د وګړيو د ګټو لپاره

cri     (GMT+08:00) 2009-08-07 16:47:41

د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې سياسي بهير په پر له پسې توګه پرمختګ کړی چې په ترڅ کې يې پر هغو بنسټيزو اصولو ټينګار شوی چې د وګړيو ګټې تر ټولولوړې ګڼي.

شپېته کاله دمخه د اکتوبر په لومړۍ نېټه فقيد رئيس ما ځه دونګ په بېجينګ کې اعلان وکړ چې د چين د ولسي جمهوريت مرکزي حکومت جوړ شو. د چين کمونست ګوند چې د اکثرو چينايانو ملاتړ تر لاسه کړی، په واکمن ګوند بدل شوی او د وګړيو په استازيتوب يې د دولتي واک په پلي کولو پيل وکړ.

خو دغه نوی ژريم څرنګه په هر وخت کې د وګړيو د ګټې استازيتوب کوي؟ رئيس ما ځه دونګ د نوی چين له جوړېدو مخکې د دغې پوښتنې د ځواب لپاره په فکر کولو پيل وکړ. د نولس سوه او پنځه څلوېښتم کال په جولای کې ما ځه دونګ د يو ډيموکراټيک ګوند له مشر هوانګ يان پې سره يوه مرکه وکړه. د چين د ټولنيز علمونو د اکاډيمۍ مرستيال ښاغلي لي شن مينګ د دغې مرکې د يادونې په ترڅ کې وويل

هوانګ يان پې وويل، د تاريخ په بېلا بېلو مودو کې هيڅ موده له هغې لارې څخه نه ده وتلې چې د يو هېواد سمسورتيا او کمزورتيا په ناڅاپي توګه رامنځته کړي. ما

ځه دونګ وويل، يوه نوې لار مو پيدا کړې او له زړې لارې سره مو مخه ښه وکړه حکومت يوازې د وګړيو تر څارنې لاندې خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي او يوازی په دې شرط چې هر کس خپلې دندې پر غاړه واخلي، رژيم به په ښه توګه پايښت وسوي.

هغه نوې لار چې د ما ځه دونګ له خوا ياده شوې، د نوی چين له جوړېدو وروسته ژر پلې شوې ده. د بېلګې په توګه د نولس سوه او څلور پنځوسم کال په دسمبر کې د چين د ملي ولسي کانګريس لومړۍ غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د ولسي جمهوريت لومړی اساسي قانون په دغه غونډه کې تصويب شو او پکې وليکل شول چې د چين د ولسي جمهوريت ټول واکونه په وګړيو پورې اړه لري.

د چين د ملي ولسي کانګريس نظام د چين بنسټيز سياسي نظام دی. د دغه نظام له مخې، د چين ملي ولسي کانګريس د قوانينو جوړولو، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پلانونو په اړه د بحث او منظورۍ، د حکومت، محکمې او څارنوالۍ د کارونو د غور کولو، د بوديجو د پريکړې، د مشرانو د ټاکلو او د هېواد په ټولنيز ژوند کې د لويو او مهمو چارو په اړه د سلامشورو په شمول بېلا بېلې دندې پر غاړه لري. د دغه کانګريس استازي د ډيموکراټيکو ټولټاکنو په ترڅ کې ټاکل کېږي چې په پايله کې دغه کانګريس د وګړيو د ارادې او نيتونو استازيتوب کوي.

د نوی چين له جوړېدو وروسته په يوه ډېره اوږده موده کې د چين د اقتصادي پرمختګ او د وګړيو د ژوند کچه ټيټه وه. خو په دې وروستيو دېرشو کلونو کې د چين اقتصاد ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، د بازاري اقتصاد نظام په عمومي توګه جوړ شوی دی او د

اقتصاد په اړه قوانين او قاعدې هم د بشپړتيا په حال کې دي. په عين وخت کې د

وګړيو د ژوند په اړه ستونزې هم رامنځته شوې دي چې يوازې د بازاري اقتصاد د نظم له لارې نه شي حلېدای. نو د قوانينو جوړولو په ګډون د چين بېلا بېل سياسي کارونه د دغو ستونزو حل و فصل ته لومړی اهميت ورکوي.

د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوه د روان کال په پيل کې وويل

د وګړيو د ګټو پر بنسټ د دوی د ژوند په اړه د ستونزو حل و فصل د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې يوه عمده دنده ده. موږ بايد د قوانينو جوړولو ترڅنګ د دغو قوانيو د تطبيق څارنيز نظام هم جوړ کړو ، د قوانينو جوړولو او بشړولو ته په درنه سترګه وګورو او د قوانينو پر پلي کولو د څارنې کارونه پياوړي کړو چې زموږ هڅې د وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې او زياتې اغېزمنې وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040