موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:22:59
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند په ټولو چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو ستاسو ليکونه درته ولولم .

د خپرونې لومړي ليک را اخلم چې د مانسهرې له چهړيانو نه د خپرونې نوي همکار منهاج الدين منهاج راليږلی دی . په سر کې يې د سي ار ای راډيو پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه وړاندې کړي دي .

دغۀ ورور ويلي ، چې خپرونې ته دا زما لومړی ليک دی خو ستاسو خپرونې مې له پخوا راهيسې اوريدې زما ستاسو پروګرامونه زيات خوښيږي ، نو پر دې اساس مې تاسو ته ليک در واستولو . زياتوي ، چې له ماسره د راډيو او ليک له لارې اړيکي ونيسي او زما ليک راته خپور کړی . دا دی وروره ستاسو ليک مو درته خپور کړ .

منهاج دالدين وايې، چې ما سره په ليک دخراسان کلب مرستيال عبيداله صديقي ملګرتيا کړيده او د ليک په پای کې دکليزۍ او نور معلوماتي خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده .

له منهاج الدين منهاج ورور څخه مننه .

دا بل ليک له جنوبې پښتونخوا څخه نقيب الله هوتک راليږلی دی او سي ، ار ، راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته يې د مينې او خلوص ډک سلامونه ويلي دي . نقيب الله ورور وايې ، چې خپرونې ته دا زما لومړی ليک دې چې در ليږم . او په راتلونکي کې به

درسره قلمي اړيکي ټينګې کړم . دغه ورور د خپرونې ډير ستاينه کړي ده او زياتوي چې ، تل ستاسو خپرونې په مينه او شوق سره اورم . او په راتلونکي کې به نورم ستاسو پروګرامونه د ستوري په شان وځليږي .

٢= نقيب اله خان وړاندې وايې، چې مونږ او اوريدنکي دخپرونې و خت کم دی او غوښتنه کوي چې لږ څه يې زيات کړی بل ويلي چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې يوازې يوه سندره خپروې . دا پروګرام لږ تر لږه بايد يو ساعت وي . او د ليک په پای کې يې د يوې راډيو او کتابچو غوښتنه کړيده . چې د تحفي په ډول يې را وليږی . له نقيب الله هوتک څخه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو.

دا بل ليک له هري پور څخه د باختر کلب مشر سيد الراحمن بهير راليږلی دی . په سر کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي .

سيد الرحمن وايې ، چې ستاسو پروګرامونه هروخت اورم او ويبپاڼه مو هم هر وخت لولم ، خو يوه خبره کوم چې د افغانستان په اړه ډير کم مطالب خپروی . هيله کوم چې پدې اړه څه اقدام وکړی .

بل دا چې ستاسو د پښتو هندارې کميت ښه ده نه کيفت دا ځکه چې رنګ او کاغذ يې ښه دي خو پکې دمره ګټور مطالب نه وي . که پښتو ژبې مطالب هم پکې ځای شي نو ډيره به ښه وي . دغه ورور زياتوي چې د اوريدنکو نظريات بايد پکې منعکس شي او په وخت باندې لوستونکو ته ورسيږي او په پای کې يې ويلي ، چې په راتلونکې کې بايد مياشتنې شي او پاڼې يې هم زياتې شي .

سيد الرحمن يو شعر هم راليږلی چې دا به ورته ولولم .

پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي ....... د مغلو سيلاب ويوړل لکه خلي

زمانه راپسې لاس په توره ګرځي ........ لکه ماچې يې وي پلار نيکه وژلي

ستا لاسونو ته هسې خلک ګوري ....... پرهرونو زما ندي چا ليدلي

عجيبه ده محبوبه په کور کې غواړم...... او لاسونه يې تر شا دي لا تړلي

ما په دار کړی چې منصور خلکو ته يادشي ....مودې وشي څوک په دار ندي ختلي

٣= د سيد الرحمن ورور له وړانديزونو او ښکلي شعر څخه نړۍ مننه .

د مانسهرې له چړيانو کمپ د ملايانو کلي نه د خضرت سلطان کلب مشر قاري محراب الدين پريشان دوه ليکونه راليږلي دي چې يو به يې پدې خپرونې کې ورته خپور کړو او بل به ورته په راتلونکې خپرونه کې . د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

قاري صاحب د پښتو څانګې ډيره ستاينه کړيده او وايې چې يوه داسې راډيو ده چې نړۍ کې سارې نلري . هغه داچې په کال کې دوه ځلې سيالۍ په لاره اچوي او هم د اوريدونکو ليکونو ته د قدر او احترام په سترګه ګوري .

قاري محراب الدين زياتوي پدې کې شک نشته چې پښتو خپرونې له پخوا څخه زمونږ د ټولنې او چاپيريال کې ستر رول لوبولې . چې مونږ ددې کار درناوي کوو . دغه ورور يو ه ټوګه هم راليږلی ده چې په پښتو هندارې کې يې اته نشر کړی .

وايې: د ملانصر الدين پلار يوه ورځ د بازار نه درې سره کړي کبان راوړل د ملا مور ورته وويل ، راځه چې په ارام يې اوخورو که ملا راغی بيابه يې ترينه نشو خوړی. پدغه وخت کې کړپ شو لا نصرالدين راغی مور دوه غټ کبان د دسترخوان لاندې کړل او يو وړ يې مخې ته پرپښود . مګر ملا درې واړه کبان ليدلي وو ،چې کيناستو نو پلاريې ورته وويل : زويه د حضرت يونس (ع) دعا درته ياد ده که نه ؟ ملا ورته وويل چې زه له دې کب نه پوښتنه کوم . سر يې ورنزدې کړو ، وويل ، دا وايې چې زه هغه وخت وړوکی ووم . ددغټو کبانو څخه پوښتنه وکړه چې د سترخوان لاندې پراته دي .

له قاري صاحب نه نړۍ مننه تل خپرونې ته ښکلی شعرونه او ټوکې راليږي .

دا بل ليک د محمد ظاهر جان دی چې يو برخه مو و رته په تېره اونۍ کې خپره کړی وه . د ليک په پاتې برخه کې يې ويلي دي ، چې پښتو هنداره ډيره په زړه پورې ده د بيلا بيلو مضمونو تر څنګ د اوريدونکو ليکونه هم پکې خپروي . نو ما هم دا ځل هڅه وکړه چې ٤= ٥- تاسو ته داسې ليک وليکم چې په پښتو هنداره کې ځای ونيسي .

محمد ظاهر يو شعر هم راليږلی چې وايې ، رښتيا هم پښتو يوه خوږه ژبه ده چې په هره ژبه خوږه لګي .

خو افسوس چې نن پښتون له خپل کلتوره ..... بدل شوې لرې شوې په هر ان

نه لباس او نه رواج د پښتانو کړي ........ د اغيارو په کلتور مين نادان

لنډه دا چې د پښتو کارونه لاړل ......... تش مو پاتې پښتو ژبه په زبان

له محمد ظاهر ورور څخه نړۍ مننه د لازياتو همکاريو په هيله يو .

دا ليک له کو هاټ څخه دخپرونې هميشني همکار او د افغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی . دغۀ ورور هم د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته سلامونه ويلي دي .

حنفي وررو وايې ، چې پروګرامونه مو په شوق سره اورو ، ښه په زړه پورې ، معلوماتي ، ارزښتناک ، سپورتې اود انټرنټ پر پاڼه هم ټول پروګرامونه ښه په زړه پورې دي ، ستاسې له خدمت نه مننه کوو .

زياتوي ، چې د نوی سيالۍ ځوابي پاڼې مو هم درليږلي دي ، هيله لرم چې تر لاسه کړي مو وي . دا ځل د پوښتو پاڼې د ګوتو په شمير ٥ وې يوازې يو څو غړو تر لاسه کړې او بس .

سيد وارث ورور د ليک په پای کې د هکانګ په اړه پوښتنه کړی چې دليک له لارې به ورته ځواب وويل شي . له تاسو څخه نړۍ مننه .

دابل ليک له سرګودهه څخه د د افريدی د کلب مشر اصف خان افريدي راليږلی دی او خپل سلامونه يې ټولو همکارانو ته وړاندې کړي دي .

اصف خان وايې ، چې زه ستاسو پروګرامونه ډير په شوق سره اورم . ماته ستاسې ټول پروګرامه خوند راکوي . د بيلګې په توګه چين ته سفر ، د پوښتونو ځوابونه ، مونږ او

٦- اوريدونکي ، د چينې ژبې لوست ، ژوند په چين کې . زياتوي چې زمونږ په سيمه کې ستاسو خپرونې په صفا اوريدل کيږي او د ليک په پای کې يې د نوي کال کليزه ، انګليسې مجله ، پوست کارت ، د پښتو او چينې ژبو د کتابونو غوښتنه يې کړيده .

له دغه ورور نه نړی مننه .

دابل ښکلي ليک چې په ښکلې پاڼه کې يې ليکلی دی د مانسهرې له خاکې کيمپ څخه خيال وزير راليږلی دی . او سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته يې خپل سلامونه ويلي دي .

دغۀ ورور ويلي ، چې غواړم د سي ار ای راډيو پښتو څانګې سره خپلي اړيکي وساتم . له پښتو څانګې هيله کوم چې ماته د چين راډيو مجلې او نور معلوماتي پاڼې را وليږي .

يو شعر بيت شعر هم راليږلی چې دا به ورته ولولم .

نه مې کور کې زړه لګيږي نه په کار کې – محبت راته هر ځای کې جيلخانه ده

د خيال ورزير له ښکلي ليک څخه نړۍ مننه ، خدای دی وکړي چې د خپرونې هشمنۍ همکار پاتې شي . د لازياتو همکاريو په هيله يې يو .

دا ليک له ډيره اسماعيل خان نه عبدالرحيم جلالي راليږلی اود راډيو ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي . . عبدالرحيم وايې ، يوه ورځ په سودايې کې ناست وم او سوچ راغې ، چې راډيو واورم ، کله مې راډيو چلان کړه نو په راډيو کې د سي ار ای د ليکونو پروګرام روان و. زياتوي : کله مې پروګرام واوريدو نو ماته يې زيات خوند راکړ او له هغه نه وروسته تاسو د ليکونو پته وويله . نو ما له ځانه سره نوټ کړه او له ورورسته مې په عاجله توګه تاسو خط وليکه او هيله لرم چې زما ليک راته نشر کړی .

عْبدالرحيم وروره دادې ستاسو ليک مو درته خپرو کړ هر کلی راشی . او دليک په پای کې يې د خپرونې د لارښونې پاڼې او کليږې غوښتنه کړی ده .

له عبدالرحيم ورور څخه نړۍ مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يو .

قدرمنو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ٧- ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اودخپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040