موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:21:32
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند په ټولو چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو ستاسو ليکونه درته ولولم .

په سر کې دوه ليکونه راخلم چې له ژوب څخه د خپرونې همشني همکار او د سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلي ، که څه دواړه ليکونه په مختلفو نيټو ليکل شويدي . د خپرونې ټولو همکارانو ته يې سلامونه ويلي دي .

مندوخيل وايې . درې مياشتې کيږي چې تاسو د مونږ اوريدنکي خپرونه په ويبپاڼه کې نده خپره کړی . بل بيا ګيله کړيده چې ډيو جانه مونږ ته د ليک ځواب نه راکوي خو زياتوي چې زمونږ ليکونه برابر خپريږي .

مندوخيل په دوهم ليک ويلي دي د سچوان په نامه دمعلوماتي سيالۍ په سلګونه ځوابي پاڼې ، پښتو کتابونه او نور په زړه پورې توکي مو په اسلام اباد کې د سي ا رای خبريالی په لاس درليږلي ، هيله ده چې در رسيدلي وي . چې ورڅخه ډير مننه کوو.

بيا وايې ، چې د پښتو هندارې نوې ګڼه را ورسيده خو له بده مرغه مونږ په زړره پورې ليکونه مو پکې نه وو خپاره کړي . هيله ده په راتلونکي کې درليږل شوي عکسونه هم راته خپاره کړی او په پای کې ويلي چې د سي ار ای د لسنرز عړيو رحمت اله زلمي مندوخيل او شهيم کاکړ ګډده شعري ټولګه له چاپه را وتلی ده ، تاسو ته مو درليږلی .

مندوخيل صاحب له تاسو نړۍ مننه او ستاسو له همکاريو څخه هم ډيره مننه کوو .

بل ليک مونږ ته چار سده څخه د مهمند د لسنرز کلب مشرګل حسين مهمند راليږلی دی ، وايې چې دخپرونې ټولو کارکونکو ، همکارانو او نطاقانو ته سلامونه . عليکم سلام .

٢= دغه ورور وايې ، چې زه ستاسو پخوانۍ او ادايمي اوريدنکي يم او هم يې خپرونې ستاينه کړيده . مهمند ويلي دي ، چې په تيره سيالۍ کې ما دريم مقام ګټلی و خو تر اوسه پورې مونږ ته سوغات ندی راليږل شوئ ، مهرباني وکړی مونږ ته خپل سوغات ، د سي ار ای سند او دپښتو هندارې سپاړلسمه ګڼه ، دليکونو پاکټونه او نور معلوماتي توکي راوليږی .

مهمند ورور يو شعر هم راليږلی دی چې دا به ورته ولولم .

ژر به ما باندې خوشحال رقيبان کې ---- چې په شته سپرلي کې جوړ په ما خزان کړکې

زخو ستا د خمارو سترګو په طمعه ----- تېر وومه په ځان شختې په جهان کې

سوچ او فکر مې چپه شي ليونی شم ----- چې په سپين مخ را خواره دې تور زلفان شي

مال او سر ستا په عشق او ته ايښئ ----- زه ګل حسين مهمند تاوني ښه يم تاوان کې

له ګل حسن ورور نه نړۍ مننه د لا زياتو همکاريو په هيله يو .

بل ليک لولم چې له مانسهرې څخه د حضرت سلطان دکلب مشر قاري محراب الدين پريشان راليږلی ، دغه ورور هم د سي ار ای راډيو ټولو کار کونکو ته سلامونه ويلي دي . او پروګرامونه ستاينه يې کړيده .

قاري محراب الدين يو شعر او يو توکه راليږلی ده چې ټوکه ورته پدې خپرونه کې ولولم . وايې يوه ورځ د ملا نصرالدين خر ورک شوئ و ، په بازارونو او کوڅو کې ورو پسي ګرځيده اوشکر ونه يې ايستل . خلکو ورته وويل دا شکر ولي کاږې . ملا نصرالدين ورته وويل ، ښه ده چې زه په خره سپر نه وم ګنې اوس به زه هم ورک وم .

ټوګه يې په زړه پورې وه او دليک په پای کې د خپرنيزو توکيو غوښتنه کړيده . له قاري محراب پريشان نه ډيره مننه دلا ښکلو ليکونو په هيله يو .

دلته بيا دوه ليکونه را اخلم چې يو په پښتو او بل په نګليسې ليکل شوئ خو مانا يو شان دی ، د مانسهرې له چهړيانو څخه زمونږ اوريدنکي عبدالکبير ( وړ) راليږلی ، د سي ار ای راډو ټولو کار کونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

غه ورور وايې ، قدرمنو ما د پښتو هندارې ١٤ او ١٥ وکتله ډيره په زړه پورې وه خو تر څنګ يې ځينې نيګړتيا وي هم لري ، هغه دا چې پوره مطالب پکې نه خپريږي يوازې له کارتونونو مو پکې کار اخيستې . ګرانه ورور فکر نه چې يوازې کارتونونه وي ، خير .

زياتوي ، چې زما بل نيوکه دا ده ، تاسو پدې د چينې لږکيو په هکله معلومات خپروې ،

٤= دا معلومات بايد هر اړخيز وي ، مانا دا چې د نړۍ د مشهور قومونو په هکله وي . او د ليک په پای کې يې غوښتنه کړی چې د چين د لوی ديوال او د المپيک لوبو ويډيويې کسټونه را وليږی . له غه ورور مننه هيله ده چې تل خپل ښکلي نظريې او سالمې نيوکه خپرونې ته را وليږی .

دا بل ليک له ژوب څخه ملنګ جان صافي خپرونې ته راليږلی دی ، او وايې چې زما لخوا د اسمان د ستور په شان رنګينه سلامونه قبول کړی ، چې مونږ به ورته عليکم ووايو .

ملنګ ورور غوښتنه کړيده چې زما دا ليک راته خپور کړی . ملنګ جان پوښتنه کړي چې د چين مشهور سندر غاړی څوک دی . ګرانه ورور په چين مشهور سندر غاړي ډير دي خو به يوازې د دوړ سند غاړو نومونه چې يو نارينه او بل ښځينه نومونه درته واخلم . نارينه سندرغاړ جانګ شي يو او ښځينه سندر غړې ا کو کو نوميږي . او په پای کې يې دخالد ملک په غږ د يوې سندرې غوښتنه کړيده چې د سندرې نوم دی . ماته خطونه په پښتو کې ليکه . ګرانه ورور ه دا سندره به مونږ تاسو ته خوښي کړو سندرو په پګرام کې تاسو ته خپره کړو . له ستاسو څخه نړۍ مننه .

دابل ليک مونږ ته محمد رياض راليږلی ، خپرونې ټولو کارکونکو ته يې خپل دمينې ډک سلامونه ويلي دي .

محمد رياض وايې ، پښتو خپرونې ته دا زما لومړی ليک دی او هيله ده راته نشر يې کړی ، وړاندې ويلي ، چې د سي ارا ای راډيو اردو څانګې سره اړيکې لرم خو بيا هم کله کله پښتو خپرونه اورم چې ډير خوند را کوي نو زړه مې وغوښتل چې تاسو ته ليک در وليږم . ګرانه رورو خپرونې ستاسو هر کلی کو دا ستاسو خپله خپرونه ده . او د ليک په پای کې يې دپښتو هندارې غوښتنه کړيده . له غه ورور څخه نړۍ مننه پدې هيله چې تل خپرونې په زړه پورې ليکونه را وليږي .

٥= دلته بيا دوه لنډ ليکونه را اخلم چې له چمن څخه زمونږ هميشنې اوريدنکي ګران وفادار محمد عيسې وفا راليږليږي دي ، او وايې ، چې د مينې او خلوص ډک سلامونه مې ومنئ .

دغه ورو په لومړی ليک لنډي راليږلی چې دا به ورته ولولم .

يار مې په توت کې خولګی غواړي ---- زه ښاخو په سر ورځم خوله ورکومه

نه دوصال په حال خبر شوم ----- نه بيلتانه په ژوندانه پوه کړی يمه

ډيره ښکلي لنډی وه .

عيسې وورو په دهم ليک ويلي ، چې ستاسو خپرونه د ای ايم په څپو نه اوريدل کيږي او څو متلونه يې راليږلي دي .

چې باد نه ونې نه ښوري ٢- چې ډب نه وي ادب نه وي ٣- خپل ، خپل ، پردې به ډيرو نارو خپل . ٤- د بل ترزوی خپله پکه لور لاښه ده .

ګرانه وفادار محمد عيسې وفا نه ډير مننه نو انشاالله د خپرونې د اوريدو ستونزه به هم حل شي او نغمې په غږ کې سندره به ورته د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې ورته خپره کړو .

دابل ليک له مانسهرې څخه د خراسان کلب مشر نثار إحمد احمدي راليږلی دی او سي را ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

داحمدي ورور په خط نور څه نشته يوازې ويلي ، چې دوستاسو دغه تصويرونه چې ما په دغه ليک درليږلي دي د خراسان کلب د سي ار ای راډيو د ٣٥ مې کليږې د لمانځينې په موده کې يوه غونډه جوړه کړی وه . غونډې ته راغليو ميلمنو د ميلمستيا په حال کې او دابل عکس زما خپل دی . له نثار احمد احمدي څخه ډير مننه پدې هيله خپرونې ته ښکلي ليکونه راوليږي .

٦= د ال عوان کلب مشر لياقت او ملګرو يې ريحان علي او ميران علي په ګډده سره دوه ښکلي ليکونه راليږي چې يو په پښتو او بل په انګليسي دی . په سر کې د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته د ميني ډک سلامونه ويلي دي .

لياقت علي ورور ويلي چې ستاسو ليک مونږ ته را ورسيد ډير پرې خوشحاله شو ، وايې چې ستاسو خپرونې ډير په مينه اوشوق سره اورو او هم مو په سياليو کې برخه اخيستې ده . د ليک په پای غوښتي چې زما داليک په خپرونې کې شامل کړی او زياتوي پدې هيله چې چين کې سره وګورو ، . دا ورور ليک مو درته خپور کړ پدې هر کله چين ته راشي . ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

دا بل اوږد ليک له بنو څخه د خپرونېک بل ښه اوريدونکي محمد ظاهر جان راليږلی دی . د سي را ای راډيو تولو کار کونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه ويلي دي . لکه څنګه چې ددغه ورو ليک اوږد يو څه پدې خپرونه کې ورته خپور کړو او پاتې نور به په بله خپرونې کې . ظاهر جان ورور وايې ، چې داځل مې د ليک په درليږلو کې ځنډ وکړ ، هغه ځکه چې هر انسان د ژوند اړتياوې لري، کله فارغ ، کله بوخت ، کله جوړ او نا جوړ . خدای ندې کړی چې تاسو ناروغ اوسئ .

بيا زياتوي ، چې ما هم امتحان درلود، ځکه د ليک په ليکلو کې لږ ځنډ رامنځته شو او هم خوښي څرګنده کړی چې ليکونه يې په وخت سره خپريږي .

دغه ورور وړاندې ويلي دي ، چې ستاسو خپرونې دلته په بنو کې ډير صفا اوريدل کيږي او س ډير خلک ستاسو خپرونې اوري او هم ستاسو پروګرامونه خوښوي .

دځان په هکله يې ويلي دي ، چې تاسو ته ليکونه درليږم او چې ماښام شي او ستاسو د پروګرام وخت شي نو د نړۍ خبرونه ، کتابونه ، تاريخي او تفريحي پروګرامونه پريږدم ، بس ٧=ستاسو پرورګرامونو په غور اوريدل پيل کړم . نو زه فکر کوم چې زما او سي ار ای راډيو پښتو څانګې تر منځ د محبت يو هم ثبوت دی که څنګه .؟

ګرانه ورور دا ښکاره خبره او ستاسو له ليکونو معلوميږي چې تاسو څومره د سي ار ای پښتو خپرونې سره مينه لرې . چې پاتی ليک به يې په راتلونکی خپرونې کې ورته خپور کړو . له غه ورور نه نړۍ مننه .

ښه قدرمنو دوستانو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، بيا هم د تل كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040