په پښتو هنداره کې کلتوري ، هنري ، سياسي ، ساينس ، معلوماتي او ور سره د اوريدنکو ليکونو ته زيات ځای ورکړی او ه د اوريدنکو له ليکونو سره د هغوی يو عکس هم چاپ کړي .

ګرانه وروره سمع الله شمير ، ستاسوله ليک نه يوه نړۍ مننه ، په رښتيا هم ستا وړاندېزونه ډير په زړه پورې وو ، د چين د نړيوالي راډيو پښتو څانګه ستاسو په وړانديزونو غور کوي او څومره چې امکان ولري ، هغه به عملي کړي .

او په پاي کې ويلي ، چې په راتلونکي کې به نور وړانديزونه هم در وليږم . له سميع الله شمير ورور څخه مننه کوم ، او تل يې ښکلو ليکونو او ړوانديزونو ته سترګې په لار يو .

دا ليک د مانسهرې د چهړيانو کمپ څخه د خراسان د کلب مرستيال عبيدالله صديقي راليږلی او د چين د نړيوالې راډيو ټولو کارکونکو ته په ځانګړې توګه د پښتو څانګې ته خپل د ميني ډک سلامونه ويلي دي . چې زه به عليکم سلام ورته ووايم .

صديقي ورور ويلي دي ، چې پخوا به مونږ د د اريانا کلب لخوا تاسو ته ليکونه در استول خو اريانا کلب مشر افغانستان ته ولاړ مونږ ټولو ملګرو غونډده وکړه او پريکړه وشوه چې د اريانا کلب نوم په خراسان بدل کړي .

بيا وايې، چې نثار احمدي د کلب مشر او عبيداله صيديقې يې مرستيال دی .

قدرمنه ورور مونږ پدې پوه نه شو چې د اريانا کلب څه وخت په خراسان بدل شو ، ځکه مونږته د خراسان کلب لخوا له ډيرې مودې راهيسې ليکونه راځي .

صديقي ورور زياتوي چې د خراسان کلب ډير غړي لري ، چې شمير سلو تنو ته رسيږي .

٣- د کلب د غړو شمير خو مو ډير دی ، خو خبره داده چې مونږ ستاسو د کلب لخوا پدې وروستيو ورځو مونږ ليکونه ندي راغلي . نو هيله من يو چې په راتلونکي کې خپرونې سره په دومداره توګه همکاري وکړي . له تاسو څخه ډيره مننه .

له ژوب څخه د خپرونې هميشني اوريدونکي او سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل درې ليکونه يوځای راليږلي دي ، د پښتو خپرونې ټولو کارکونکو ته يې خپل سلامونه ويلي دي

مندوخيل په خپل لومړي ليک ويلي دي چې خپرونې مو صفا اوريدل کيږلي . بل وايې چې د سي ار ای د لسنرز کلب يوه غونډه جوړه کړی وه چې موخه يې په سيمه کې د سي ار ای راډيو معرفي کيده و .

زياتوي ، ملګرو وړانديز وکړ چې د کلب غړي بايد له ژوب ليرې پرتو سيمو ته سفر وکړي او خلکو ته د چين د نړيوالی راډيو خپرونې معرفي کړي . دا وخت په سيمه کې خلک تر ټولو زيات د چين راډيو خپرونې اوري .

مندوخيل وړاندې وايې ، چې مونږ نه يوازې په خپله سيمه کې بلکې په نورو سيمو کې هم خلک د چين له نړيوالی راډيو سره اشنا کړو . او په دوه نورو ليکونو کې يې ويلي چې دوی ته پښتو هنداره نده ورسيدله . له مندوخيل ورور څخه نړۍ مننه .

له هري پورې څخه د باختر کلب غړو هر يو محمد امين ، حبيب الرحمان او ظفر خان يو ځای ليکونه راليږلي دي . دغو دوستانو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته سلامونه ويلي دي اود خپرونې ستاينه يې کړيده . له دوي څخه مننه کوو پدې هيله خپرونې ته په زړه پورې ليکونه را وليږي .

دا ليک له هنګو څخه د الشمس د کلب مشر شمس الدين شمس راليږلی دی . وايې ، چې له مينې او محبت څخه ډک سلامونه مې قبول او منظور کړی . چې زه به يې هم په

٤- مني ورته عليکم ووايم . شمس الدين ورور بيا ويلي ، چې د پښتو څانګې د خپرونې اوريدنکي يم او له پښتو څانګې سره ډيره مينه لرم . او زياتوي ستاسو اواز مي ډير

خوښيږي او د پروګرام وړاندې کول مو ډير زيات خوښ ديم .

ګرانه وروره شمس الدين جانه . له تاسو څخه هم ډيره مننه ، چې د خپلي خپرونې دومره ستاينه کوې . دا ستاسو اوريدونکو ښکلي نظرې او وړانديزونو دي ، چې د سي ار ای راډيو پښتو خپرونو دمره پرمختګ کړی او ور سره ستاسو ښکلي ليکونو دي چې مونږ ته نور توان راکوي ، تر څو زمونږ همکاران په ښه توګه تاسو ته په زړه پورې خپرونې وړاندې کړي . بيا هم له تاسو څخه مننه ، د لا زياتو همکاريو په هيله مو يو .

بل ليک را اخلم چې د پيښور د لسنرز کلب غړي نور حميد راليږلی او د سي ار ای راډيو

ټولو کار کونکو ته سلامونه ويلي دي . دغه ورور وايې ، چې ستاسو خپرونې تل اورم او زما ليک راته د مونږ اوريدنکي په پروګرام کې راته خپور کړی . چې داده ورته خپور مو کړ . نورحميد ورور زياتو چې زمونږ د کلب ټولو غړو د سچوان په معلوماتي سيالۍ کې برخه اخيسته ، پدې هيله چې برياليتوبونه پکې لاسته را وړو . انشاالله ټول دوستان به پکې برياليتوب تر لاسه کړي . ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

دابل ليک بيا هم د مانسهرې له خراسان کلب څخه انورالحق حقاني راليږی ، چې د چين نړيوالي راډيو پښتو خپرونې کارکونکيو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندې کړي . چې زه به ور ته عليکم ووايم . انورالحق وايي ، چې له ده سره ملګري دي هر يو قدرت الله ارماني ، فضل الواحد ، سردارولي همراز او طارق اله دي . دی زياتوي چې دا دده لومړی ليک دی او د چين نړيوالی راډيو پښتو خپروني په ډير مينه او شوق سره اورم . دده په ليک کې نور څه نشته خو د خط د پاکټونو غوښتني کړيده تر څو مونږ ته ليکونه را وليږي . انورالحق

٥- جانه تاسو ته مونږ هر کلی وايو پدې هيله د سي ار ای راډيو سره خپلي اړيکي ټينګي وساتې او په زړه پورې ليکونه را وليږې . له تاسو نه ډيره مننه .

حيات کاکړ له قلعه سيف الله څخه خپرونې ته ليک را ليږلی دی ، دې وايې ، چې زه په کالج کې زده کړي کوم او زما عمر ٢٠ کاله دی . او بيا وايې چې زه يو ټينګ په عقيده او په وعده پاپنده شخصيت لرم . ګرانه وروره خدای وکړې چې تل همداسې اوسئ . حيات کاکړ بيا وايې چې د سي ار ای پښتو خپروني د انټرنټ ويبپاڼې له لارې اورم او د ويبپاڼې د پراستو پر مهال ډير خوشحاليږم .

دغه ورور د خپرونو ډيره ستاينه کړی ده . او د ليک په پای کې يې ويلي چې زما د تعليم مطابق ، د چين د چاپيريال ، ژوند ، بهرنی پاليسۍ ، جغرافيا يې معلو مات او داسې نور معلو ماتې مجلې راو ليږی . حيات جانه وروره له ليک نه مو ډيره مننه کوم ،دا ستاسو خپله خپرونه ده او کوم څه چې د سي ار ای د پښتو خپرونې په واک وي نو حتمي به يې در ورليږي . ستاسو د نور و ښکلو ليکونو په هيله .

دا بل ليک بيا له ژوب څخه انور مندوخيل را ليږلی دی ، د سلامونو تر څنګ يې ويلي ، چې دادې خپل ليک درته د خپرويدو په هيله ليکم . دا دې ورور ه مونږ هم ستاسو ليک درته خپر و کړ . انور ورور د پښتو هندارې ډيره ستاينه کړيده او وايې چې که نوې ګڼه يې خپره شوي وي ماته يې راوليږی . ولي نه حتمي به درليږو ، پښتو هنداره خو ستاسو اوريدنکو لپاره ده . او د ليک په پاې کې د سيالۍ د پاڼو غوښتنه کړيده . ګرانه وروره د سيالي و پوښتونو پاڼې مو ټولو دوستانو ته ورليږلي ، پدې هيله چې تاسو ته هم درسيدلي وي . له انور ورور څخه مننه د ده د ښکلو ليکونو په هيله يو .

دا ليک لولم چې د فيصل اباد له امين اباد کلي څخه زمونږ نوي اوريدنکي رازق شاهد او ملګرو يې راليږلی دی . او په سر کې يې خپل د ميني ډک سلامونه ويلي دي ، چې

٦- سلامونه ته يې عليکم سلام وايو . دا ورور وايې ، چې دی د سي ار ای راډيو پخوانی اوريدنکي ديم او هره ورځ انګليسي او اردو خپرونې اورې . خو له پښتو خپرونو سره زمونږ د خپرونې همکار رفيع اله مندوخيل اشنا کړی يم . رازق شاهد وروره دادی ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، پدې هيله چې زمونږ د خپرونی هميشنۍ همکار پاتې شې . ا و دليک په پای کې يې خپرنيزو توکيو غوښتنه کړيده . چې انشاالله دا توکي به ورته ور وليږو .

د خپرونې وروستې ليک زمونږ قدرمن اوريدنکي غلام جيلاني راليږلی دی . او ايې ، د چين د نړيوالي راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه وايم په ځانګړې توګه د پښتو هندارې جوړونکيو ته . بيا وايې ، چې له ما سره دوستان دي هر يو ، محمد قاهر انور ، محمد علي عمري ، دوست محمد ، ګران ګل ، محمد خروټی ، رحمت اله خروټی ، عبدالعزيز ، طيب خان، دريا خان حقمل ، اکرام فګار او داسې نور . ګرانه وروره نام خدای د دوستانو شمير خو دې ډير زيات دی .

غلام جيلاني ورور وړاندې وايې ، چې مونږ ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اور ، په ځانکړې توګه د چيني ژبې لوست خو ډير خوند کوي . زياتوي چې ستاسو له راډيو نه مونږ ډير شيان زده کړي دي . او ډيره ګټه ورڅخه اخلو او دا هيله لرو چې تاسې به نور هم په زړه پورې پروګرامونه جوړ کړی . ګرانه وروره زمونږ همکاران تل هڅه کوي چې ستاسو په خوښه پروګرامو نه جوړ کړي

قدرمنو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسيد ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ ٧- انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No: 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040