موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:20:18
د مونږ او اوريدنکي د پروګرام قدرمنو مينه والو سلامونه او نيکې هيله مي ومنئ . زه اياز پرهر يو ځل بيا ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . پاک رب دې وکړي چې روغيتا او سلامتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي او زه به هم ستاسو ښلکي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم .

په سرکې يو څو ليکونه را اخلم چې له هري پور څخه د باختر کلب غړو هر يو اميرګل ، محمد نذير ، نصرت اله، سيد لايق او ځينو نور دوستانو يې چې خپل نومونه يې ندي ليکلي راليږلي دي . دغو ټولو اوريدونکو د سي ار ای د پښټو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي .سيد لايق وايې ، چې د شپږم ټولګي زده کونکی يم . او شعر يې راليږلی دی چې دا به ورته ولولم .

قلم د سرو کاغذ د سپينو ------ د زړه به ينو يې ليکم ژړا راځينه

خط مې ليکو قلم مې مات شو ------د جانان نوم را نه نيګړی پاتی شونه

نصرت اله بيا يو ټوکه راليږلی ده . وايې يو دروغ کس و ، وويل چې پلار مې داسې ودانې جوړه کړيده چې دا دوه کاله کيږي يو مذدور ترې راوليدلی خو تراوسه پورې ځمکې ته دی را رسيدلی دی .

محمد نذير بيا يو شعر راليږلی دی ، خو شعر تکراري ده . يو بل ورور چې د باختر کلب غړی او خپل نوم يې ندی ذکر کړی دی .او امير جان ورور خپرونې د د افغانستان نقشه رسم کړی دی چې له دغو ټولو اوريدونکو څخه ډير مننه ، پدې هيله چې په راتلونکې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه را وليږي .

دا بل ليک د مانسهرې له خاکي څخه مجبور بهار ګل راليږلی دی ، او سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه ويلي دي ، چې عليکم سلام

٢- ورته وايم .. بهارګل وررو وايې، چې له ډيرې مودې وروسته تاسو ته ليک در استوم هيله ده چې زما دا ليک په ورين تندې قبول کړی . بيا ويلي دي ، چې زه غواړم تاسو سره خپله قلمي اړيکې وساتم او ليک په پای کې يې د پروګرام پاڼې او ميسنجر غوښتنه کړيده . قدرمنه ورور تاسو هرکله راشي ، دا خپرونه ستاسو اوريدونکو لپاره ده او هر وخت کولی شې چې مونږ په زړه پورې ليکونه را وليږی .

بل ليک به را واخلم چې د ميرانشا څخه دخپرونې اوريدنکي محمد ظاهرجان راليږلی دی . د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو همکارانو ته خپل سلامونه وړاندې کړيدي . او ويلي دي چې ددغې کلتوري ، ادبې او تاريخې ژبې لپاره ستاسو د کوښښو ، محنت ، همت او زيار مدام ستايم . دغه ورور يو نظم هم راليږلی دی .

دهيواد په ستر هيواد کې لکه چين – د پښتو ادب بهيږي اباسين

ورته خوښ او هيله من يم ډير ملګرو- کندې جوړشي دپښتون کلتور ګلرين

ستاسو زيار ستاسو همت ته مې سلام – د پښتون لپاره لاهم شئ ځورين

درته سوال د کاميابې او خوشحالي کړم – چې په ژبه مو تر څو ويل وي سپين

له محمد ظاهر جان ورور نه ډير ه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

دابل ښکلي ليک چې په ښکلې پاڼه کې يې ليکلی دی د مانسهرې له خاکې کيمپ څخه خيال وزير راليږلی دی . او سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته يې خپل سلامونه ويلي دي .

دغۀ ورور ويلي ، چې غواړم د سي ار ای راډيو پښتو څانګې سره خپلي اړيکي وساتم . چې دپښتو څانګې هيله کوم چې ماته به د چين راډيو مجلې او نور معلوماتي پاڼې را وليږي .

يو شعر بيت شعر هم راليږلی چې دا به ورته ولولم .

نه مې کور کې زړه لګيږي نه په کار کې – محبت راته هر ځای کې جيلخانه ده

٣- د خيال ورزير له ښکلي ليک څخه نړۍ مننه ، خدای دی وکړي چې د خپرونې هشمنۍ همکار پاتې شي . د لازياتو همکاريو په هيله يې يو

دا ليک بيا د پاک افغان باډر دفاعي مسلم کلب څخه خپرونې اوريدونکي ګران وفادار محمد عيسې وفا راليږلي دی . ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي ، وايې چې خپرونه هميشه په مينه سره اورم . او دليک په پای کې يې يو لنډی راليږلی .

تورو ټوپکو کاريګره – که مې يار مړ شو خون بې ستا يه غاړه وينه

په قلم سل ځله شاباس دی – چې درد د ميني په کاغذ بيانوينه

له ګران وفادار محمد عيسې وفا څخه مننه ، د لازياتو همکاريو په هيله يو.

دا ليک د افغانستان د ملي راډيو خبريال او زمونږ د خپرونې همکار ناصر شاه سرحدي راليږلی دی . سرحدي صاحب د چين د نړيوالي راډيو ټول کار کونکو ته په څانګړې ټوګه د پښتو څانګې کارونګوته يې سلامونه وړاندې کړي دي . دې زياتوي چې ، د ځينو بوختياوو له امله مې تاسو ته ليکونه ندې دليږلې . هيله ده چې زما بښنه ومنئ .

دغه ورور د خپرونه ډيره ستاينه کړې ده او وايې ، چې ستاسو ټول پروګرامونه په زړه پورې دي په تيره بيا خبري سرويس ، تبصري، ا فغاني موسيقي ، د چين د خلکو کلتور او داسې نور ... خو له بده مرغه چې د ايف په څپو نه خبريږي .

زه به سرحدي ورور ته دا زيری ورکړم چې انشاالله په نژدې راتلونکي کې به په کابل کې د ايف ايم د څپو له لارې د چين د نړيوالی راډيو پښتو خپرونه واورې .

دغه ورور د چين او افغانستان د دوستانه اړيکو او افغانستان ته د چين د ولسي جمهوريت د مرستو ډير ستاينه او مننه کړيده او وړانديز يې کړي که چيرې د چين هيواد انجينران زمونږ د هيواد په شتو سيندونو د بريښنا بندونه او کبانو پروژې جوړې کړي چې

٤- نه يوازې د بريښنا په توليد کې به اغيز من واقع شي بلکې د هيواد زراعت په پياوړتيا کې به هم ګټورې تمامې شي .

سرحدي صاحب بل وړانديز دا دې ، چې دکابل د احمد شاه بابا مينه کې اوسيدونکې د چين

د ولسي جمهوريت په صداقت او کار کولو ښه پوهيږي ، نو دا يې هيله ده چې ځوانانو او خلکو ته د معلوماتي تکنالوژۍ تر څنګ د چينايې ژبې د ليک لوست مرکزونه پرانيزي ، چې نه يوازې ستاسو له پوهانو څخه يو څه زده کړي بلکې د دواړو هيوادونو د ولسونو تر منځ به کلتوري او دوستۍ اړيکې لا پياوړي شي . او د ليک په پای کې يې ماته هم خپل د مينې ډک سلامونه وړاندې کړي دي . چې زه به ورته عليکم ووايم او ښه روغتيا په هيله يې يم .

له ناصر شاه سرحدي څخه نړۍ مننه کوو ، پدېه هيله چې خپرونې په دامداره توګه اړيکې ولري او ليکونه راوليږی .

دا ليک له ډيره اسماعيل خان نه عبدالرحيم جلالي راليږلی اود راډيو ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي . . عبدالرحيم وايې ، يوه ورځ په سودايې کې ناست وم او سوچ راغې ، چې راډيو واورم ، کله مې راډيو چلان کړه نو په راډيو کې د سي ار ای د ليکونو پروګرام روان و. زياتوي : کله مې پروګرام واوريدو نو ماته يې زيات خوند راکړ او له هغه نه ورور تاسو د ليکونو پته وويله . نو ما له ځانه سره نوټ کړه او له ورورسته مې په عاجله توګه تاسو خط وليکه او هيله لرم چې زما ليک راته نشر کړی .

عْبدالرحيم وروره دادې ستاسو ليک مو درته خپرو کړ هر کلی راشی . او دليک په پای کې يې د خپرونې د لارښونې پاڼې او کليږې غوښتنه کړی ده .

له عبدالرحيم ورور څخه نړۍ مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يو .

دلته درې نور ليکونه را سره دي ، چې دواړو اوريدونکو پښتو خط په ډير مشکل سره ليکل شوي دي . د ناروې له والا ښار څخه زمونږ نويو اوريدنکو ا مينه بزګر ، سباوون بزګر او اباسين بزګر راليږلي دي .

٥- مينه خور وايې ، چې زه د اسي ار ای راډيو خپرونې د انترنټ له لارې اورم . دې ويلي چې زه د افغانستان د کونړ ولايت يم خو په ناروې کې پيدا شوئ يم ما خپل وطن ندې ليدلی خو پښتو ډيره راته ګرانه ده او په پای کې د خپرنيزو توکو غوښتنه يې کړيده .

سباوون بزګر او باسين بزګر بيا ويلي چې زه د ناروې په ولا ښار کې د اووم ټولګې زده کونکی يم دغه ورور هم د مينه په شان ورته څه ليکلی دي . فکر کوم چې د يوې کورنۍ غړي دي . په هر حال هڅو کوو چې دغو نويو او له وطن نه ډيرو ليرو اوريدونکو ته خپرنيز توکي ور وليږو . هيله ده ګې دواړه اوريدونکي له مونږ سره دايمي همکاري وکړي . ورڅخه ډيره مننه کوو .

دابل ليک د خپرونې بل هميشني همکار او د سهارا د لسنرز کلب مشر داود جبار خيل راليږلی دی . د خپرونې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

جبارخيل وايې ، له ١٥ کلونو راهيسې د چين نړيواله راډيو ډير په شوق سره اورو . خپرونې ټولي په زړه پورې دي چې دکاغذ په مخ يې صفت ليک ګران کار دی .

دغه ورور وړاندې وايې ، چې زما کلب نوم سهارا دی او ټول ٧٦ کسان غړي لري . دکلب ټول غړي د انترنټ له لارې د سي ار ای راډيو پرورګرنونه اوري . او زياتوي چې پخوا مونږ دکلب نوم پښتونخوا و او درې کسه غړي يې درلود.

جبارخيل ورور وايې ، چې مونږ کلب نوم راجستر کړی اړ کلب د راجستر سند او ځينې مجلې او پښتوهنداره را واستوی .

٦- بيا ويلي ، چې ګراني ډيوه جانې زه د ډيرو زياتو مصروفيتونو سره سره خپرونې اورم خو دوخت د کمي له امله د خطونو پر ځای ايميلونه درليږم . د ليک په پای کې يې ويلي ، چې ډيوه جانې زه د امريکا غږ راډيو سره کار کوم او له تاسو څخه هيله کوم چې يه اينده کې تاسو همکار شم .

له دغه ورور نه مننه د لا زياتو همکاريو په هيله يو .

دابل ليک له ژوب څخه زمونږ هميشني همکار او سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی دی . په سرکې يې د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي .

مندوخيل وايې ، چې مونږ د چين د ولسي جمهوريت او سي ار ای په هکله په سيمه ايزو مجلو او ورځپاڼو کې معلومات او مضامين خپر وو ، چې په زرکونه خلک ترې ګټه اخلي . د بيلګې په توګه د يوې مجلې چاپ کړی مضمون تاسو ته له دغه ليک سره درليږو .

بيا يې ګيله کړيده چې له ډير مودې راهيسې ستاسو لخوا کوم بريښناليک ندی راغلی او زياتوي چې مونږ په پرله پسې توګه ليکونه او بريښنا ليکونه درليږو .

مندوخيل وړاندې ويلي ، چې له څلور مياشتو راهيسې مونږ پښتوهنداره نده راغلی . او دليک په پای کې ويلي ، چې مونږ په پام کې لرو دلته د سې . ار . ای په هلکه يو سيمنار او نندارتون جوړ کړو چې ددې لپاره مجلو ، پاڼو او نورو موادو ته اړتيا ده . هيله ده چې تاسو د پښتو هندارې د نوی ګڼې ٤٨٠ ګڼې را وليږی ، څو مونږ يې نندارې ته وړاندې او خلکو ته وروښيو.

له مندوخيل ورور څخه ډير مننه ستاسو لا زياتو برياليتوبونو په هيله يو .

او خپرونې وروستی ليک هم له ژوب څخه ببرک کارمل کوي راليږلی د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي چې دا زما لومړی ليک دی چې خپرونې ته يې درليږم . دغه ورور وايې ، چي ستاسو

-٧- دخپرونې ليکونو پاکټ رفيع الله مندوخيل راکړ او تاسو ته مې ليک در وليږلو .

زياتوي ، چې ستاسو خپرونې ډير اوريدونکي لري چې يو يې زه يم . له دغه ورور څخه مننه پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې په زړه پورې مطالب را وليږي .

قدرمنو ګرانو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود

خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040