د شينجيانګ د اويغوري دوديزو دارودرملو پرمختيا او نوښت

cri     (GMT+08:00) 2009-08-10 10:19:49

د اويغوری قوم دارودرمل د چين د طبی خزانې کې يوه مهمه برخه ده چې دوه زره او پنځه سوه کاله پخوانی تاريخ لري. د اويغور دوديز طب د شينجيانګ په طبي چارو کې ځانګړتياوې او غوره والی لري چې په چين حتی په ټوله نړۍ کې د پر ځای وړ نه دی. په شينجيانګ کې د اويغور د دوديز طب روغتون د اويغوری طب د پرمختيا په لاره کې د نورو روغتونونو په پرتله مخکښ دی. شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د دغه روغتون د دارودرملو د پرمختيا په هکله معلومات درکړو.

دغه روغتون چې د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې جوړ شوی ، د پنځوسو کلونو له پرمختيا وروسته د درملنې، ښوونې، علمي څېړنو، د ناروغيو د مخنيوي او د روغتيا ساتنې په شمول يو بشپړ روغتون ګرځيدلی چې د دولت په کچه د نمونې رول لوبوي. د دغه روغتون مشر ښاغلي ايسراپيل ابای د اويغوري درملو د پرمختيا او نوښت په اړه خبريال ته داسې معلومات ورکړل او ويې ويل (اواز)

د شلمې پيړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې د اويغوری درملو د روغتون د کارونو عمده ټکی د ځينو ځانګړوو ناروغيو وقايه او درملنه وه . د اويغوری درملو د دوديزو طبی لرغونو نسخو د راغونډولو پر بنسټ د اويغوری طب د تيورۍ له مخې د معاصرې پرمختللې تکنالوژۍ په ميتود شپېته ډوله درملونه اختراع او د شينجيانګ د اويغوری درملو د جوړولو فابريکه هم جوړه شوېده.

په شينجيانګ کې د طبي توکيو سرچينې ډېرې شتمنې دي. د تاريخي سندونو له مخې د نباتي، حيواني او معدني موادو په شمول د چين د څلور سوو او پنځوس ډولو عنعنوي دارودرملو په سلو کې شپيته برخه له شينجيانګ څخه راځي په تيره بيا د شينجيانګ په جنوب کې د درملو جوړولو لپاره زيات ښه کيفيت لرونکی توکي پيدا کېږي. برسيره پر دې د دغه روغتون لخوا توليد شوي يو زر او دوه سوه ډوله قطره يي دواګانې د خپلواکې سيمې د درملو د څارنې او ادارې څانګې لخوا پيژندل شوي او د پوستکو ، هډوکو او روماتيزم په ګډون د يوشمېر معمولي ناروغيو د درملنې ډول ډول طريقې هم منل شويدي چې ښه اغيزمن دي. ښاغلي ايسراپيل ابای وويل (اواز)

د بېلګې په توګه د پوستکو ناروغيو د درملنې په برخه کې زموږ مشهورو ډکترانو د برګي ناروغۍ د علاج او درملنې طريقه د دوديزو لارو راغونډولو پر بنسټ پر له پسی اصلاح کړی او غوره تجربې يې تر لاسه کړي دي. دغه راز زموږ په روغتون کې د اويغوری طب د اساسي تيوري پر بنسټ د بستريزو ازموينو له لارې د درملنې ځانګړې لارې چارې موندل شوې چې اغيزې يې هم ډېرې څرګندې دي چې دغه لارې چارې د شينجيانګ د اويغوری طب په نورو بېلا بېلو روغتونونو کې کارول کېږي.

په نوموړی روغتون کې څه دپاسه پنځه سوه ډاکتران او نرسان شته چې په سلو کې اتيا ډکتران د ناروغانو د علاج په برخه کې په ماهرانه ډول ځانګړي لارې چارې کارولی شي. په وروستيو کلونو کې د ځايي غني طبي سرچينې او د درملنې د واقعی اغيزو له امله زيات ناروغان راجلب شويدي. د مثال په توګه د شينجيانګ د التای سيمې يوه ښځه چې سون لين نوميږي ، د اوو کلونو لپاره په سرخکان ناروغۍ اخته شوې او د درملنې زياتې لارې چارې يې ازمويلې دي ، خو اغيزه يې ښه نه وه . په دې وروستۍ موده کې ميرمن سون لين د شينجيانګ د اويغوری طب په روغتون کې تر درملنې لاندی ده. دا وويل (اواز)

ما په لومړی وخت کې فکر کاوه چې په دغه روغتون کې نوې لارې چارې وازمويم .د يوې مودې له درملنې وروسته زما ناروغۍ ورځ په ورځ جوړه شوې او فعاله اغيزه مې تر لاسه کړې ده.

اوس په شينجيانګ کې د اويغوری دوديز طب او د درملوجوړولو چارو چټک پرمختګ موندلی او د درملنې، ښوونې، علمي څيړنې، د ناروغۍ وقايي او د روغتيا ساتنې په شمول پرمختيايي سيستم رامنځته شوی چې دا له دوديز طب څخه د دولت د ځواکمن ملاتړ پايله ده. د چينی درملو د ادارې څانګې د سيانس او تکنالوژۍ ادارې مرستيال سو ګانګ چيانګ وويل (اواز)

په چين کې د دوديز طب او درملو د پرمختيا ښه فرصت راغلی دی. مرکزي حکومت د قومی طب او درملو د چارو پرمختيا ته ډېره پاملرنه کوي او د چينی عنعنوي طب او قومی طب په روغتونونو کې د پانګونې په هکله امتيازي تګلارې نيسي. د قومی طب د علمي څيړنې عمده دنده د ناروغيو د مخنيوي او وقايي، د روغتيا ساتنې ، د ناروغيو د درملنې سيستم او د چينی دوديزو درملو او قومی درملو د توليد د تکنالوژيو سيستم بشپړول، د دوديزو درملو د معيارونو په اړه د نړۍ له خوا د منلو وړ سيستم جوړول، د دوديزو درملو د تيوريکي سيستم بشپړول، د سيانس او تکنالوژيو له لارې د دوديزو درملو د نوښت سيستم او د تکنالوژۍ په اړه د نړيوالې همکارۍ سيستم جوړول دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040