موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:24:30
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند په ټولو چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو ستاسو ليکونه درته ولولم .

د خپرونې لومړی ليک لولم چې د حضرت سلطان کلب مشر قاري محراب الدين پريشان راليږلی دی . د غه ورور د خپرونې ټولو کارکونکو ته خپل سلامونه ويلي دي .

قاري صاحب د خپرونې ډيره ستاينه کړيده او ويلي دي چې پر وخت سره ستاسو خپرونې اورم . دغه ورور د نبې کريم (ص) يو حديث ور سره يو شعر راليږلی چې دا دواړه به ورته په خپرونې کې ولولم . .

په سر کې به حديث ولولم : د لوی څښتن تعالا استازی (ص) فرمايې : تر دې بل ګټور څه نشته چې يو مسلمان د بل مسلمان زړه ور خوښ کړي .

او د شعر په هکله يې ويلي ، چې پښتو هندارې ته زما ډالۍ ده .

دا څنګه ژوندون چې پر ما تېريږي ------- خوشحالي نشته په ژړا تېريږي

ډير ګيله له خپل نصيب تقدير يم -------- چې ويښه شپه مې تر سبا تېريږي

چاته فرياد د چا لمن ونيسم -------- هر څوک مې خوا په خندا تېريږي

بيا به يې شليدلی ګريوان څنګه جوړشي ---- د يار مخونه چې په چا تېريږي

ښکلي شعر و ، خو پريشان صاحب خپرونې ته يوه ټوکه هم راليږلی او بيا يې هم ويلي چې په پښتواره کې يې راته خپور کړی . ټوکه به يې ورته ولولم .

وايې : يوه ورځ ملا نصرالدين چيرې ليري په سفر روان تللی و ، د کدوو پټوکې يې سورې

٢- کړ او په غاړه کې واچو چې ورک نشي . په يو ځای کې خوب ورغی او ويده شو ، پدې وخت کې يو بل کس راغی د غاړې نه يې د کدو دغه پوستکی و ايستلو او پخپله غاړه کې يې واچولو . ملا چې سهار له خوبه پاڅيد د هغۀ سړي په غاړه کې د کدو پوستکی وليد نو وويل چې دغه سړی خو زه نه يم . بيا وويل خير زه نو څوک يم . له قارې صإحب نه نړۍ مننه تل خپرونې ته په زړه پورې مطالب راليږي .

بل ليک به را واخلم چې د ميرانشا څخه دخپرونې اوريدنکي محمد ظاهرجان راليږلی دی . د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو همکارانو ته خپل سلامونه وړاندې کړيدي . او ويلي دي چې ددغې کلتوري ، ادبې او تاريخې ژبې لپاره ستاسو د کوښښو ، محنت ، همت او زيار مدام ستايم . دغه ورور يو نظم هم راليږلی دی .

دهيواد په ستر هيواد کې لکه چين – د پښتو ادب بهيږي اباسين

ورته خوښ او هيله من يم ډير ملګرو- کندې جوړشي دپښتون کلتور ګلرين

ستاسو زيار ستاسو همت ته مې سلام – د پښتون لپاره لاهم شئ ځورين

درته سوال د کاميابې او خوشحالي کړم – چې په ژبه مو تر څو ويل وي سپين

له محمد ظاهر جان ورور نه ډير ه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

بل ليک دخپرونې بل اوريدونکې او د افريدي د کلب مشر اصف خان افريدي راليږلی دی . په سر کې يې د خپرونې ټولو کارکونکو ته خپل د مينې ډک سلامونه وړاندې کړيدي .

اصف خان وايې ، زه ستاسو ټولي خپرونې اورم چې ډېرې په زړه پورې دي .

دغۀ ورور د پروګرام دخپرونو معلوماتي پاڼو ، کليزۍ ، پوست کارتونو ، دپښتو اوچينې ژبو د کتابو نو غوښتنه کړيده .

له اصف خان ورور څخه مننه کوم پدې هيله چې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه را وليږي .

٣- دا ليک بيا د پاک افغان باډر دفاعي مسلم کلب څخه خپرونې اوريدونکي ګران وفادار محمد عيسې وفا راليږلي دی . ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي ، وايې چې خپرونه هميشه په مينه سره اورم . او دليک په پای کې يې يو لنډی راليږلی .

دتورو ټوپکو کاريګره – که مې يار مړ شو خون بې ستا يه غاړه وينه

په قلم سل ځله شاباس دی – چې درد د ميني په کاغذ بيانوينه

له ګران وفادار محمد عيسې وفا څخه مننه ، د لازياتو همکاريو په هيله يو.

.

د مانسهرې د چهړيانو له کمپ څخه د ډول فين د کلب مشر محمد ويس هم خپرونې ته يو ښکلی ليک راليږلی دی . دغۀ ورور د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته خپل سلامونه ويلي دي .

ويس ورور وايې ، چې ما د المپيک لوبو په هکله په معلوماتې سيالۍ کې برخه اخيستی وه چې دريم مقام مې پکې تر لاسه کړی و او هم مې ددغۍ سيالۍ جايزه او سند تر لاسه کړ چې ډير زيات پرې خوشحاله شو م .

دغۀ ورور زياتوي چې ستاسو پروګرامونه په دوامداره توګه اورم او زيات معلومات ترينه اخلم . له ويس ورور څخه نړۍ مننه پدې هيله چې خپرونې نور په زړه پورې ليکونه را وليږي .

د ابل ليک به هم د خپرونې ښه همکار قاري محراب الدين پريشان راليږلی دی . د سلامونه تر څنګ يې د پښتو خپرونې ډير ستاينه کړيده .

قارې صاحب پدې ليک د سې ار ای تر نامه لاندې خپرونې ته يو شعر راليږلی دی چې زه به يې ورته ولولم .

راځې نن چې سي ار ای راډيو ته کيښنو ----- ترې واورو د اياز پرهر يو څو خبرې

نن مې زړه دې ورونو ډير ډير نا کراره ------ دا چې وينم افغانان زه خوار او زار

٤- که څه وايم نو غم راته جوړيږي ------- له غريبونه وباسې خلک پيزار

نن افغانان ترينه حق غوښتلی نشي -------- په خوله يې مهر لګيدلی د ګفتار

يو طرف امريکا بل طرف روس دی --------- چې پدې حقيقت ټول دي خبردار

زه به دغه شعر سې ار ای راډيو ته ليږم ----- چې ددې راډيو له خلکو شمه زار

قارې محراب الدين پريشان په رښتيا هم ډير ښکلي ليکونه ، ټوکې او شعرونه راليږلی د لازياتو برياليتوبونو په هيله يې يو .

اود خپرونې وروستی ليک هم له مانسهرې څخه نثار احمد احمدي راليږلی او له ډيرو ګيلونه يې سلام ويل هم هيرکړي دي . خير په هر حال .

احمدې ورور وايې : ګرانو دوستانو له تاسو ډير زيات ګيله من يم هغه دا چې تاسو داځل ماته ددغې سيالۍ په اړه ځوابې پاڼې لږ را ليږلی وې او زما د کلب په سلګونه تنه غړي د سيالۍ له ګډون څخه برخې پاتې شول . نو تاسو زما د کلب حق پايمال کړی .

احمدي وروره کيدای شي ټولو اوريدونکوته په ورته شمير پاڼې ورليږل شوي نو تاسو پدې مه خپه کيږې . داسې کومه خبره نده يوازې تاسو ځوابې لږ در ليږل شوي وي .

ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

قدرمنو ګرانو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040