د چين د انځورکښنې د دوديزو لارو چارو له لارې د چيوز کلتور ځايناست ما ګوې شيان

cri     (GMT+08:00) 2009-08-10 10:26:55

چيوز چې په پخوا زمانه کې د چين په شمال لويديځ کې يو وړوکی مملکت و او د وريښمو لارې په تقاطع کې پروت و ، په ختيځ کې يې د بوډايي کلتور ساتلو په برخه کې کليد اهميت درلود. د چيوز د ډبرين غارونو او د چيوز د موسيقۍ او نڅاوې په استازيتوب د چيوز کلتور د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د لويديځ تمدن نښه او د نړۍ د کلتوری ميراثونو يوه مهمه برخه هم ده چې د هند، يونان، روم، فارس او د چين د منځنې برخې له کلتورونو څخه يې ګټه اخيستې او د شينجيانګ قومی ځانګړتيا لري. د شينجيانګ په عاقسو کې يو نامتو انځورګر شته چې ما ګوې شيان نوميږي او د انځورکښنې په ځانګړي لارو چارو د چيوز قومی دود او دستور انځوروي.

ما ګوې شيان په ١٩٥٥ کال کې د هه نان په ولايت کې زيږيدلی او ١٩٦٣ کال له خپل پلار او مورسره يو ځاي شينجيانګ ته په کډه راغی ، د کوچنيتوب په وخت کې د انځورکښنې په هکله دده استعداد ښکاره شوی او د عمر په زياتيدو سره سره له انځورکښنې سره علاقه يې نوره هم پياوړی شوېده . هغه وويل (اواز)

ما د ماشومتوب په موده کې د هه نان ولايت په نان يانګ کې اوسېدم او د کلي په ديوالونو باندي له نصب شويو تبليغاتی انځورونو سره مې ډېره علاقه درلوده. بيا مې په پنسل پر کاغذ باندی هم د دغو تبليغاتي انځورونو تقليد وکړ.

له پرله پسی هڅو وروسته ما ګوې شيان لومړی وغوښتل چې په خپلو ځانګړو لارو چارو د چيوز قومی دود او دستور انځور کړي او د عادی وګړيو ژوند او احساساتو ته زياته پاملرنه وکړي. هغه وويل (اواز)

د وريښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې چيوز د دون هوانګ او چانګ ان په شان لرغونی تمدن درلود. نو په دې سيمه کې د يوه اوسيدونکي په توګه زه دا حتمی دنده لرم چې د چيوز کلتور نړيوالو ته معرفي کړم چې له امله زما په انځورونو کې په عمده توګه د چيوز په لرغوني مملکت کې د وګړيو د ژوند دود دستور تر سترګو کېږي.

د ما ګوې شيان په انځورونو کې د چيوز د دود او دستور او د داو لانګ په نامه د سندرو او نڅاوو په ترسيمولو سره د اويغوري نجونو روغتيايي اندامونه او حياتي ځواکونه څرګندېږي.

ښاغلي ماو وويل ( اواز) انسان ، د انسان احساسات او روحيه او نظريه د هنري خلق لپاره عمده ونډه لری . د تمثال کښل زما خوښيږي ، نو زيات مهال ته مې دوام ورکړی دی..

د انځور د لومړيو موادو د لټولو لپاره ښاغلي ماو په تېرو شلګونو کلونو کې د ژوند د عادتونو او د ژبو د بېلوالي سره سره د اويغوريانو ، قرغيزانو او تاجکانو د هستوګنې ځايونو ته تلل او څو زره سردستي انځورونه کښلي او د راتلونکو لپاره زيات شمير لومړي موادونه يې راغونډ کړيدي.

ده وويل ( اواز) له څو کلونو راهيسې د شيان شان غره ډېرو ځايونو ته تللی يم . يو وار د کناس جهيل په غاړه مې غوښتی چې د يو باز عکس واخلم ، خو د بی پروايی له امله په جهيل کې ولويدم ، خو له نيکمرغه مړ نه شوم .

د تېرې پيړۍ په پای کې د ورېښمو د لرغونې لارې په نامه د ښاغلي ما لخوا کښل شوی انځور د سينګاپور ، جاپان ، جرمني او امريکا په ګډون شپږ اوو هېوادونو کې د ګرځندې نندارې په توګه وښودل شو او ورپسې دغه انځور د شان شي ولايت د ولسي دودونو د لرغونتون لخوا وساتل شو. دغه راز دده لخوا کښل شوی يو بل انځور چې نوم يی نړۍ نوره ويده نه ده ، هم د چين د ملي موزيم لخوا وساتل شو . بايد وويل شی چې دده نورو زياتو انځورونو دننه په هېواد کې لويې جايزې ګټلي دي.

دده ميرمن وانګ لين خبريال ته وويل ( اواز)

د چيوز دودونو او منظرو په هکله انځورونه د ګڼ شمير نندارچيانو لخوا منل کېږي چې له امله يې اخيستونکي ډېری دي . خو د انځور کيفيت د تامينولو لپاره زما خاوند هر کال يوازی له پنځوسو نه کم انځورونه کاږي .

نن ورځ ښاغلي ما چې د څلويښتو کلونو لپاره په انځورکښنې بوخت دی ، د جون يون د نقاشۍ او خطاطۍ د اکاډمۍ لخوا د ماهر انځورګر په توګه منل شوی دی.دده په وينا هيله مين دی چې د چيوز کلتور له اسيا څخه نړۍ ته خپور شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040