د شينجيانګ د عکنانو له خوا د موسيقې غږولو د کلتور او سيلانۍ فيستيوال

cri     (GMT+08:00) 2009-08-10 10:42:58

د شينجيانګ د چوچک په ښار کې په هرو دوو کلونو کې د عکنانو له خوا د موسيقې د غږولو په اړه د يوې دورې غونډه تر سره کېږي. عکن د قزاقی قوم له خوا د غوره سندرغاړو په توګه غږېږي او د عکنانو له خوا د موسيقې غږول د قزاقی قوم يو ځانګړی هنر دی چې په ٢٠٠٦ کال کې د چين د غيرتوکيو د کلتوری ميراثونو په لومړی ليست کې شامل شو. په دغه غونډه کې خلک په ګډه د دونګبورا په نامه موسيقې ألی غږوي، ښکلی سندرې وايي، نڅاوې کوي او يو بل ته سلامونه سپاروي او د نيکمرغې ژوند مبارکې کوي. شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د عکن په نامه د ألی غږولو په هکله معلومات درکړو.

د عکنانو له خوا د موسيقې غږولو د کلتور او سيلانۍ اتلسم فيستيوال چې دری ورځې يې دوام درلود، څو ورځې مخکې د چوچک سيمی د قوبوقسار د مغولی قوم په خپلواکۍ ولسوالۍ کې پرانيستل شو چې د شينجيانګ له بېلا بېلو ځايونو څخه راغليو ديرش زرو وګړيو په دښت کې راغونډ کړی او په ګډه دغه فيستيوال مبارکی کړی.

دغه فيستيوال په يو منظره لرونکی سيمی کې تر سره شو او خبريال دا وليدل چې نژدی دوه سوه سپين خيمې په منظمه توګه پر دښت باندی پرېږو. په غونډه کې د بېلا بېلو قومونو وګړيو سندرې وايي او نڅاوې کړل، د قزاقی قوم مالدارانو د دونګبورا موسيقې ألی په غږولو سره ځانګړې نڅا کړې چې د غونډې د مراسمو په ځای کې له خوشحالې څخه ډکې وې.

د شينجيانګ د چوچک سيمی د کلتوری او سپورتی چارو ادارې مرستيالې ګه مې وويل (اواز)

په دغه غونډه کې د شلو ښځو په ګډه دری څلويښت عکنان راغلي چې ټول د چوچک سيمی د بېلا بېلو ولسواليو او ښارونو غوره عکنان دي. په هر کال کې د چوچک سيمی په مختلفو ښارونو او ولسواليو کې د عکن د غږولو غونډه تر سره کېږي چې له دغو غونډو څخه ټاکل شوی غوره عکنان به د ټولې سيمې په غونډه کې ګډون وکړي.

د عکنانو له خوا د موسيقې غږول دوه ډولونه لري. يو يې عکنان د دونګبورا د موسيقې ألی په غږولو سره سندره وويي او دغه موسيقې په موثره توګه د دوديزو شعرونو او فلکلوری سندرو محتويات څرګندوي. بل ډول يې دوه عکنان يا څو عکنان په ګډه سندرې وويي. مادانيات د چوچک په سيمه کې د ترژمې په کار لاس پوری کوي او د دغه ډول موسيقې څيړنه کوي. هغه وويل (اواز)

د فيستيوال او د لمنځنې فعاليتونو د تر سره کولو په وخت کې پر دښت باندی د عکانانو له خوا د موسيقې غږولو غونډې تر سره کېږي. د دوو عکانانو له خوا د سندرې ويل کيدو بڼې ډېرې زياتې دي او د سندرې محتويات د سلامونه سپارلو، واقعی ژوند، مينې، تاريخ او د ژوند اهميت په شمول ډېر پراخ دي. دوی په سندرو کې د نيکمرغې ژوند، د زمانې اصلاحاتو او د وطن د چټکې پرمختيا ستاينه کوي.

په غونډې کې د قزاقی قوم په خيمو کې د بېلا بېلو ډولونو لاسی هنری توکي زيات دي چې د خلکو ډېر خوښېږي. ميرمن ګه مې وويل (اواز)

د عکنانو له خوا د موسيقې غږولو په غونډه زموږ خيکې يوه منظره ده. خلک ليدلی شي چې سپينې خيمې د ملغلرو په شان پر دښت باندی پراته دي چې بهرنی بڼې بېلا بېلې دي او د خيمو په دننه کې ساماألات د قزاقی قوم ځانګړتيا لري. په خيمو کې هم دوديز لاسی هنری توکي ليدلی شي، د بيلګی په توګه د أسونو پر سا باندی زين، د قزاقی قوم د ګلدوزی هنری توکی او داسی نور.

د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختيا سره سره د بېلا بېلو قومونو د وګړيو ژوند سويه لوړه شوې او د عکنانو له خوا د موسيقې غږولو غونډې د وګړيو کلتوری او سپورتی ژوند شتمنې کړی او هم د دود او دستور په اړه د سيلانۍ لپاره يو فرصت برابر کړی دی. د قوبوقسار د مغولی قوم د خپلواکۍ ولسوالۍ د سيلانۍ چارو ادارې مشر ليو وې جي وويل (اواز)

د قوبوقسار ولسوالۍ په شمالی شينجيانګ کې يو سيلانی ځای دی چې په کې د سيلانۍ سرچينې زياتې دي. په وروستيو دوو کلونو کې په دغې ولسوالۍ کې د کلتور سيلانۍ چارې پرمختګ شوی. د عکنانو له خوا د موسيقې غږولو غونډې به د دغې ولسوالۍ د سيلانۍ او کلتور چارو ته فرصتونه ورسوي چې نور زيات سيلانيان راجلب شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040