د شينجيانګ د چوی ځه اوپرا

cri     (GMT+08:00) 2009-08-10 10:14:00

په چين کې د اوپراګانو ډولونه ډېر دي او په هر ځای کې د وګړيو لخوا د تود هر کلی. لامل ګرځي .د چوی ځه اوپرا د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د چين په ملی ژبی ويل کېږي.. د دې اوپرا يوه ځانګړتيا دا ده چې په بېلا بېلو ځايونو کې د چوی ځه اوپرا د نندارې ډولونه بېل دي ځکه چې لهجې يې بيلې دي.. دغه اوپرا د شينجيانګ د شاو خوا ځايونو د هنری شکلونو، د شمال لويديځ چين د فلکلوری سندرو او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د موسيقۍ هنر د يو ځايښت نښه ده. قدرمنو دوستانو، اوس به د چوی ځه اوپرا يوه برخه واورئ!

(اواز)

د شينجيانګ د هنر د څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکې شوی يوی مې د چوی ځه اوپرا په هکله وويل چې د موجود شوي تاريخي سندونو له مخې دغه اوپرا د چينګ امپراتوری لړۍ د ګوانګ شوی امپراتور د واکمنۍ په وخت کې يعنی يو سلو دېرش کاله دمخه رامنځته شوه . په هغه وخت کې د چين حکومت د شينجيانګ د ايلي شورش د أرامولو لپاره د شينجيانګ له شاو خوا ولايتونو څخه زيات سرتيري راغونډ کړي وو چې په پايله کې يې د هوی او هان قومونو ځانګړي اوپراګانې او نورې هنري بڼې شينجيانګ ته خپرې شوي او په دې بهير کې له ځايي لهجو او ولسي سندرو سره د يو ځاي کېدو په اثر د شينجيانګ د چوی ځه اوپرا لومړنې بڼه رامنځته شوه.

دې وويل(اواز)

د چوی ځه اوپرا د تاريخي سند له مخې په ١٨٧٦ کال کې پيدا شوی. د شينجيانګ د لږ کيو قومونو دوديزې موسيقی او نڅاوې د هېواد ختيځ ته په ګړندی توګه خپرېدې خو د هېواد د مرکزي ځايونو اوپراګانې لويديځ ته د ګام په ګام خپرېدا په بهير کې په پای کې په شينجيانګ کې يو نوی ډول هنر رامنځته شو. دغه ځانګړی هنر د شينجيانګ چوی ځه اوپرا ده.

په پيل کې دغه اوپرا په معبدي غونډه او بازاري ورځ کې ښودل کېده. د شلمې پيړۍ تر درېيمې لسيزې پورې دغه اوپرا د مسلکی لوبغاړو لخوا وښودل شوه او په ١٩٤٩ کال کې د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته ډېره پرمختللې ده . ١٩٥٩ کال د شينجيانګ د چانګ جي د هوې قوم خپلواکې سيمې د چوی ځه اوپرا ډله جوړه شوه چې د دغې اوپرا لومړنې دولتی مسلکې ډله ده. د نورو ولايتونو او سيمو د اوپراګانو تر منځ د توپيرونو پيژندلو لپاره دغه اوپرا په رسمی توګه د شينجيانګ د چوی ځه اوپرا په نامه ونومول شوه.

اوس مهال د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کې د چوی ځه اوپرا ډلې شته، خو د اوپرا خپرولو په ترڅ کې د مختلفو قومونو لهجې او اصطلاعات ورګډ شول چې په پاي کې لوبغاړي د نندارې په مهال کې بېلا بېلې لهجې استعمالوي .

په اروموچي کې د شينجيانګ د چوی ځه اوپرا يوه هنری ډله شته چې ديرش غړي يې زياتره سپين ږيري او سپين سرې دي. دوي هميشه په خپله د اوپرا نمايشنامه ليکي او ننداره کوي. اوس به د دوی له خوا ويل شوې يوه برخه واورئ چې په کې د خلکو د نيکمرغه ژوند او د حکومت د ښو تګلارو د ستاينې په اړه محتويات اورېدل کېږي.

(اواز) په دغه اوپرا کې ويل شوی : ښه تګلاره د ښه ژوند سبب دی. حکومت د خلکو د ګټو پر بنسټ د خلکو حالت ته پاملرنه کوي، بزګران واقعی ګټې تر لاسه کوي او په نوره فعاله توګه کار کوي. په کليو کې د کوپراتيفی درملنې تګلاره پلی شوې او مالداران د ناروغيو درملنې په وخت کې زياتې اسانتياوې لري. په ښوونځيو کې د اجباری ښوونې په رڼا کې د زده کړې لګښت لغوه شوی دی.

په شينجيانګ کې د بېلا بېلو لږکيو قومونو وګړي ژوند کوي او په ګډه يې ځلانده کلتورونه جوړ کړی دی. چوی ځه اوپرا عمومأ ولسي کيسې ترسيموي او په سندرو او نڅاوو سره ښودل کېږي ، نو د ګڼ شمير وګړيو د تود هر کلي سبب ګرځي .

تقاعد شوې کارګر وو چيان شين چې انا يی په اويغوري او نيکه يې په هان قوم پورې اړه لری،په چوي ځه اوپراکې اويغوري جملې استعمالوي .

بايد وويل شی چې چوي ځه اوپرا د ٢٠٠٦ کال د می په شلمه نېټه د چين د دولتي شورا لخوا د نامادي کلتوري ميراثونو د لومړی ډلې په توګه منظوره شوېده . اغلې شو وويل ( اواز)

اوس مهال د بېلا بېلو کچو حکومتونو په ملاتړ د شينجيانګ په هره علاقه داری کې د چوي ځه اوپرا ټولنه جوړه شوېده . محترمو اورېدونکو ، د د جون په مياشت کې د ګلانو په نامه د دغې ښکلی اوپرا د يوې برخې په اورېدو سره به نننی پروګرام پای ته ورسيږي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040