ما يان چونګ او د ده د اسلامی خوړو د پلورنځای
د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د هوې قوم مسلمانان په سوداګرۍ کې ډېر تکړه دي او د هوښيارو سوداګرانو په توګه شهرت لری. خو هوښيار سوداګران هم د خپلو کوششونو له لارې په خپلو چارو کې برياليتوبونه تر لاسه کولای شي. شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د هغه يو دوکان او د کار و بار په اړه معلومات درکړو چې په ځانګړي توګه اسلامي خواړه پکې خرڅيږي.
يوه ورځ سهار وختي په شپږو بجو هوا د پاخه عمر يو سړي په بايسکل د شينجيانګ د اوروموچي د شان شي په تنګه کوڅه کې د دوهم خوړنځای د دروازې په وړاندې ودراوه او ورپسې يې ژر. د خوړنځای دروازه خلاصه کړه اوپه پخلنځای کې يې غوښې ومينځلې او د خوراکونو د جوړولو لپاره يې چمتو کړې. دی د کار په مهال له ځان سره سندرې زمزمه کوي. هره ورځ سهار يې له ارامۍ او خوښۍ څخه ډک وي. دغه څلورپنځوس کلن سړی د هوي قوم مسلمان دی او ما يان چون نومېږي او د نوموړی دوکان خاوند هم دی. دغه دکان پخوا د يوې فابريکې ډوډۍ خوړنځای وه او په ٢٠٠٢کال کې د ما يان چون ميرمن او مشرې خور يې دغه ډوډۍ خوړنځای د اجارې په ډول واخيسته او بيا وروسته يې ما يان چون هم د دغه دوکان په کار و بار کې شريک شو. د دوکان د پرانيستلو په لومړيو ورځو کې يوازی د اته يوانو په ارزښت خواړه خرڅېدل چې له امله دوی دريواړو ډېره ناهيلی څرګندوله. لين څوی عه وويل (اواز)
په لومړی ورځ کې موږ يوازی اته يوان خواړه وپلورل چې ډېر خپه وو. ځکه زموږ د څه دباندي لسو ساعتو زيار پايله وه او ډېره مايوسوونکې وه او اته يوانه حتی د يو تن د يوې ورځې د ګذارې لپاره کافي نه دي. . نو په هغه وخت کې مې فکر کولو چې له دغه کار څخه لاس واخلم.
که څه هم ما يان چون هم د لومړۍ ورځې له کار و بار څخه ډېر ناهيلی و، خو خپل مېرمن او خور يې وهڅولې چې خپل کار ته دوام ورکړی ده وويل (اواز)
موږ بايد په پر له پسې توګه خپل کار ته دوام ورکړو. مه ويرېږئ! موږ بايد د خوړو کيفيت د غوره کولو لپاره کوشش وکړو او باور لرم چې زيات اخيستونکي به زموږ خوراکونه خوښ او واخلي.
نو د دوی هوډ ټينګ او غښتلی شو چې په پايله کې د خوړو خوند او کيفيت هم ښه شوی او د زياتو مشتريانو د راجلبولو له امله عايدات يې هم ورځ په ورځ زيات شول. که څه هم ګټه يې تر يوې اندازې پورې زياته شوې وه ، خو دوی ښه راتلونکې ليدله او د خپل کار و بار د لا ښه والي هوډ يې پياوړی کړی وو. ښاغلي ما وويل ( اواز)
يوه ورځ ما غوښتل چې اوړه خمير ته تيار کړم ، خو په دوکان کې هيڅ اوړه نه وو او پيسې مې هم نه درلودې . فکر می کاوه چې څنګه به کار وکړم . ژر نژدې دوکان ته لاړم او غوښتل مې په پور څو کڅوړې اوړه واخلم . خو دوکاندار خاوند زما غوښتنه ونه منله ، په پاي کې موږ د سلامشورې له لارې موافقې ته ورسيدو
له يو کال وروسته په دغه دوکان کې د خوړو ډولونه نور هم زيات شول او خوندورو خوړو زيات اخيستونکي راجلب کړل. تر ٢٠٠٦ کال پورې کله به يې چې دوکان سهار پرانيستلو، مشتريان به کتار کتار د دوکان د دروازې په وړاندی درېدل څو چې د خپلې خوښ خواړه واخلي . په تيره بيا د هان قوم د پسرلي جشن او د مسلمانانو د مهمو اخترونو په موده کې د مشتريانو شمېر ډېر وي حتی د دوکان په وړاندې يو اوږد قطار ولاړ وي.
٢٠٠٧ کال د ما يان چونګ خپل دوکان پراخ کړ او کارکوونکي يې هم زيات شول. د ما يان چون وراره تان بو هم د دوکان د ادارې په چارو کې شريک شو او هم له اوړو څخه د ډول ډول خوړو چمتو کول ښه زده کړی دی. تان يونګ وويل (اواز)
زه له اوړو څخه د خوړو له تيارولو سره علاقه لرم او زما د اکا ما يان چون په لارښونه زما له خوا جوړ شوی خواړه د مشتريانو ډېر خوښيږي. اوس زه په فارغ وخت کې د تصدۍ د اداره کولو په زده کړه لګيا يم او تر وسی پورې د هوې قوم ځانګړي خواړه نورو ډېرو وګړيو ته په ورپېژندلو کې هڅه کوم چې د شينجيانګ د اسلامي خوړو د يو مشهور مارک په توګه وګرځي.
اوس دغه دوکان هره ورځ د يو زر يوانو نه زيات خواړه خرڅوي. ما يان چون وويل (اواز)
په تېرو اوو کلونو کې زما کار و بار له زياتو ستونزو سره مخامخ و ، خو د خپلو کوششونو له لارې مو په پای کې برياليتوبونه تر لاسه کړل. اوس مې هيله او خوښه دا ده او په دې هڅه کې يم چې د خپل دوکان نوم د يوې سوداګريزې نښې په توګه ثبت کړم .