چين د بېجينګ اولمپيک لوبو له امله د سپورټ پر يو پياوړي هېواد د بدلون په لاره کې دی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-07 17:30:09

د چين وګړي د بېجينګ اولمپيک لوبو د جوړېدو د لومړۍ کليزې په وخت کې د دغو لوبو له خوا په چين کې رامنځته شويو بدلونونو ، په تېره بيا د سپورټي چارو د پرمختګ په برخه کې د چين بدلونونو ته ډېره پاملرنه کړې.

چين د سپورټ په برخه کې يو لوی هېواد دی، خو يو پياوړی هېواد نه. د چين د دولت رئيس هو جين تاو د تېر کال د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه د يادو شويو لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو د ستاينې په غونډه کې ويلې وو، چين بايد د سپورټ له لوی هېواد څخه پر پياوړي هېواد بدل شي.

د ځينو چيني پوهانو په اند د سپورټ د لوی هېواد ځانګړتياوو په عمده توګه د سيالۍ له برخې څخه او د تر لاسه شويو ميډالونو له شمېر څخه څرګندېږي. خو د سپورټ د يو پياوړي هېواد ځانګړتياوې د وګړيو د روغتيا، د سپورټي بازار د ادارې او د سپورټي چارو د پرمختګ په ګډون له بېلا بېلو ساحو څخه څرګندېږي. نو د عامو وګړيو د سپورټي چارو پرمختګ د سپورټ پر يو پياوړي هېواد د بدلولو په ترڅ کې يوه مهمه دنده ده.

د بېجينګ اولمپيک لوبې يې نه يوازې په دې ډګر کې يو پياوړي شواهد دي چې چين د سپورټ په برخه يو لوی هېواد دی، بلکې په دغو لوبو کې يې د رامنځته شويو بدلونونو چين ته هغه موقع برابره کړه چې د سپورټ د يو پياوړي هېواد ځای هم خپل کړي.

لومړی بدلون د سپورټي روحيې لېږل دي. د بېجينګ اولمپيک لوبو له تر سره کېدو وروسته د اولمپيک سپورټي لوبو هغه روحيه چې په لوبو کې ګډون تر ټولو مهم دی، ورځ په ورځ پراخه او مروجه شوې ده او ډېرو زياتو چينايانو پر سپورټي لوبو پيل کړی دی او دې لوري ته يې مخه کړې ده.

دوهم بدلون دا دی چې حکومت په سپورټي چارو کې ډېرې پانګې لګولې چې سپورټي تاسيسات او شرايط بشپړ شي.

يو بل بدلون د چين او نړۍ ترمنځ د نظريو تبادلې او تماسونو ژورتيا ده.

اوس مهال د چين حکومت کوښښ کوي چې سپورټي لوبې د عامو وګړيو په منځ کې مروجې شي. د چين د دولتي شورا له تصويب وروسته به د ٢٠٠٩ کال څخه د هر کال د اګست اتمه نېټه د چين د وګړيو د بدن تمرين ورځې په توګه وټاکل شي. دغه ورځ د بېجينګ اولمپيک لوبو د پيل د يادونې ورځې سره هم برابره ده. د چين د سپورټ د دولتي ادارې مشر ليو پېنګ هيله څرګنده کړه چې هر کس د اګست په اتمه نېټه په ښه او خوشحاله توګه د خپل بدن د تمرين لپاره بېلا بېلې لوبې وکړي.

د نولسمې پېړۍ په پای کې ښاغلي جانګ بو لينګ چې په چين کې د اولمپيک د پلار په توګه بلل شو، وويل چې د هېواد د پياوړتيا لپاره بايد لومړی وګړي پياوړي شي او د وګړيو د پياوړتيا لپاره بايد لومړی د وګړيو بدنونه پياوړی شي. خو هغه وخت د عريبو چينايانو لپاره سپورټي لوبې تر ټولو مهم کارونه نه وو. نن ورځ د چين اقتصاد په چټک پرمختګ سره چين هغه توان لري چې په دغه هېوا کې هر کس په سپورټي لوبو کې ګډون کولای شي.

تېر کال په بېجينګ کې د اولمپيک لوبې تر سره شوې او چين ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي وو. سږ کال به د وګړيو د بدن تمرين ورځې په اړه فعاليت هم پيل شي چې هر کس به په سپورټي لوبو کې برخه او ورڅخه به خوند واخلي. دا به د سپورټ پر يو پياوړي هېواد د چين د بدلون په لار کې يو مهم کام او د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره تر ټولو ښه يادونه هم وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040