وريښمو د لارې په اوږدو کې يو تاريخی ځای ګوچوک

cri     (GMT+08:00) 2009-08-10 10:35:55

له دې امله چې په شينجيانګ کې زيات ملي لږکۍ ميشت دي ، رنګارنګ قومي کلتورونه ليدل کېږي، خو د هان قوم کلتور چې په چين کې لومړی لوی قوم دی او اوږد تاريخ لري ، هم يو ځای نيسي. د بيلګې په توګه د ګوچوک ولسوالۍ په شينجيانګ کې د هان قوم د کلتور سرچينه ده. دغه ولسوالۍد وريښمو لارې په شمال او د صحرا په شمال کې يو مرکز و او د هېواد د له لويديځو سيمو او لويديځو هېوادونو سره د هېواد د منځنيو سيمو د کلتوري تګ راتګ يو تقاطع هم وه .

د پروګرام په دې لړ کې به د دغه لرغوني ځای په هکله څه نا څه مالومات واورئ.

ګوچوک د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې په شمال ختيځ کې پروت دی او له مغولستان سره ګډه پوله لری . په پخوا زمانه کې دغه ځای يو ستراتيژيکي ځای و او د ورېښمو لارې په اوږدو کې يې ډېر شهرت درلود ، نو کلتوري ميراثونه يې ډېری دي . د وګړيو په زړونو کې ګوچوک يو داسی ځای دی.

( اواز)

ګوچوک يو لرغونی ښار دی او اوږد تاريخ لری. ما هلته تر ځمکې لاندی غارونه ليدلي دي.

زرګونه کلونه مخکې په شينجيانګ کې جهيلونه ، ډنډونه او ګڼه ځنګلونه موجود ول ، په هغه زمانه کې أسيايي دايناسورانو پکې ژوند کاوه . د تېرې پيړۍ په درېمه لسيزه کې د چين د تيان شان دايناسو په نامه د څو دايناسورانو فسيلونه پيدا شول . اوس د ګوچوک ولسوالۍ په لرغونتون کې د دايناسور د تشي يو هډوکی ايښودل شوی چې د ٢٠٠٧ کال د مارچ په مياشت کې په ګوچوک کې وموندل شو او وزن يی يو نيم ټن دی .

د ډبرو په نوی عصر کې په ګوچوک کې لومړی کلي رامنځته شول او د هان او تان په امپراطوري دورو کې يعنی يو نيم زر کاله مخکې ګوچوک په يو سياسي ، اقتصادي ، پوځي او کلتور مرکز بدل شو او په دغه ځای کې لرغوني کلاوې د نوموړي مرکز نښه نښانه ده . اوس په شينجيانګ کې د هان دورې قديمي کلا هم په ګوچوک کې ده چې تر اوسه پورې اتلس سوه کاله تاريخ لری چې ييکشهر نوميږي. د ګوچوک په موزيم کې يوه لويه خاورينه کاسه پرته ده .

( اواز) د سيلانۍ لارښوونکي: دا په ييکشهر کې له ځمکې څخه وکيندل شوه ، دا څه ډول کاسه ده ؟

سيلانی : د شراب کاسه .

د سيلانۍ لارښوونکی: نه د شراب کاسه نه ده .

سيلانی : د غنمو يا د اوبو د زيرمې لپاره ده .

د سيلانۍ لارښوونکی: نه . دا د مړي د هډوکو ساتلو لپاره ده ، ځکه چې د ختيځ هان په دوره کې که څوک مری ، تر ځمکې لاندی ښخ کېږي ، خو ورو ورو مړی خرابېږي ، نو د مړي هډوکي بيا له تابوت څخه په کاسه کې کيښودل شی څو چې ښه يې وساتل شی. د مړي د ښخولو دغه عادت د هغه وخت په تاريخي کتاب کې ليکل شوی و.

په يوه ماشومي سندره کې داسی ويل کېږي : لرغونی ښار ته ځی ، پر ځمکه د پرزولو په مهال سره زر پيدا کېږي. په دې مفهوم چې په پخوا زمانه کې په ګوچوک کې سوداګری ډېره أباده وه . سل کاله مخکې په ګوچوک کې اووه سوه دوکانونه او څلور زره او درې سوه تنه سوداګران د زر ډولونو توکيو په پلورلو او پيرودلو لګيا وو. نو ګوچوک د هېواد د مرکزي سيمو او شينجيانګ ترمنځ د سوداګريزو توکيو د ليږدولو په مرکز بدل شوی و .

په ګوچوک کې د نفوسو په سلو کې اتيا برخه د هان قوم پورې اړه لری ، خو د اوږدې مودې د قومي کلتورونو د يو ځايښت له امله ځانګړی ولسي دودونه رامنځته شويدي. د ګوچوک ولسوال مرستيال جن وي په دې هکله داسې وويل

( اواز) د ګوچوک کلتور زموږ لخوا په شينجيانګ کې د هېواد د مرکزي سيمو په کلتور مربوط دی . دغه ځای د ورېښمو لارې په شمال کې پوځي ستراتيژي درلود او يو سوداګريز مرکز هم و . په دې ځای کې يو شپيته معبدونه او د هم وطنيانو هستوګنځايونه شته .

د هان قوم د کلتور نه پرته په ګوچوک کې د کوچيانو کلتور هم موجود دی . د ګوچوک په شمال غرنې لمن باندي د وحشي أسونو انځورونه ليدل کېږي چې درې زره کاله دمخه حکاکی شوي وو. برسيره پردې په ګوچوک کې صحرايی منظرې ، د اورغورځونکي غر خوله ، د دايناسورانو فيسلونه او داسې نور مرموز طبيعي مناظر تر سترګو کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040