د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د سيلانۍ مشهور ځای قورغاس

cri     (GMT+08:00) 2009-08-10 10:37:12

د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکې سيمې د ايلي د قزاق قوم په خپلواکه ولسوالۍ کې د قورغاس ځمکنی بندر د نړيوالې همکارۍ يو مرکز دی چې په کې د سوداګريزو توکيو ډولونه ډېر زيات دي . شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د منځنې أسيا هېوادونو ته د سيلانۍ د مشهور ځای په توګه د قورغاس بندر په هکله څه معلومات درکړو.

د دوبي په موسم کې د قورغاس په هر ځاي کې رنګارنګ ګلونه غوړيږي ، ونې شنې کېږي او رنګه بيرغونه رپيږي. دغه ځمکنی بندر قزاقستان ته نژدی پروت دی او د شينجيانګ او د منځنې أسيا د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د تګ راتګ يو مهم بندر دی. د سوداګريز تګ راتګ د زياتوالي لپاره ٢٠٠٧ کال په دغه بندر کې د شپږ سوه مليونه يوانو په ارزښت پانګې اچول شوي چې د دوو کلونو کوششونو په رڼا کې د چين او قزاقستان تر منځ د قورغاس د نړيوالې همکارۍ مرکز جوړ شوی چې پنځه اعشاريه اته ويشت مربع کيلو متره پراخوالی لري. شينجيانګ به له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړي، سوداګريز توکي وپلوري او پولی خدمتونه برابر کړي. د سرحدی سيمو د سوداګرۍ کمېټې مشر شوی جه چنګ وويل (اواز)

موږ به دوه صنعتی سيمې أبادې کړو چې د هېواد په ختيځو سيمو کې پرمختللي تصدۍ خپلې فرعی اډې پکې جوړې کړي . د اوسپنيزو لارو په غځېدو سره به د مالونو ليږد راليږد ځينی تصدۍ په دغو سيمو کې ميشته وي او د لويو تصديو ترمنځ همکاری بايد غښتلی شی.

د قورغاس بندر د همکارۍ مرکز د هېواد په دننه او دباندی کې د لويو تصديو او د سوداګرۍ او پانونې راجلبولو له لارې د صنعتی سيمو د پرمختيا او د اقتصاد او سوداګرۍ د چټکتيا او د سيلانۍ له مشهور ځای څخه د جوړېدو په لور لومړی ګام پورته کړی او لاس ته راوړنې يې تر لاسه کړي دي.

د لويو تصديو په مټ او ددوي د توليداتو په درلودلو سره د قورغاس د سيلانۍ ادارې د سيلانۍ چارو په پيل لاس پورې کړی دی. که څه هم په قورغاس کې ښکلي طبيعی منظرې تر سترګو کېږي ، خو پراخه دښته، ګڼ ځنګل او څپاند سيند نه شته، خو دغه ځای ته د تلونکوسيلانيانو شمېر لا هم ډېری دی. د شمېرنې له مخې تېر کال نژدی يو مليون تنه سيلانيان دغه بندر ته سفر کړی . ولی قورغاس د سيلانيانو د راجلبولو غښتلی توان لري ؟ د قورغاس د سرحدی سيمو د سوداګرۍ کمېټې مسئول شوی جی چنګ داسی وايي (اواز)

تېر کال له قزاقستان څخه څه دپاسه دری سوه زره سيلانيان راغلي دي چې اکثريت يې د توکيو اخيستلو لپاره ول. په شينجيانګ کې زيات ځمکني بندرونه شته، خو يوازی قورغاس يو ورخلاص بندر دی چې زيات شمېر سيلانيان راجلبوي.

اوس د قورغاس بندر په دې هڅه کې دی چې د يو نړيوال سوداګريز ښارګوټي په توګه أبادوي چې په شينجيانګ کې د منځنې أسيا سوداګريزو توکيو د اخيستلو په اړه تر ټولو لوی سوداګريز ځای وګرځي. ښاغلي شوی جی چنګ وويل دغه ښارګوټی به نور زيات سيلانيان راجلب کړي. هغه وويل (اواز)

په نړيوال سوداګريز ښارګوټي کې به يو لوی بازار جوړ شي چې سيلانيان دلته ډول ډول سوداګريز توکي اخيستلی شي. د سيلانيانو راجلبولو لپاره به په دغه ښارګوټي کې د همکارۍ مرکز هم پرانستل شي چې هوټل به هم په کې وي او ښکلې منظرې هم ليدل کېږي . زموږ موخه دا ده چې سيلانيان به له سفر وروسته هم غواړی چې په راتلونکی کې بيا دلته راشي.

د قورغاس مشرانو د سيلانۍ چارو پرمختيا ته ډېر اهميت ورکوي او په تيره بيا په وروستيو دوو کلونو کې يې د بندر د معرفی کولو په اړه بېلا بېلې غونډې تر سره کړې او نړۍ ته د قورغاس په اړه معلومات ورکړي دي. د حکومت بېلا بېلې څانګې په بندر کې سوداګرانو ته زيات امتيازی تدبيرونه ورکوي چې د دوي زياتې پانګې راجلب کړي او د بهرنې سوداګرۍ د پرمختيا تر څنګ د سيلانۍ چارو پرمخبوزي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040